ټاكل شوې ده، چې نن د افغاستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه له سريلانكا سره، چې په دې سياليو كې يې هند او پاكستان ته ماتې وركړي، ترسره كړي.
ټاكل شوې ده، چې نن د افغاستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه له سريلانكا سره، چې په دې سياليو كې يې هند او پاكستان ته ماتې وركړي، ترسره كړي.
وړمه ورځ افغان لوبډلې په خپله دويمه لوبه كې كوربه هېواد بنګله دېش ته په ۳۲ منډو ماتې وركړه.
دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې د يوه بشپړغړيتوب لرونکي لومړۍ درجې هېواد په وړاندې د افغانستان لومړۍ بريا وه.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د دغې لوبې ګټل به پر راتلونكې او نورو لوبو ډېر ښه اغېز ولري.
د كركټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه كې له پاكستان څخه ماتې خوړلې وه.
د كركټ د اسيا جام سياليو كې د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا او بنګله دېش لوبډلې برخه لري او تراوسه د پاكستان لوبډله تر ټولو مخكې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ