د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او پياوړى توپ وهونكى عامر سهيل د لنډ مهاله روزونکي په توګه له افغان ملي لوبډلې سره په دنده وګومارل شو. افغان كركټ بورډ وايي، عامر سهيل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د آسيا غوره ليګ سياليو لپاره د چمتووالي په هدف د توپوهنې په برخه کې د لنډ مهاله روزونکي په توګه په دنده ګومارل شوى دى.
د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او پياوړى توپ وهونكى عامر سهيل د لنډ مهاله روزونکي په توګه له افغان ملي لوبډلې سره په دنده وګومارل شو.
افغان كركټ بورډ وايي، عامر سهيل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د آسيا غوره ليګ سياليو لپاره د چمتووالي په هدف د توپوهنې په برخه کې د لنډ مهاله روزونکي په توګه په دنده ګومارل شوى دى.
د سرچينې په وينا، عامر سهيل به، چې چپ لاسى توپ وهونکى دى او په ۱۵۶ نړيوالو يو ورځنيو او ۴۷ پنځه ورځنيو سياليو کې په بريالۍ توګه لوبېدلى، د آسيا غوره ليګ سياليو لپاره د چمتووالي په هدف په هغه روزنيز کورس کې، چې په پاکستان کې په لاره اچول کېږي، له ملي لوبغاړو سره يو ځاى شي.
د كركټ بورډ په وينا، د عامر سهيل تر څنګ به نور روزونکي هم د افغان ملي لوبغاړو د روحي پياوړتيا لوړولو لپاره په دغه روزنيز کمپ کې له ملي لوبډلې سره په ګډه کار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ