ټاکل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام سياليو په لومړۍ لوبه كې له بنګله دېش سره د لوبې ډګر ته ووځي. افغانستان د شل اوريز نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي لپاره دوې لوبې وكړې.
ټاکل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام سياليو په لومړۍ لوبه كې له بنګله دېش سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغانستان د شل اوريز نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي لپاره دوې لوبې وكړې.
په لومړۍ كې افغان لوبډلې هالنډ ته ماتې وركړه، خو دويمه لوبه يې پرون زمبابوى ته وبايلله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شل اوريز نړيوال جام سياليو كې خپله دويمه لوبه د مارچ په اتلسمه نېټه له هانګ کانګ او د مارچ په شلمه نېټه به خپله درېيمه لوبه له نيپال سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ