ads

توبیاس وولف څه ډول لیکل کول؟

د توبیاس وولف لپاره د لیکلو یوازنۍ اړتیا، یو ارام ځای دی چې کوم څه يې حواس ګډوډ نه کړي. توبیاس وولف په ۱۹۴۵ کال د الاباما په ښار کې سترګې وغړولې، خو په واشنګتن کې لوی شو. څه موده يې د کلفورنیا په پايولوالتو کې د ادبیاتو او داستان لیکنې درس ورکړ. د توبیاس […]

نویسنده: The Killid Group
20 غویی 1393
توبیاس وولف څه ډول لیکل کول؟

د توبیاس وولف لپاره د لیکلو یوازنۍ اړتیا، یو ارام ځای دی چې کوم څه يې حواس ګډوډ نه کړي. توبیاس وولف په ۱۹۴۵ کال د الاباما په ښار کې سترګې وغړولې، خو په واشنګتن کې لوی شو. څه موده يې د کلفورنیا په پايولوالتو کې د ادبیاتو او داستان لیکنې درس ورکړ.

د توبیاس وولف لپاره د لیکلو یوازنۍ اړتیا، یو ارام ځای دی چې کوم څه يې حواس ګډوډ نه کړي.

توبیاس وولف په ۱۹۴۵ کال د الاباما په ښار کې سترګې وغړولې، خو په واشنګتن کې لوی شو. څه موده يې د کلفورنیا په پايولوالتو کې د ادبیاتو او داستان لیکنې درس ورکړ.

وولف د لنډو کیسو د ټولګو په خاطر زیات شهرت لري. هغه د ریموندکارور، ریچاردفورډ، آن بیتي او نورو ميني مالیست لیکوالو ترڅنګ په امریکا کې د لنډې کیسې له مخکښانو دی.

هغه درې ځلې د (او. هنري) جايزې ګټلې او د خپلو لنډو کیسو د ټولګې، ناولونو او خاطرو په خاطر تقدیر شوی دی.

هماغومره چې وولف په ادبي ټولنو کې د یوه لیکوال په توګه د احترام وړ دی، د ادبیاتو د یوه استاد په توګه يې هم درناوی کېږي. هغه د استانفورډ په پوهنتون کې د ادبي ټولنې تر بنسټ اېښودنې وروسته د ادبي اثارو پنځولو ته مټې ونغښتې. هغه ۱۷ کاله په سیراکوز پوهنتون کې د ادبي اثارو د پنځولو سرپرستي په غاړه واخسته. په ۱۹۹۷ کې وولف بیا ستانفورډ ته لاړ. وولف د خپلې ځوانۍ څو کاله د ویتنام په جګړه کې سرتيری و. توبیاس وولف د ۲۰۰۴ کال په مني کې، د ریویو پاريس معتبرې مجلې په ۱۷۱ ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو طریقه داسې بیان کړې ده.

لیکوال خرافاتیان دي، منظور مې دا نه دی چې ورد او جادو لولي یا پر خپل مخ مالګه دوړوي. پرېږدئ چې لږه توضیح درکړم. ما لیکوالي داسې پیل کړه، لکه تاسې چې د بانک د یوه کارکوونکي په څېر سهار کار ته ځئ او د کار تر ختمېدو وروسته کور ته راګرځئ.

جان چیور ویلي وو، کله يې چې په نیویارک له خپلې مېرمنې سره ژوند کاوه، هر سهار يې منظمې جامې اغوستې او د خپل اپارتمان له نورو متاهلو نارینه وو سره په لفټ کې کېناسته. د همپوړه اپارتمان ټول متاهل نارینه ښکته کېدل، خو چيور به تاکاوۍ ته لاړ، هلته يې ځانته يو مېز ايښی و.

دا چې هلته لاندې هوا ګرمه وه، کميس به يې راويست او ټول سهار به په لیکلو بوخت و. غرمه يې بیا جامې اغوستې او د هوټل له نورو نارینه وو سره به پورته لاړ او تر غرمنۍ وروسته به بیا له هماغه نارینه وو سره لاندې راغی او تاکاوۍ ته به روان شو. بیا به يې خپل کميس ایسته او تر مازیګره يې لیکل کول.

دا چې یو هنرمند په کار بوخت دی او له ورځني ژوند سره يې پرېکون نه رامنځته کېږي، زما لپاره دا طریقه ډېره مهمه وه. بلاخره زده مې کړل چې هڅاند واوسم، کله داسې وي چې په ذهن کې هيڅ کوم پړک نه حس کېږي، له څه مودې وروسته ځېر کېږې چې ښه لیکل د ښې کړنې ډالۍ نه وي. برعکس کله چې لیکل کوې لکه کوم بد کار دې چې کړی وي، په تیاره کې لوېږې او د رڼا لټه کوې. ممکن وفاداره اوسې، سخت کار وکړې او خپل استعداد په بیهوده کارونو ونه لګوې. خو بیا هم کوم پړک دې په ذهن کې احساس نه شي. منظور مې دا دی چې حتمي نه ده چا ته د ښې کړنې په خاطر جایزه ورکړل شي او لیکوال شي. دا د دې سبب کېږي چې لیکوال عصبي وي.

امکان لري کلونه کلونه دې ښې کيسې لیکلې وي او وروسته ناڅاپه نور نو ښه داستانونه نه وي. ممکن هر څيز تا عصبي کړي، له جنجال سره دې مخ کړي؛ لیکوال باید له دې څيزونو لرې و اوسي. یو له هغو څيزونو چې لیکوال يې ډېر ژر یادوي، تر لیکلو مخکې د خپل کار په اړه نه غږېدل دي.

د کار په اړه خبرې کول، قلم ته ترلاس وړاندې کولو مخکې، د هغه د سختېدو سبب کېږي او د کيسې ځواک کمېږي. باید روان لیکل وکړئ، کیسه باید ستاسو په پوهه مخته لاړه شي او تغییر وکړي.

زه هره ورځ تقریبا د چيور غوندې کار کوم. خو نه په کور کې، د پوهنتون د کتابتون په تاکاوۍ کې يوه کوټه لرم، هلته لیکل کوم، د کتابتون چارواکو لطف وکړ او یوه داسې عالي کوټه يې راکړه چې منظره يې له ستندردو تپو جوړه وو. خو ما ونه منله ځکه په اسانه زما حواس ټکني کېږي. که مخامخ یوه کړکۍ خلاصه وي نور نو څه نه شم لیکلای. کوم کتابونه هم چې راسره وي هغه لغتنامه او اړین کتابونه دي. که کوم ښه ناول راسره وي، د لیکلو ځای يې لولم، لیکل سخت کار دی، ډېر سخت دی چې څه ترې بود کړې. هڅه کوم د لیکلو لپاره له کوره لرې و اوسم ځکه ځان له لیکونو، اړیکو، ورځنیو چارو او پېرلو سره بوختوم او بیا د چای څښلو لپاره له کوره سر بهر کوم او دا یعنې بې لیکلو لیکل.

کاري ورځ مې ستړې کوونکې وي. البته ستاسو لپاره نه زما لپاره چې لیکل کوم. لومړی پلي تګ او لمبا ته ځم او بیا خپل کار ته ځم، بیا سهارنۍ، بیا پلی تګ، بیا لیکل او بیا کور ته ځم. هيڅکله د لیکوالو د فلم نندارې ته نه کېنم، ځکه که چېرته واقعا یو لیکوال د کار په حال کې وي، نور نو فلم ډېر ستړی کوونکی کېږي.

کله چې هلک وم، په پاريس کې د کب نیولو په وخت د همینګوې او فیتزجرالد عکسونه مې کتل او له ځان سره مې ویل، لیکوال هم عجیب او جالبه ژوند لري. خو نپوهېدم چې دا عکسونه د هغو شېبو دي چې څه نه لیکي، نه هغه وخت چې په لیکلو بوخت وي.

جالبه دنیا ده، د څو ورځو لپاره تاسې بوختوي، یا د یو څه د حذفولو پرېکړه کوئ چې څو ورځې مو د هغه په لیکلو تېرې کړې دي. هيجان په لیکلو کې دی، البته ډېره نمایشي او فلمي نه ده. ورځنۍ شېوه د لیکوالو لپاره با ارزښته ده.

له ها پلو وکیلانو ته وګوره، د مېز له شا پورته کېږي، دننه په دفتر کې له یو چا پوښتي: د پلانکي دوسیه دې په یاد ده، د همدې څيزونو په اړه خبرې کوي او دا يې کار دی. کار يې ډېر ټولنيز دی، خو لیکل ډېر سخت دي چې اړین شرایط ورته ستړي کوونکي دي: ډېری وختونه باید یوازې واوسې، باید د عادت نارینه واوسې، باید له یوازيتوب سره عادت وکړې او باید د وخت او زمان په اړه ډېر ځانغوښتی اوسې او ټول يې د ځان لپاره وغواړي.

لیکل همدا دي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA