په بنګله دېش کې د کرکټ د نړيوال شل اوريز جام سياليو پايلوبه کې تېره شپه سريلانکا د هند لوبډلې ته ماتې وركړه او اتلولي يې وګټله. دا لومړى ځل دى، چې سريلانکا د شل اوريزو لوبو اتلولي ګټي.
په بنګله دېش کې د کرکټ د نړيوال شل اوريز جام سياليو پايلوبه کې تېره شپه سريلانکا د هند لوبډلې ته ماتې وركړه او اتلولي يې وګټله.
دا لومړى ځل دى، چې سريلانکا د شل اوريزو لوبو اتلولي ګټي.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله او هند ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د هند لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې او سريلانكا ته يې ۱۳۱ منډې هدف وټاكه، خو د سريلانكا لوبډلې په ۱۷ اعشاريه ۵ اورونو كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او لوبه يې وګټله.
د سريلانکا په توپ وهونکو کې کمار سنګاکارا تر ټولو ډېرې ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.
د كركټ د شل اوريز نړيوال جام لوبې د مارچ په ۱۶مه په بنګله دېش کې پيل شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ