افغان حکومت د كركټ ملي لوبډلې د وروستي برياليتوب د لمانځلو لپاره يو کمېسيون ټاکلى، چې کابل ته د دې لوبډلې راتګ په پراخو مراسمو سره ولمانځي.
پرون د کرکټ ملي لوبډلې په څلور ورځنۍ لوبه كې هم، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره شوه، د کينيا د کرکټ لوبډلې ته په اتو وېکټو
افغان حکومت د كركټ ملي لوبډلې د وروستي برياليتوب د لمانځلو لپاره يو کمېسيون ټاکلى، چې کابل ته د دې لوبډلې راتګ په پراخو مراسمو سره ولمانځي.
پرون د کرکټ ملي لوبډلې په څلور ورځنۍ لوبه كې هم، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره شوه، د کينيا د کرکټ لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
وړاندې تر دې افغانستان يوه شل اوريزه او دوه يو ورځنۍ لوبې هم له كينيا څخه ګټلې وې او د يو ورځنيو لوبو د ۲۰۱۵ کال نړيوالو سياليو ته يې لاره موندلې وه.
ټاكل شوې، چې د جمعې په ورځ افغان لوبډله له كينيا سره خپله وروستۍ شل اوريزه لوبه هم ترسره كړي او د شنبې په ورځ بېرته كابل ته راستنه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ