ads

د خبر او نظر نړۍ

دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د ژورناليزم په اړه لیکل شوی او لیکوال يې تر ډېره بریده په کې خپلې او د نورې نړۍ د زبردستو خبریالانو تجربې راسره شریکوي. دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د ژورناليزم په اړه لیکل شوی او لیکوال يې تر ډېره بریده په کې خپلې او د نورې […]

نویسنده: The Killid Group
8 غبرګولی 1391
د خبر او نظر نړۍ

دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د ژورناليزم په اړه لیکل شوی او لیکوال يې تر ډېره بریده په کې خپلې او د نورې نړۍ د زبردستو خبریالانو تجربې راسره شریکوي.

دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د ژورناليزم په اړه لیکل شوی او لیکوال يې تر ډېره بریده په کې خپلې او د نورې نړۍ د زبردستو خبریالانو تجربې راسره شریکوي.

دغه کتاب د خبر او نظر نړۍ نومیږي او لیکوال يې ارواښاد استاد عبدالجلیل وجدي دی چې د خپل عمر ډېره برخه يې د هيواد د ژورناليزم په خدمت کې تېره کړې ده.

د ارواښاد وجدي ځانګړي ا ثار په لاندې ډول دي .

۱- ړنګې كنډوالې.

۲-  د روښانيانو روښانه ملي لار .

۳-  د افغانانو ملي كركټر.

۴-  ملي لار.

۵-  د افغانستا ن د عنعنوي جرګو نن او پرون.

۶-  د افغانستان د لويې لوبې سټيج چې دغه كتاب يې د ښاغلي سميع الله تازه له خوا دري ته ژباړل شوى هم دى .

۷-  د زړونواو دماغونو ماينونه .

۸-  د كوچنيانو لپاره لنډې كيسې .

۹- د لنډو كيسو مجموعه چې  ناچاپ ده .

۱۰- د خبر او نظر نړۍ او نور…

د خبر او نظر نړۍ هغه کتاب دی چې په ۱۳۸۷ لمریز کال د زرو ټوکو په شمېر په ۲۲۲ مخونو کې د بیهقي کتاب خپرولو موسسې له خوا د هېواد د پوهنيزو څېړنو او پرمختیا د مرکز په مالي او حقوقي ملاتړ چاپ شوی دی.

د خبر او نظر نړۍ په نهه څپرکو کې لیکل شوی او په پیل کې د ښاغلي نقیب الله وجدي او شهرت ننګیال يادونې راغلې او په څلورو مخونو کې د استاد وجدي پېژندګلوي شوې ده.

شهرت ننګیال په خپله یادونه کې لیکلي چې د خبر او نظر نړۍ د ژورناليزم درسونه دي، هره برخه يې جلا لوست دی چې له یو بل سره تړلي دي. د ننګیال په وينا، د دغه اثر د پوهاوي اغېز داسې دی چې لوستونکي ځان په ټولګي کې د ښوونکي په وړاندې احساسوي او ده هم د لوست پر مهال ځان همداسې ګڼلی دی.

د ننګیال له خبرو داسې ښکاري چې دغه بحثونه د ګوربت په مجله کې هم راغلي او لوستونکو ورته تاثر څرګند کړی دی.

لکه څنګه چې ننګيال هم ورته نغوته کړې، د کتاب له لوستلو داسې ښکاري چې دا يوازې تيوریک او نظري درسونه نه دي بلکې استاد وجدي د خپل ژورنالستیک ژوند تجربې او د سړې جګړې په اوږدو کې د لويديځ او ختيځ، د کابل د رژيم( له ۱۳۵۷ نه تر ۱۳۷۰ پورې) او مقاومت مطبوعاتو لوری، شخړې، سیالۍ او هم د پاکستان او لوېدیځو هېوادونو مطبوعاتي او ژورنالستیک پرمختګونه هم راسپړلي. ننګیال لیکي: ((پرون يې له نن سره نښلولی او بیا يې بېرته د نن د پرمختګونو رڼا ته ځلولی.))

د دې کتاب په سر کې استاد وجدي د خپلې لنډې سریزې په ترڅ کې د خبر او نظر نړۍ د لیکلو په اړه او انګېزې خبرې کړې دي او يو ځای یې ويلي دي دا چې زموږ خپله مېډيا د نورو په لاس او يا د نورو تر اغېز لاندې چلېدلې ده، نو هومره يې د افکارو د روښانولو په ځای د ماغزو مينځلو دنده پرمخ بېولې ده: (( نو اوس موږ دې ته سخته اړتیا لرو چې له خپلې مېډیا څخه د جنګونو دوړې او ګردونه او پر هغې نور تپل شوي شیان پاک کړو او دا هنداره دومره صافه او شفافه کړو چې هر څوک او هر شی موږ ته په خپله اصلي بڼه او څېره کې راښکاره کړي.))

لیکوال په لومړی څپرکي کې د مېډيا د تاریخ او په افغانستان کې د مطبوعاتو پرون ته کتنه کړې. استاد ليکي چې په افغانستان کې مطبوعات د ۱۹ پېړۍ په زړه کې چې له انګریزانو سره د افغانانو تقریبا سل کلنه مبارزه د بشپړتابه يوې مهمې مرحلې ته داخلېده، رامنځته شوې دي. تر دې وروسته يې تر ننه پورې په افغانستان کې پر چاپي، راډيويي او تلويزیوني خپرونو بحث کړی، لوري، محتوا او د رامنځته کېدو پر عواملو او نېټو یې خبرې کړې دي.

دویم څپرکی پر دې بحث کوي چې پر افغانستان د روسانو له يرغل وروسته افغانان اتلان وو او که خبر جوړوونکي. استاد لیکي چې په هغه وخت کې افغان مجاهدين د نورې نړۍ لپاره خبر جوړوونکي اوو او هغه هم داسې چې ګټه يې هم د نورو وه.

په دې بحث کې لیکوال پر دې بحث کړی چې د نړۍ پنځو مهمو اژانسونو د افغانستان د جګړې پېښې منعکسولې او د مجاهدینو په منځ کې يې خپل ژورنالستان لرل. په دې لړ کې د نيوریاک ټایمز یادونه هم کوي او وايي چې دې امریکايي خپرونې په افغانستان کې يو ۶۲ کلن ژورنالست درلود چې خپلې رسنۍ ته تازه تازه خبرونه مخابره کول او د افغانستان په اړه ډېر په زړه پورې او ډراماتيک حالات رانغاړلي چې اوس لیکوالو ته د ښو فلمي سناریو او ناولونو د لیکلو موضوعات په لاس ورکوي. لیکوال لیکي چې نورو تکړه ژورنالستانو د بېلابېلو هېوادونو د پوځي مشاروینو او د جاسوسي موسسو کارکوونکو په څېر غوښتل چې د مجاهدینو په صفونو کې خپل ملګري پیدا کړي او له همدې کبله د جهاد ځينو وتلو قومندانانو ته د سپکو او درنو وسلو تر څنګ د تلويزيون حساسې کامرې هم له یو شمېر کیسټونو سره ورکول کېدلې.

استاد د همدې بحث په يوه برخه کې دا هم لیکي چې په پکتيا کې يو تنظیم د خپلو فعالیتونو د ځلولو لپاره بې وخته او بې ضرورته يوه ناڅاپي جګړه پیل کړه: (( په دې جګړه کې هغه اکټونه يا اکشنونه ډېر وو چې فلم اخستونکي زیات خوشاله کولای شي. البته دې ناڅاپي جګړې په ګردیز کې د پوځیانو يوې چوڼۍ ته سخت زیانونه ورسول خو څرنګه چې مجاهدینو تعرضي حالت درلود  نو د دوی تلفات د دښمن د پوځيانو په نسبت زښته زیات و.))

په پنځم څپرکي کې لیکوال بېرته يو څه شاته ځي او د هوا جنګيالۍ څپې تر سرلیک لاندې لیکي چې هغه وخت د انیس او اصلاح ورځپاڼو تر منځ سخته سیالي روانه وه، خو دواړو نه شو کولای چې تازه خبرونه او نور ابتکاري موضوعات خپاره کړي. دا هغه وخت و چې د استاد په وينا ده د اصلاح ورځپانې د مسلکي راپورټر په توګه دنده اخستې وه. استاد لیکي چې دواړو ورځپاڼو به د امریکا او روس د سفارتونو بولتنونو د راوړونکو لارې څارلې. دې داوړو ورځپاڼو د امریکا او روس د مشرانو ویناوې خپرولې چې دې دواړو مشرانو يو بل ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکول او د دې شیانو خپرول بې درد سره وو او سانسوروونکي هم په دې نظر وو چې پردی غم نيم اختر دی: (( داوړو ورځپاڼو هڅه کوله چې د هغه وخت د نامتو سیاستوالو د ویناوو لومړي پاراګرافونه چاپ ته د چمتو اخبارونو په لومړيو مخونو کې راولي.))

لیکوال لیکي چې که څه هم د سړې جګړې دغه ناندرۍ دومره نه وې چې توپاني بادونه ورڅخه جوړ شي، خو نړیوالو دا وېره درلوده چې دا به د لويې نړيوالې جګړې سبب وګرځي: (( د همدغې وېرې تر احساس لاندې د هغه وخت يو تکړه رسام(مصور) د درېيمې نړيوالې جګړې يو تصویر جوړ کړی و.))

لیکوال لیکي چې دې تصویر وېرولی و او فکر يې کاوه که دا جګړه ونښلي هر شی به د اور په لمبو کې لولپه شي: (( افغانستان ته له هرې خوا راغلو انقلابونو زموږ په هېواد کې د هغه رسام تصور په حقیقت بدل کړ. دې انقلابونو زموږ هېواد ته داسې ډول ډول جګړې راوستلې چې موږ يې تر دې د مخه تصور نه شو کولای….))

په شپږم څپرکي کې لیکوال د مفاهمې او ابلاغ بحث راخستی او هغه یې يو ډېر پیاوړی انقلابي ځواک ګڼلی دی. په اووم څپرکي کې هم د مفاهمې بحث غځول شوی او د هغه پر اهميت خبرې شوې دي.

په اتم څپرکې کې د مفاهمې پر يوې تر ټولو مهمې وسیلې يعنې مرکه بحث شوی دی. لیکوال لیکي چې له مفاهمي سره د مرکې رابطه د جسم او روح ترمنځ رابطې ته ډېره نږدې ده: (( همدا سبب دی چې مرکه په هر دم او قدم کې له مفاهمې سره ملګرتیا کوي.))

لیکوال وړاندې درې ډوله مفاهمې راپېژني، چې يوه يې له ځان سره مفاهمه، بله يې مخامخ مفاهمه او درېيمه يې هم ډله ييزه مفاهمه ده. دی ليکي چې مرکه هم له مفاهمې سره په يوه شریکه لار د تګ له کبله دا درې واړه بڼې غوره کولای شي.

له ځان سره مفاهمه استاد د نورو مفاهمو لپاره مهمه ګڼي او هغه د خبریال لپاره ضروري ګڼي. وجدي صاحب ليکي، د دې لپاره چې له نامتو کسانو سره زموږ مرکې بې ځايه اوږدې نه شي او يا د مقابل لوري لېوالتیا ته زیان ونه رسوي، په کار ده چې خبریال د هغه په اړه پراخه مطالعه وکړي او هغه وپېژني، پرته له دې خپله مرکه به په دې پوښتنې پیل کوي چې که لومړی د خپل ځان په اړه يو څه وواياست چې دا بیا کېدای شي نامتو سړی د ځان سپکاوی وبولي او نورې مرکې ته هم چندانې لېوالتيا ونه ښيي. استاد دا له ځانه سره مرکه د هرې مرکې لپاره مهمه ګڼي او کامیابه هڅه يې په ګوته کوي.

استاد وايي چې د هر شخصيت په اړه باید مطالعه وشي، وپېژندل شي او بیا مرکه له داسې ځايه ورسره پیل شي چې مقابل لوری مرکې ته وهڅول شي. په بحث کې استاد خپلې تجربې راسره شريکې کړې دي چې کومې مرکې يې کاميابې او کومې يې نيمګړې وې او ولې؟

د دې بحث په پای کې وجدي صاحب د خپل دغه بحث کوټلې پایله داسې راسره شریکوي: (( تکړه ژورنالستان د مهمو او په زړه پورې حقایقو د ترلاسه کولو په مقصد د مهمو پوښتنو د تخلیق لپاره له خپلو ځانونو سره ژورې مفاهمې او مصاحبې ته ډېر زیات ضرورت لري.))

د دې کتاب نهم څپرکی د ادب او ژورناليزم ترمنځ د تړاو خبره راخلي. استاد په دې څپرکي کې پر دې بحث کوي چې د ادبیاتو او ژورناليزم لارې سره بېلې نه دي بلکې ژورنالستیکي لیکنې د تنوع  په کوڅو او دهلېزونو کې له سمبولیکو ادبیاتو څخه لاره بېلوي خو د ادب له چوکاټه نه وځي.

وجدي صاحب د دې بحث په دوام کې فیچري لیکنې، چې يو ژورنالستيکي صنف دی، د ادبیاتو يو تکاملي پړاو په ګوته کوي. د لیکوال په وینا، فیچر هغه یوازنۍ لیکنه ده چې د رسنیو په کچه له راډيو ټلويزیون سره یې د چاپي رسنیو سیالي برابره ساتلې ده.

تر دې وروسته لیکوال د ادب له ژبې سره د مطبوعاتو د ژبې د رابطې په اړه خبرې کړې دي، وجدي صاحب لیکي: کومه بلیغه، فصیحه، صریحه، له ابهاماتو خلاصه، موجزه، ساده او اسانه ژبه چې ادبي فنون يې پیشنهادوي هماغه ژبه د مطبوعاتو ژبه هم ده. البته کله کله قالبونه او ظروف د دواړو ژبو ترمنځ بېلتون راولي او د شعر ژبه د خبر له ژبې څخه جلا کوي.

د وجدي صاحب په خبره د اختناق په شرایطو کې بیا د مطبوعاتو ژبه خپلې دندې د ادب او هنر ژبې ته سپاري. په دې برخه کې لیکوال ځينې خپل او د نورو تجربې او مثالونه راخلي او په پای کې لیکي چې حقایق او واقعيتونه د ډېرو عالي ادبیاتو روح دی، که مهمو، په زړه پورې، نویو، تازه او نادرو حقایقو ته په دقت او ځير وکتل شي د هغو د بیانولو، توضیح کولو او تمثیلولو لپاره ښکلي الفاظ او کلمات راپیدا کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA