د ځايي رسنيو د راپور له مخې د پاكستان كراچۍ پوهنتون ته څېرمه چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه دوه تنه ټپيان شوي دي. د ځايي پوليسو په وينا، دغه چاودنه د (جامعه كراچي) په دويېمې دروازې كې د شيخ زيد مركز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د ځايي رسنيو د راپور له مخې د پاكستان كراچۍ پوهنتون ته څېرمه چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه دوه تنه ټپيان شوي دي.
د ځايي پوليسو په وينا، دغه چاودنه د (جامعه كراچي) په دويېمې دروازې كې د شيخ زيد مركز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د خبري رسنيو د معلوماتو له مخې د ساتونكو پر موټر چاودنه هغې پېښې ته ورته وه، چې يوه اونۍ وړاندې د همدې پېښې له ځاى څخه نږدې يو كيلومتر لرې شوې وه.
د ساتونكو وياند ميجر سبطين رضوي د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې چارواكي سيمې ته ور رسېدلي، خو تراوسه د كوم كس د وژل كېدو يا ټپي كېدو پخلى نه دى شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ