ads

بدنامه دوستي

په خوست ولايت كې د غرښت خصوصي ټلويزیون لخوا  د لومړي ځل لپاره د ((بدنامه دوستي)) په نوم اصلاحي فلم جوړ شو. تر اوسه په دغه ولايت كې ګڼ نور هنري فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو، خو دا دوه نيم ساعته فلم د يوې اصلاحي كيسې پر بنسټ د ولس تر په خوست […]

نویسنده: The Killid Group
7 غبرګولی 1393
بدنامه دوستي

په خوست ولايت كې د غرښت خصوصي ټلويزیون لخوا  د لومړي ځل لپاره د ((بدنامه دوستي)) په نوم اصلاحي فلم جوړ شو. تر اوسه په دغه ولايت كې ګڼ نور هنري فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو، خو دا دوه نيم ساعته فلم د يوې اصلاحي كيسې پر بنسټ د ولس تر

په خوست ولايت كې د غرښت خصوصي ټلويزیون لخوا  د لومړي ځل لپاره د ((بدنامه دوستي)) په نوم اصلاحي فلم جوړ شو.

تر اوسه په دغه ولايت كې ګڼ نور هنري فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو، خو دا دوه نيم ساعته فلم د يوې اصلاحي كيسې پر بنسټ د ولس تر منځ د خپل منځي شخړو او لانجو د بدو عواقبو په اړه پېغام وړاندې كوي.

د غرښت ټلويزیون مشر سخي سرور مياخېل وايي، دا فلم د خوست تكړه ليكوال طالب منګل ليكلى او دوى وياړي چې په يو اصلاحي داستان يې خپله بودجه مصرف كړې ده: (( زموږ په سيمو  كې اكثره خلك د تربګنيو له لاسه په خپلمنځي اوږدو ناخوالو اخته دي، خو په دې فلم كې د دا ډول ناخوالو د عواقبو تر څنګ اصلاح راوستونكې لارې چارې هم په ډېر هنري ډول ځاى شوې دي.))

هغه زياتوي:(( فلم مو په دوه مياشتو كې بشپړ كړى، موږ غواړو خلك له تربګنيو، دښمنيو راوګرځوو او دا ورپه ګوته كړو چې لويې ستونزې هم په دوه خبرو اوارېدلى شي، طبعا د داسې موضوعاتو د راخستلو لپاره به زموږ په فلم كې ټوپك او تومانچه هم كارېدلي وي، خو پېغام به يې ډېر دردوونكي وي.))

سرور مياخېل دغه راز وايي، په هېواد كې د ښځينه اداكارانو د نشت له كبله يې ګڼ شوټنګونه په پېښور او كوزه پښتونخوا كې ترسره كړي: (( د دې لپاره چې زموږ پېغام ډېرو خلكو ته ورسي، نو هغه پېښوري لوبغاړي مو هم په فلم كې واخستل چې دلته ډېر مينه وال لري، موږ غواړو پېغام ورسوو او د دې لپاره مو ماركېټنګ ته هم ډېره توجه كړې ده. تېره اوونۍ مو د همدې فلم پرانسته وكړه چې خلكو ډېر زيات خوښ كړ.))

اخوا د خوست يو شمېر ځوانان هم له فلمي كمپنيو د ورته اصلاحي فلمونو د جوړولو غوښتنه كوي او وايي، د پښتو فلمونو ډايركټران بايد د فلم د كميت په نسبت كيفيت ته ډېره پاملرنه وكړي.

د خوست اوسېدونكى نصير احمد روښان په همدې نظر دى، نوموړى وايي كيفي كمزوريو خلك د فلمونو له كتو ستړي كړي او اوس كه ډېر ښه فلم هم جوړ شي، نو خلك يې په اړه بې پروايي ښيي: (( تر اوسه يو فلم هم دلته د چا ډاډ نه دى ترلاسه كړى، بلكې د پښتو ګڼ فلمونه اوس د ليدو هم نه دي، خو كه بدنامه دوستي فلم تر خلكو رسول غواړو، نو د دې لپاره بايد په هره سيمه كې ځانګړې نندارې ونيول شي.))

خو د خوست ټلويزيون مشر روح الله امين وايي، خلك بايد د خپلو فلمونو په اړه مثبت نظر ولري او هڅه وكړي چې د فلم د ليدو ترڅنګه فلمي كمپنيو ته لازمې مشورې هم وركړي.

دى وايي، بدنامه دوستي فلم د خوست په هنري ډګر كې لويه لاسته راوړنه ده، ځكه له دې سره كه له يوې خوا افغان اداكاران روزل كېږي له بلې خوا كوزې پښتونخوا سره هم اړيكې نه شلېږي: (( افغان اداكارانو ته د ګډ كار اړتيا ده، په پېښور كې داسې اداكاران شته چې كه د پيسو لپاره ونه كارول شي، نو ډېر څه ترې زده كېداى شي. دغه راز كه خلك مثبت فكر ولري، هم له فلم څخه ډېر ښه اړخونه په ژوند كې عملي كولى شي، ځكه فلم د ټولنې هنداره وي.))

دى وايي، افغان فلم جوړوونكي بايد هغه څه راواخلي چې د سيمې او خلكو جذباتو ته صدمه ونه رسوي، بلكې د فلم له پېغام سره يو نوى ژوند پيل كړي: (( د بدنامه دوستي په څېر اصلاحي فلمونه بايد زيات شي او خلكو ته دې ډېر تبليغ شي، ځكه په پښتنو كې اكثره خلك اوس هم د بدبينيو ښكار دي او دا ناخوالې له منځه وړل غواړي.))

د غرښت ټلويزيون د پروډكش لخوا په جوړ شوي (( بدنامه دوستي)) فلم كې پر څو افغان لوبغاړو سربېره د كوزې پښتونخوا نامتو اداكار جهانګير خان او څو پېښوريو نجونو هم رولونه لوبولي دي.

دې ټلويزیون پر مدني ادارو او فعالانو غږ كړى چې د دې اصلاحي فلم په تبليغاتو كې ورسره مرسته وكړي، څو ګڼ خلك خپلمنځي تېروتنو ته متوجه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA