د افغانستان د كركټ نولس كلنې لوبډلې د ۱۹ كلنو د نړيوال جام سياليو په لړ تېره ورځ د خپلې دويمې لوبې په ترڅ كې د اسټراليا لوبډلې ته ماتې وركړه. د پرونۍ لوبې پچه اسټراليا وګټله، خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د افغانستان د كركټ نولس كلنې لوبډلې د ۱۹ كلنو د نړيوال جام سياليو په لړ تېره ورځ د خپلې دويمې لوبې په ترڅ كې د اسټراليا لوبډلې ته ماتې وركړه.
د پرونۍ لوبې پچه اسټراليا وګټله، خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
افغان لوبډلې په ۴۹ اعشاريه دوه اورونو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې جوړې كړې او د اسټراليا لوبډلې ته يې ۲۵۴ منډې هدف وټاكه، خو د اسټراليا لوبډلې ياد هدف پوره نشو كړاى او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۴۸ اورونو كې ۲۱۷ منډې جوړې كړې.
افغانستان دا لوبه د ۳۶ منډو په توپير سره وګټله.
له دې مخكې د افغانستان د كركټ نولس كلنې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه بنګلدېش ته وبايلله.
افغانستان خپله درېيمه لوبه سبا له نميبيا سره ترسره كوي.
د ۱۹ كلنو د نړيوال جام سيالۍ، چې د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په دوبۍ كې پيل شوي، د ۱۶هېوادونو لوبډلې په كې برخه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ