ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا د آسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله پنځمه لوبه كې له نيپال سره د لوبې ډګر ته ووځي. د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ په خپله څلورمه لوبه كې عمان ته ماتې وركړه.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا د آسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله پنځمه لوبه كې له نيپال سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ په خپله څلورمه لوبه كې عمان ته ماتې وركړه.
افغان لوبډلې په دې سياليو کې په خپله درېيمه لوبه كې له ماليزيا څخه ماتې خوړلې، خو خپله دويمه لوبه يې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې او لومړۍ لوبه يې د هانګ كانګ له لوبډلې څخه ګټلې وه.
په دې سياليو کې، چې په ماليزيا کې روانې دي، د افغانستان ترڅنګ، ماليزيا، هانګ کانګ، متحده عربي امارات، نيپال او عمان برخه لري او تراوسه افغانستان تر ټولو مخكې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ