ads

پر بې ايمان فلم یو څو خبرې

په دې وروستيو كې د شاه فلمز او براق فلمز لخوا د پښتو ژبې  سناريو ليكونكي، ډايركټر او اداكار امير شاه تلاش (بې ايمان) فلم  نندارې ته وړاندې شو چې موږ هم لازمه بولو دې فلم ته يوه لنډه كتنه وكړو. په دې وروستيو كې د شاه فلمز او براق فلمز لخوا د پښتو ژبې  […]

نویسنده: The Killid Group
20 وږی 1392
پر بې ايمان فلم یو څو خبرې

په دې وروستيو كې د شاه فلمز او براق فلمز لخوا د پښتو ژبې  سناريو ليكونكي، ډايركټر او اداكار امير شاه تلاش (بې ايمان) فلم  نندارې ته وړاندې شو چې موږ هم لازمه بولو دې فلم ته يوه لنډه كتنه وكړو.

په دې وروستيو كې د شاه فلمز او براق فلمز لخوا د پښتو ژبې  سناريو ليكونكي، ډايركټر او اداكار امير شاه تلاش (بې ايمان) فلم  نندارې ته وړاندې شو چې موږ هم لازمه بولو دې فلم ته يوه لنډه كتنه وكړو.

دا فلم د ننګرهار د وروستۍ خرابې امنيتي وضعې د شپو ورځو توليد دى، د ننګرهار وير ځپلي خلك دا مهال د بم او ځانمرګي له ويرې ښار ته په سودا پسې نه شي راوتلى، خو امير شاه تلاش زړه كړى او په يوه ګڼ اړخيزه موضوع يې يو اكشن، كوميډي او اصلاح راوستونكى فلم جوړ كړى دى.

بې ايمان فلم د لګښت له پلوه هم په ۱۱۰۰ زره  افغانيو تمام شوى، ننګرهاري فلمي كمپنۍ اكثره خپل فلم ته د بازار موندلو په خاطر پاكستانيو سترو (جانګيري، سواتي او نورو) سره توليدات كوي او دلته په خلكو كې خپل ارزښت په زوره بايلي، خو امير شاه تلاش په دې برخه كې تر ډېره خپل حيثيت ساتلى دى، د فلم يوازې څو ښځينه لوبغاړې يې د پېښور دي او پاتې ټول ممثلين افغانان دي.

د فلم كيسه

دا فلم څلور مهم موضوعات رانغاړي، لومړى د ولسي او ولايتي جرګو د وكيلانو بې لاري، فساد، اختلاس، بدمعاشي او ځان غوښتنه ده چې ترخو حالاتو ته لمن وهي او وروسته بيا له زوال سره مخ كېږي.

دوهم د ښار د بدمعاشانو ډلې چې اكثره په غصب او وژنو كې لاس لري او په فساد ككړ وكيلان یې تر شا درېږي، تر دې چې د هغوى د كمپاينونو ملاتړ د خپلو ګټو د سنجش پر اساس كوي.

درېیم يې د پوليسو او ځوانانو تر منځ د ملي روحيې او ملي شعور د پياوړتيا او د لا  پرمختګ د لارو چارو روښانه كول.

څلورمه موضوع يې حتى په لويو او سياسي كورنيو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، د هغوى د ځورولو، شكنجه كولو او د وژلو په داستان راڅرخي.

د بې ايمان فلم كمال دا دى چې امير شاه تلاش سره له دې چې ډايركټري هم ورپه غاړه وه، خو په خپله اداكارۍ او مركزي كركټر كې يې دا هر څه يو له بل سره تړلي راوستي دي، تلاش هڅه كړې فلم په ډېر كم لګښت او امكاناتو حتى د باليووډ له نورمونو سره برابر جوړ كړي، دغه راز يې د ممثلينو او ښځينه اداكارانو په لهجه هم پوخ كار كړى، څو فلم حتى الوس په معياري پښتو برابر راشي.

د فلم تخنيكي برخه

دا فلم په ډېرو ښايسته ايچ ډي كمرو شوټ شوى دى، په تخنيك كې يې يو شمېر ستونزې شته  چې ډېرې باورېدونكې نه دي او نه سړى پرې حقيقت ته د نږدې صحنو مهر لګولى شي، خو بيا هم دا ستونزې دومره نه دي، تلاش ته كار په كار دي چې د فلم د صحنو له تړاو نه تر عكاسۍ او پيغام پورې ټولې خواوې يو ځل خپله نقد او بيا يې په اړه له پوهو كسانو سره بحث وكړي.

د فلم لوبغاړي

په دغه فلم كې د امير شاه تلاش تر څنګ، نوموتى ممثل او اداكار حيدر جلال هم مهم رول لري، د فلم په نجونو اداكارانو كې كرن، خوشبو خان او فرح خان د افغاني ښځينه اداكارانو د نشتوالي له كبله پيښورۍ دي.

همدارنګه په دغه فلم كې نوراغا احمدي او محمد شاه مجروح، فهيم سالمزى، ذيشان تلاش، رحيم ګل افغاني، علي ګل شيدا، ګل پاچا حيدري، فاروق پاچا، ضمير خان، خالق نور نوري، بهير خان، احمد ضيا عابر او نورو تر خپلې وسې ښايسته رولونه لوبولي دي او دا فلم د افغانانو لپاره يو وار خامخا په ليدلو ارزي، ځكه د همدوى له بركته ((بې ايمان)) فلم سږكال د خورشيد ټلويزيون كلنۍ جايزې ته كانديد دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA