ads

ملي اتل غازي محمد اكبر خان

ملي اتل غازي محمد اکبر خان؛ د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد يو تاریخي اثر دی، چې په ۱۳۸۵ لمریز کال د علامه رشاد اکاډيمۍ له خوا د زرو ټوکو په شمېر په کندهار کې چاپ شوی دی. ملي اتل غازي محمد اکبر خان؛ د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد يو تاریخي اثر دی، چې […]

نویسنده: The Killid Group
19 وری 1391
ملي اتل غازي محمد اكبر خان

ملي اتل غازي محمد اکبر خان؛ د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد يو تاریخي اثر دی، چې په ۱۳۸۵ لمریز کال د علامه رشاد اکاډيمۍ له خوا د زرو ټوکو په شمېر په کندهار کې چاپ شوی دی.

ملي اتل غازي محمد اکبر خان؛ د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد يو تاریخي اثر دی، چې په ۱۳۸۵ لمریز کال د علامه رشاد اکاډيمۍ له خوا د زرو ټوکو په شمېر په کندهار کې چاپ شوی دی.

په همدې کتاب کې د يادې اکاډيمۍ د خپرونو لړ شپږ ښودل شوی او معنی يې دا ده، چې تر دې دمه يې د علامه رشاد شپږ کتابونه چاپ کړي دي.

دغه اثر له يادښت، فهرست او په انګريزي ژبه د کتاب له پېژندنې پرته ۸۹ مخه دی. علامه صاحب د دغه اثر په کښلو کې له ۴۵ ماخذونو استفاده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د دې اثر فهرست، د سړیو نومونه، د ځایو نومونه، کتابښود، د ماخذونو فهرست او د کتاب لنډه پېژندنه د علامه رشاد اکاډيمۍ له خوا ترتیب شوي دي.

د دې کتاب په پیل کې د علامه رشاد اکاډيمۍ يو يادښت راغلی او په کې لیکل شوي چې(( د دې اثر چاپ سربېره پر ټولو ښېګڼو ولس ته دا هم ورښيي چې څوک د هېواد ملي اتل کېدلای شي.))

علامه استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد په سيمه او نړۍ كې د يو ډېر دقيق او باريكبين ليكوال، فرهنګي او د يو ملي او ټولنيز شخصيت په توګه خپله بشپړه پېژند ګلوي درلوده.

علامه رشاد ۷۰ كاله د افغاني فرهنګ د ښېرازۍ او چوپړ په خاطر شپه او ورځ پر ځان يوه كړې وه، كله به په تحقيق بوخت و، كله په تخليق، خو ډېرځله يې له مطالعې سره  مينه ښودله. تر ليكلو، لوستلو ته ډېر لېوال و  او پر ژورې او كره ليكنې سربېره يې دقيقه مطالعه هم كوله.

علامه رشاد پر ډېرو موضوعاتو ليكنې كړې او خورا ارزښتمن اثار يې كښلي دي.

استاد په ليکوالۍ کې څېړنيز  نثر غوره ګاڼه او ډېره هڅه يې كړې، چې د دغه ډول نثر ټول ارونه په پام كې ونيسي. په څېړنيز نثر كې استاد  خپل ځانګړى ميتود او لاره لري. په دې برخه كې ډېر دقت، احتياط، وضاحت او ډېره توضيح خو يې د نثر عمده ځانګړنې دي.

ساده ګي، رواني او څرګند وضاحت د استاد د هرې نثري بېلګې څرګنده نښه ده او له همدې کبله د ګڼو ليكوالو د نثري بېلګو په  كتار  كې د هغه ليكنه له ورايه پېژندل كېږي.

علامه استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل فرهنګي ژوند په بهير كې ډېر ارزښتمن اثار په څېړنيزو او تخليقي برخو كې كښلي، چې زياتره پر تاريخ، ټبر پوهنې، ادب پوهنې او وييې( لغت) پوهنې متمركز دي.

علامه صاحب د خپل فرهنګي ژوند په اوږدو کې تر یو نیم سل زیات اثار لري، چې د ۸۰ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ شوي دي.

استاد په ۱۳۸۳ لمریز کال د لیندۍ په يوولسمه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي.

علامه صاحب اثر په دوو برخو ويشلی دی؛ په لومړۍ برخه کې يې د ملي اتل غازي محمد اکبر خان ژوند، مېړانه او کارنامې بیان کړي او په دويمه برخه کې يې د دغه ملي اتل په اړه د بېلابېلو شاعرانو نظمونه راخستي دي، چې په ترڅ کې يې د غازي محمد اکبر خان د وخت ګڼ تاریخي مسایل رانغښتل شوي دي.

په پیل کې استاد د ملي اتل غازي اکبر خان کورنۍ راپېژني او پېژندنه د هغه د پلار امير دوست محمد خان څخه پيلوي، چې په ۱۲۵۶ هجري قمري د کابل په عیدګاه کې خپله اميري اعلان کړه او خلکو بیعت ورسره وکړ. د استاد په وینا، امیر دوست محمد خان د ۱۲۷۹ هجري قمري د ذي الحجې په ۲۱ په هرات کې په حق رسيدلی او هوري د خواجه عبدالله انصار په هدیره کې ښخ شوی دی. استاد لیکي چې امیر دوې ښځې درلودې چې يوه يې د عزیزخان جبارخېل خور وه او بله يې چې خديجه نومېدله او په خجو مشهوره وه، د غازي محمد اکبرخان مور وه.

استاد وايي، امیر درې زامن درلودل، چې مشر يې محمد افضل خان نومېده، دويم زوی يې محمد اکبر خان او درېيم يې حیدرخان و. استاد  د سراج التواریخ په قول د اکبر خان د زوکړې تاریخ ۱۲۳۲ هجري قمري لیکلی دی خو د حافظ نورمحمد کهګدای د لیکنې په اساس، چې د شهادت په وخت کې د ملي اتل عمر ۳۶ کاله ښودلی دی او وايي که دا چاپي تېروتنه نه وي، نو ښايي چې دی په ۱۲۲۷ کې زېږيدلی وي.

تر دې وروسته استاد د غازي اکبرخان غزاوې راخلي او لیکي چې د لومړي ځل لپاره په ۱۲۵۰ هجري قمري په کندهار کې د شاه شجاع د لښکرو په وړاندې ودرېد او د شاه شجاع لښکر يې مات کړ. استاد د سراج التواریخ په نقل لیکي چې په ۱۲۵۲ قمري کې چې سردار دوست محمد خان د کابل حکمران و، د سکهانو لښکر د هري سنګ په مشرۍ په پېښور برید وکړ او د پېښور تر نيولو وروسته يې امیر دوست محمد خان ته ولیکل چې کابل ورته پرېږدي او که نه په پېښور کې به د خپل ورور سردار سلطان محمد خان په برخلیک اخته شي. سردار سلطان محمد خان چې د دفاع وسه يې نه درلوده پېښور پرېښود او باجوړ ته لاړ. دوست محمد خان سمدستي لاس په کار شو او د کابل په عیدګاه کې يې د ملایانو او خانانو مجلس جوړ کړ او د جهاد اعلان يې وکړ. خلکو ورسره بیعت وکړ او د ده په نوم خطبه وويل شوه او د امیرۍ تر اعلان وروسته يې د غازیانو یو لښکر جوړ کړ او له سکهانو سره د غزا لپاره يې پېښور ته ولېږه، چې مشران يې د امیر ورور نواب عبدالجبارخان، د امیر مشر زوی محمد افضل خان او کشر زوی يې محمد اکبرخان و. دې واقعې ته د جمرود غزا ویل کېږي، په دې غزا کې اکبرخان پر هري سنګ بری وموند.

تر دې غزا وروسته استاد د کابل غزا بیان کوي او لیکي چې په ۱۸۴۱ کې په کابل کې له پرنګيانو سره د غزا لپاره يوه شورا جوړه شوه، چې ۱۲ غړي يې درلودل، مشران يې غازي عبدالله خان اڅکزی او نایب امین الله خان لوګری و: په دغه ډله کې د بي بي مهرو د غونډۍ جنګ له لویو او مهمو جنکونو څخه دی، په دغه جنګ کې غازي عبدالله خان اڅکزی د ۱۲۵۷ قمري د روژې په اووه لسمه د نوامبر پر درېيمه د یوه ملي خاين له خوا چې عبدالعزیز نوميده، د شا له خوا وویشتل شو او د نوامبر پر ۲۹ يې له دغه ټپ څخه شهادت په نصیب شو.

د استاد په وينا، د نوامبر په پنځه ویشتمه غازي اکبر خان له غازیانو سره مل شو.

استاد لیکي چې انګریز ځواکونه وارخطايۍ ته رسېدلي وو او انګریز قومندان مکناټن د چل ول هڅه وکړه، خو غازي اکبر خان له تدبر نه کار واخست او د مکناټن چل ول کار ورنه کړ. په پای کې د ۱۸۴۱ کال د دسمبر په ۲۳ مکناټن او کپتان تریور ووژل شول. استاد لیکي: مکناټن او کپتان تریور له غازیانو سره له تللو څخه ډډه وکړله او د غازي اکبر خان او سلطان احمد خان له خوا ووژل شول. مکناټن د وزیر اکبر خان له خوا په هغه توپنچه ووژل شو چې مکناټن ورکړې وه. کپتان میکنزي د محمدشاه خان په پناه کې له مرګه خلاص شو او کپتان لارنس ته لار خوشي شوله چې پاتې انګریز افسران له پېښې څخه خبر کړي.

تر دې وروسته استاد د غازي اکبر خان پر القابو غږېږي، لکه غازي اکبر خان ته د ولیعهدي، وزیرۍ او اشرف وزراو د لقبونو ورکړه.

خو تر دې بحث وروسته استاد د غازي اکبر خان د ژوند تراژيدي بیانوي چې په لوستلو سره د هر انسان اندام اندام په رېږېدو راځي. دا د غازي اکبرخان د وژلو د توطئې بیان دی. استاد دلته دا لیکلي چې په څه ډول دغه مېړني غازي ته زهر ورکول کېږي. استاد لیکي: د نوای معارک په ۱۲۵ مخ کې عطامحمد شکارپوري ليکلي دي: (( عالیجاه سردارمحمد اکبر خان خلف الصدق امیر بی نظیر که در شجاعت و جوانمردی یگانه روزگار می باشد بموجب حکم امیر دوست محمد خان والد خود که در مقابله شهزاده محمد تیمور و بخشی دید صاحب بهادر و فوج خالصه سنگ جانب دره خیبر مامور بود، در ان سردار ممدوح در انجا مقدور کسی نبود که در میدان جنگ در مقابله ان شیرغران در اید، همه لشکریان مثل روباه در شواعب جبال روی پوش افتان و خیزان اوقات می گذرانیدند، در آن زمان بعضی مردم نمک بحرام بحطام دنیا سردارمحمد اکبر خان را زهر قاتل داده بودند که رمقی در جانش باقی مانده بود که صورت مرده گان بر چهار پایی انداخته همان شب در نزد امیر بی نظیر اوردند…

وړاندې استاد د قاضي عطاالله خان د پښتنو تاریخ د درېيم ټوک د نهم مخ یوه برخه راخلي چې په کې راغلي دي: (( …محمد اکبرخان څه معمولي شان ناجوړه شو او یو هندو حکیم د هغه د علاج لپاره اتفاقا راغلو، دې حکيم سره په دبلي کې ډېرې ګولۍ وې، چې په هغه کې دوې ګولۍ د زهرو وې، د هغه دبلي نه دوې بې ضرره ګولۍ دې حکیم د اکبر خان په مخ کې د هغه د اعتبار راوستلو لپاره وخوړلې او د زهرو ګولۍ يې اکبرخان ته ورکړې، اکبر خان چې دا ګولۍ وخوړلې، نو په دريوو ګېنټو کې يې دننه دننه ساه ورکړه.))

استاد لیکي چې دغه لوی مجاهد او ملي قهرمان د ۱۲۶۳ هجري قمري کال د صفرې پر پوويشتمه د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې ومړ: غم اکبر يې د مرګ تاریخي ماده ده چې ۱۲۶۳ ځنې راوزي، د اکبر نامې د مقدمې په ب مخ کې هم د ملي قهرمان د مرګ کال ۱۲۶۳ لیکلی دی.))

استاد د نورمحمد کهګدای په نقل لیکي چې د حضرت علي کرم الله وجهه (۳۵-۴۰ ه ق) د زیارت په احاطه کې د مجاهد اعظم وزیر اکبرخان قبر دی، دی په ۱۲۶۳ ه ق کې په زهرو شهید کړای شو. د زنکندن په وخت کې يې وصیت وکړ: ما د اسدالله الغالب علي ابن ابی طالب رضی الله عنه په زیات کې ښخ کړئ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA