ads

درانى احمد شاه

دراني احمد شاه، د هندي مورخ ډاکټر ګندا سنګ یو څېړنيز تاريخي اثر دی چې د پنځلسو کلونو په اوږدو کې يې(۱۹۳۳-۱۹۴۶) ليکلی او په ۱۹۵۸ میلادي کال په انګليسي ژبه چاپ شوی دی. د دې ارزښتناک اثر پښتو کوونکی د سرمحقق مرستیال نصرالله سوبمن دی. دغه ژباړه د خپل تاریخي ارزښت له دراني احمد […]

نویسنده: The Killid Group
11 مرغومی 1390
درانى احمد شاه

دراني احمد شاه، د هندي مورخ ډاکټر ګندا سنګ یو څېړنيز تاريخي اثر دی چې د پنځلسو کلونو په اوږدو کې يې(۱۹۳۳-۱۹۴۶) ليکلی او په ۱۹۵۸ میلادي کال په انګليسي ژبه چاپ شوی دی. د دې ارزښتناک اثر پښتو کوونکی د سرمحقق مرستیال نصرالله سوبمن دی. دغه ژباړه د خپل تاریخي ارزښت له

دراني احمد شاه، د هندي مورخ ډاکټر ګندا سنګ یو څېړنيز تاريخي اثر دی چې د پنځلسو کلونو په اوږدو کې يې(۱۹۳۳-۱۹۴۶) ليکلی او په ۱۹۵۸ میلادي کال په انګليسي ژبه چاپ شوی دی. د دې ارزښتناک اثر پښتو کوونکی د سرمحقق مرستیال نصرالله سوبمن دی. دغه ژباړه د خپل تاریخي ارزښت له مخې دوه ځلې چاپ شوې ده. لومړی ځل په ۱۳۶۶ لمریز کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له خوا په کابل کې او دویم ځل په ۱۳۸۸ لمریز کال د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر په ۵۸۸ مخونو کې په ښکلي کچه چاپ شوې ده.

پر دې اثر ښاغلو ارواښاد سرمحقق دوست محمد دوست شينواري، پوهاند مير حسین شاه، سرمحقق محمد حسن فرملي، علي محمد منګل، فیض محمد فیض او نصرالله سوبمن سریزې او یادښتونه لیکلي دي او د هغه په ترڅ کې يې د دغه کتاب ارزښت بیان کړي دی. همدارنګه د کتاب په پیل کې د ډاکتر ګندا سنګ سریزه هم د پوره پاملرنې وړ ده او د هغه له لوستلو دا راڅرګندېږي چې هغه د دغه کتاب په لیکلو کې څومره زحمت ایستلی دی.

ډاکتر ګندا سنګ د هند يو له سترو مورخينو او محققینو څخه دی. سنګ په ۱۹۳۳ میلادي کال د اتلسمې پېړۍ په اړه د خپلو تحقیقاتو په بهیر کې د احمدشاه بابا ستروالي ته ځير شو او د بابا کارنامو او پوځي نبوغ او شخصیت پرې دومره اغېز وکړ چې په هماغه کال کې يې په دې باب څېړنو ته مخه وکړه، د وقایعو او تاریخ د څېړلو لپاره يې د هند ټولې کتابخانې وپلټلې او د خپل اثر د بشپړولو په خاطر يې افغانستان او لندن ته سفرونه هم وکړل.

ګندا سنګ د کتاب په پیل کې يوې عجیبې مسئلې ته اشاره کوي او لیکي: (( یوه سک ته به دا ښايي عجیبه غوندې وبرېښي چې د یوه افغان اتل په باب په دومره زیاته خوشبينۍ څه وليکي.))

ګندا سنګ ته دا مسئله ځکه عجیبه ښکاري چې د هغه په نظر: د تاریخ یو متوسط شاګرد سکان او افغانان يوازې د دښمنانو په حيث پېژني چې په ډګر کې سره مخامخ کېږي او يو د بل پر خلاف د بېرحمه دښمنۍ په منظور تورې راباسي، خو د هغو کسانو په نظر چې دوی دواړه يې په ښه توګه پېژندلي وي، دوی داسې برېښي چې د خویونو زیاتې بڼې يې سره ورته دي.

دی وړاندې د احمد شاه بابا د شخصیت په ستروالي غږیږي چې څنګه يې د مطالعې په جریان کې پر ده اغېز وکړ او دی يې وهڅاوه چې دا تاریخي کتاب وليکي، هغه لیکي: پنځه ویشت کاله پخوا چې د شمالي هند د اتلسمې پېړۍ د تاریخ په پلټنه او څېړنه لګیا وم، احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسیا د یوې سترې تاريخي څېرې په توګه په ما اغېزه وکړه. زه د ده خلاف د تعصب له مخې رالوی شوی او روزل شوی وم او ما ته يوازې دا رازده شوي وو چې دی يو داړه مار لوټمار مشر دی چې د ولجې لپاره په هند راښکته شو او ټنونو هندي سره زر او زرهاوو هندي مریان يې افغانستان ته له ځانه سره يوړل، خو هر څومره چې مې د ده په باب زیاته مطالعه وکړه هغومره د ده د سترتوب خصوصیاتو په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته يې په خپله نفود وموند.

ګندا سنګ دغه کتاب د افغانستان د معاصر تاریخ په څېړلو کې يو عاجزانه پیل ګڼي، هغه لیکي: د احمدشاه دغه سرګذشت په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان د ساده، زړور او بې ریا خلکو د یوه لوړ او شوکت لرونکي استازي له جوش څخه ډک ژوندانه د تګلارې يو سپين او صادقانه بیان ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې ما هڅه کړې چې د دغه ستر شخصیت ښه نوم د غندنې له پېټي څخه چې ډېره موده ترې لاندې شوی و، وژغورم، داسې نوم چې د هندیانو او ایرانیانو د مذهبي او نژادي تعصباتو د اور تر سمندر لاندې پټ شوی و.

لیکوال په خپل کتاب کې د احمدشاه بابا یو انځور او د ګاونډیو هېوادونو نقشې هم ځای کړې دي. د نقشو له راوړلو د لیکوال هدف دا دی چې په هغه وخت کې د افغان امپراتورۍ وسعت وښيي.

په کوټلي ډول لیکوال بې له کوم مذهبي او نژادي تعصب د احمدشاه بابا ټولنیز او اداري ژوند بیان کړی.

دغه کتاب په ۲۶ فصلونو کې لیکل شوی او ضميمې هم ورسره ملې دي.

د کتاب لومړی فصل د ابدالیانو منځ ته راتلل بیانوي. لیکوال په دې نظر دی چې احمدشاه بابا د ابدالیانو له قبیلې څخه و چې دا قبیله خپله سرچینه ابدال ته رسوي. خو د ځينو نورو منابعو په حواله لیکي چې ابدال يې اصلي نوم نه و او دا لقب ده ته د خپلو خدمتونو او دیندارۍ په وجه د چشتي طریقې د نامتو پير خواجه ابواحمد ابدال له خوا ورکړل شوی و. تر دې وروسته لیکوال د ابدالي کورنۍ او په هرات کې د هغوی د واکمنۍ په اړه معلومات ورکوي.

په دوهم فصل کې د احمد شاه بابا ژوند له وړکتوبه راخستل شوی. لیکوال لیکي چې احمدشاه بابا په ۱۷۲۲ میلادي کال په ملتان کې وزېږېد او پلار يې زمان خان چې د هرات والي و، د ده له زوکړې څو میاشتې وروسته ومړ او مور يې زرغونه انا چې د خپل زوی  په هکله اندېښمنه وه، د هرات نوي والي حاجي اسمعيل ته د خپلې لور په ورکولو د هغه ملاتړ جلب کړ. د لیکوال په وينا، اسمعیل خان له احمدشاه بابا سره ډېره ژوره دلچسپي پیدا کړه او هغه يې د شینډنډ او فراه لورته واستاوه.

لیکوال د احمد شاه بابا تر لس کلنۍ د ژوند له احوالو بې خبري څرګندوي. خو وړاندې وايي، وروسته له هغه چې ورور ذوالفقار خان په فراه کې ماتې وخوړه، له هغه سره کندهار ته راځي او دلته د حکمران میرحسین غلزي له خوا د قبیلوي تربګنۍ له مخې زندان ته اچول کېږي. خو کله چې نادر کندهار نیسي دوی ازادوي. ذوالفقار مازندران ته لاړ او احمد خان ته د نادر له خوا د هغه په خصوصي ګارډ کې دنده وسپارل شوه. وروسته د خپل لیاقت او زړور توب له مخې د هند، ترکيې او نورو جګړو په ترڅ کې د خپلې قبیلې د يوې ډلې قومندانۍ ته ورسېد چې ډېرې بریاو يې ترلاسه کړې. لیکوال لیکي چې د دغو بریاوو له کبله هغه د خزانه دار درجې ته هم ورسېد. نادر هر وخت د ده د استعداد او زړورتوب خبرې کولې.

د دې فصل په يوه برخه کې دا هم لولو چې نظام الملک یا د نادر خان پخواني صدراعظم د احمد خان په لیدو يوه پېشګويي وکړه او هغه دا چې احمدخان به پاچاهي ته رسېږي، نادر خان د دې پېشګويي په اورېدو احمدخان ځانته راوغوښت او ژمنه يې ځينې واخسته چې د خپل واک په وخت کې د  ده له کورنۍ سره ښه چلند وکړي. چې احمدخان هم همداسې وکړل.

د نادر تر وژل کېدو وروسته په درېیم فصل کې لیکوال د احمدخان د تاج ګذارۍ بیان کوي. دی لیکي: د نادرشاه وژل کېدو د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پرانست. هغه ستر شخص چې دا وخت ډګر ته راووت ابدالي احمد خان و، ده ته په رښتيا هم د نوي افغانستان د پلار لقب ورکول کېدلای شي. ځکه هغه د لومړي ځل لپاره د یوه جلا افغاني سیاسي شتون هيله وکړه(په حقیقت کې يې هغه رامنځته کړ) او خپل خلک يې د تسلط له خړپړ غولي د خپلواک سلطنت لور ته راجګ کړل.

په همدې څپرکي کې لیکوال د شیر سرخ د جرګې یادونه کوي او وايي که څه هم دا وخت افغانان د نورمحمد خان علیزي تر اعلی قومندې لاندې وو، خو د نادر په وژل کېدو دوی ته د خپلواکۍ ميدان خلاص شو او دا ورته ګران و چې د یوه پردي شهزاده د پوځ د يوې برخې په توګه د خپل واکمن د منصوب د اوامرو اطاعت وکړي او د نادر له مړينې سره د دغه اطاعت دلیل هم له منځه لاړ. دوی د یوه نوي مشر د ټاکلو په هڅه کې شول چې د مقصد ځای ته تر رسېدو له هرې پېښې سره مقابله وکړي. د لیکوال په وينا دغه ستر ملت وروسته له ډېرو مباحثو د صابرشاه ملنګ په اوچت تدبیر بلاخره د مشر په ټاکلو بریالي شول. دی وايي چې صابر شاه ملنګ د نادر تر وژل کېدو درې ورځې مخکې د نظام الملک په څېر د احمد خان د پاچا کېدو اټکل کړی و او د نادر په مخکې کې یې احمد خان ته وويل چې زه ستا په څېره کې د پاچهۍ نښې وينم.

لیکوال لیکي چې په همدې غونډه کې افغانانو يوه بله ستره پرېکړه وکړه چې هغه د خپلواکۍ اعلان و، دوی پرېکړه وکړه چې له پارس سره اړيکې پرې کړي او د يوه خپلواک پاچا تر اطاعت خپله خپلواکي اعلان کړي.

احمدخان هم ژر ترژره د چارو د ښه سمبالولو لپاره لاس په کار شو او اساسي مقررۍ يې له همدې ځايه پیل کړې. شاه ولي خان یې خپل صدراعظم وټاکه، سردارجان خان يې وزیر جنګ او شاه پسند خان يې امیر لښکر کړ.

په دې پسې لیکوال لیکي چې احمد خان دوو نورو سترو مسئلو ته پام وکړ چې يوه يې د افغاني قبیلو تنظیم او بله يې هم د سلطنت استحکام و چې په دې کار يې په ښه توګه د خپلو راتلونکو فتوحاتو لپاره لار اواره کړه.

په نورو فصلونو کې په ترتیب سره لیکوال د احمدشاه بابا پر فتوحاتو بحث کوي. په څلورم څپرکي کې د کابل او پېښور نيول بیانوي. په پنځم فصل کې پر هند د لومړي برید بیان کوي او لاهور سوبه یادوي. په شپږم فصل کې د منوپور د جګړې واقعه رااخلي، اووم فصل کې پر هند د دویم برید پېښې انځوروي، په اتم فصل کې د هرات په الحاقولو خبرې کېږي، نهم فصل کې د خراسان عملیات او نیول کېدل راخستل شوي، بیا په نورو فصلونو کې په هند درېيم برید، په پنجاب کې بدلونونه، په هند باندې څلورم برید، د جټانو په خلاف پوځ لېږل، په هند پنځم برید، د پاني پټ جګړه، دننه کورني حالات، بیا پر هند د شپږم، اووم او اتم ځل لپاره بریدونه، د بلخ، بخارا او خراسان په لور وروستي عملیات بیان شوي دي.

د کتاب پنځه ويشتم او شپږويشتم فصلونه د احمدشاه بابا د ژوند وروستۍ ورځې شپې او کارنامې بیانوي.

او پای کې د لسو ضمیمو په نښلولو د احمدشاه بابا د وخت د ملکي او نظامي ادارې پر جوړښت، د هغه پر شجرې او نورو مسایلو رڼا اچول شوې.

لیکوال د شپږم فصل وروستۍ کرښې داسې سره رانغاړلې دي: د يوه افغان په حيث ده په سر او اخر او سراسر ژوند کې خپل ټول فعال ژوند د خپل هيواد د سرلوړۍ او جلال لپاره وقف کړ. ده يو سلو پنځوس کاله وړاندې له خپلو دنیايي کارو څخه سترګې پټې کړې خو تراوسه د هر يوه افغان په زړه کې ځوان دی که زوړ دی ژوندی دی او د يوه ستر فاتح، د مېړنیو يوه رښتياني او شریف مشر او د متحد او خپلواک افغانستان د بابا په توګه د ده خاطره نمانځي او په ډېر محبت سره دی د (احمدشاه بابا) په نامه یادوي.

دغه تاریخي اثر په اتلمسه پېړۍ کې د افغانستان د یوه فاتح، مدبر او رښتني واکمن احمدشاه بابا حقیقي څېره راښيي او د یوه هندي لیکوال له لوري پر هغو ټولو له غرض نه ډکو لیکل شوو اثارو د بطلان کرښه راکاږي چې د ستر احمدشاه بابا په اړه لیکل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA