د اسامه بن لادن يمنۍ مېرمن امل په پاكستان كې د دې د ناقانونه زنداني كېدو له كبله د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې كړ. ويل كېږي د اسامه بن لادن دغه مېرمن په پاكستان كې په يوه پټ دولتي ځاى كې زنداني ده.
د اسامه بن لادن يمنۍ مېرمن امل په پاكستان كې د دې د ناقانونه زنداني كېدو له كبله د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې كړ.
ويل كېږي د اسامه بن لادن دغه مېرمن په پاكستان كې په يوه پټ دولتي ځاى كې زنداني ده.
د نوموړې ورور ذكريا احمد د بي بي سي اردو څانكې ته ويلي، چې خور يې د شنبې له ورځې د نه خوړو پر اعتصاب لاس پورې كړى او تر د خوشې كېدو پورې به يې دوام وكړي.
د يادونې وړ ده، چې نوموړې د روان ميلادي كال د مۍ په دويمه د پاكستان په ايبت اباد كې د اسامه بن لادن پروړاندې عملياتو كې په پښه ټپي شوې وه.
بايد وويل شي، چې د اسامه بن لادن له مړينې وروسته د ده يمنۍ مېرمن امل، دوه سعودي عربې مېرمنې او ۱۲ اولادونه پاكستاني حكومت سره زنداني دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ