د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ پريمير اسيايي سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه. د اسيا غوره ليګ په نوم دا پنځوس اوريزې سيالۍ د غويي په ١١مه نېټه په ماليزيا کې پيلېږي. په دې سياليو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال،
د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ پريمير اسيايي سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
د اسيا غوره ليګ په نوم دا پنځوس اوريزې سيالۍ د غويي په ١١مه نېټه په ماليزيا کې پيلېږي. په دې سياليو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه اخلي.
په ملي لوبډلې كې محمد نبي عيسى خېل ، نور علي ځدراڼ، عثمان غني، محمد مجتبى، شفيق الله شفق، سميع الله شينوارى، ناصر جمال احمدزى، حشمت الله شاهدي، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، اميرحمزه هوتک، ميرويس اشرف او رحمت شاه زرمتي اخيستل شوي، خو شرف الدين اشرف، افسر خان، جاوېد احمدي او نجيب تره کى په احتياطي لوبغاړو کې اخيستل شوي دي.
افغانستان د مى په لومړۍ نېټه له هانګ کانګ، په دويمه له اماراتو، په څلورمه له ماليزيا، په ۵مه، له عمان او د مى په ۷مه له نيپال سره لوبې ترسره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ