ads

لرغوني پښتانه قومونه

په دې لیکنه کې يو داسې تاريخي کتاب درپېژنو چې په هغه کې د پښتنو د يوې لويې لرغونې قبيلې ساک یا سهاک په اړه معلومات خوندي شوي دي. دا کتاب لرغوني پښتانه قومونه نومېږي او ليکوال يې ارواښاد استاد قیام الدين خادم دی. دغه کتاب لومړی ځل په ۱۳۵۶ کال په پېښور او دویم […]

نویسنده: The Killid Group
9 لیندۍ 1390
لرغوني پښتانه قومونه

په دې لیکنه کې يو داسې تاريخي کتاب درپېژنو چې په هغه کې د پښتنو د يوې لويې لرغونې قبيلې ساک یا سهاک په اړه معلومات خوندي شوي دي. دا کتاب لرغوني پښتانه قومونه نومېږي او ليکوال يې ارواښاد استاد قیام الدين خادم دی. دغه کتاب لومړی ځل په ۱۳۵۶ کال په پېښور او دویم ځل د

په دې لیکنه کې يو داسې تاريخي کتاب درپېژنو چې په هغه کې د پښتنو د يوې لويې لرغونې قبيلې ساک یا سهاک په اړه معلومات خوندي شوي دي.

دا کتاب لرغوني پښتانه قومونه نومېږي او ليکوال يې ارواښاد استاد قیام الدين خادم دی. دغه کتاب لومړی ځل په ۱۳۵۶ کال په پېښور او دویم ځل د ۱۳۷۸ لمریز کال د وږي په میاشت کې په ښکلي کچه د زرو ټوکو په شمېر په ۱۱۴ مخونو کې په جلال اباد کې د ساپي مطبعې له خوا چاپ شوی دی.

ارواښاد استاد خادم دغه کتاب شیخ کټه (رح) ته ډالۍ کړی دی. کتاب درې برخې لري چې درېیمه برخه يې په درسي بڼه په ډېر لنډيز د لومړۍ او دويمې برخې کوټلې تشريح ده.

ارواښاد استاد قیام الدین خادم يو له هغو پښتنو ليکوالو څخه شمېرل کېږي چې نثر يې ډېر روڼ، واضح او د اوچت استدلال لرونکی دی، خو تر ټولو يوه بله ځانګړنه يې دا ده چې اضافي خبرې په کې نه ترسترګو کېږي، له دې کبله د هغه په هره لیکنه کې موږ وينو چې نېغ په نېغه موضوع په کې بیانېږي. لرغوني پښتانه قومونه کتاب په بشپړ ډول له دغه خصوصیت نه برخمن دی او هرې موضوع ته جلا سرلیک ټاکل شوی او په لنډ ډول یې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

تراوسه د استاد خادم ۳۶ کتابونه چاپ شوي او ۱۸ نور يې ناچاپ پاتې دي.

لرغوني پښتانه قومونه د استاد خادم هغه تاریخي کتاب دی چې په لړ کې يې د پښتنو د يوې سترې او لرغونې قبیلې ساک يا سهاک په اړه بشپړ او جامع معلومات خوندي شوي دي.

ساک یا سهاک د پښتنو هغه قبېله ګڼل کېږي چې له میلاد نه زر کاله مخکې يې د موجوديت په اړه تاريخي روایات شته دي. استاد خادم ساکانو ته د يوه لوی قوم په سترګه ګوري او ليکي: دلته د ایشیا په منځ کې په لویه ساحه او دوه زره کاله تاریخ کې يو لوی قام اوسېدلو چې ساک يې باله. استاد وړاندې وايي چې ساک قام له میلاد نه زر کاله مخکې او زر کاله وروسته په دوه زره کلن تاریخ کې له تورې بحيرې نه د هند د ګوجرات، کاټياوار او د پامير له لوړو څوکو څخه ورها پلو  له کاشغر، خوتن، تيان شان او د سايبريا له فلات څخه د فارس د خلیج او د هند د دریاب پورې خپور پروت و.

د استاد په وينا، ساک په نورو نومونو هم یاد شوی دی او دا ځکه چې دوه زره کاله او دومره لوی وطن په خپله تقاضا کوي چې لغات، نومونه او لهجې دې په کې تغيير وکړي.

استاد د روسي منابعو پر بنسټ د ساکو اصلي وطن د لرغوني افغانستان او د ايندوکښ خواو شا بولي، چې بیا له دې ځایه هرې خوا ته خپاره شوي، ډېر شوي او د حکومتونو او امپراتوريو په جوړولو بریالي شوي دي.

خادم صاحب وړاندې ليکي چې د دغه قام يوه برخه قبيلې چې مرکزي اریایان يې بولي په خپله اصلي خاوره کې پاتې شوي، خو کوم ساک چې په خپل اصلي مرکز کې پاتې شول د مرکزي اریایانو یا باختر په نامه د پارتيانو، سوغديانو، خوارزميانو او نورو سره ګډ اوسيدل یا په بل عبارت په مختلفو قبیلو وېشل شوي وو يعنې يو توکم او يو ټبر و، خو په ډېرو نومونو يادېده.

استاد د چيني اسنادو له مخې د ساک نومونه داسې اخلي: سه، سای، سیت، سیک، سي وانګ. استاد ليکي په زړه پاړسي کې دا نوم په دې عبارتونو راغلی دی:

الف: ساکاهيګراخاوردا یا تېره خولۍ ساک

ب: ساکاتیرای پاراسوغدام یا د پورې سوغد نه ورتېر ساک.

ج: ساکاهوګه مارګه یا هوما جوړوونکی ساک.

د: ساکاتیرای پارادریا یا له سیند نه پورې څخه ورتېر ساک.

د ساکو د ټبر د نومونو په شرح کې استاد لیکي چې دا ټبر تېره خولۍ ځکه بلل شوی دی چې دوی يو قسم مخروطي شکله خولۍ په سر کولې. د استاد په وينا، دا قسم خولۍ د امير حبیب الله خان تر وخته په افغانستان کې مروجې وې. په تېره بیا په وردګو او کوچانو کې يې زیات رواج درلود.

د خاودا د نوم په اړه استاد لیکي چې دغه لغت تراوسه په پښتو کې د خول او خود په بڼه زغرينې خولې یا شاهي تاج لپاره شهرت لري.

د پارا لغت په اړه وايي چې دا د پښتو د پورې په معنی دی او دا مراد ځينې اخستل کېدای شي چې دا خلک د امو دریاب له پورې غاړې نه او همدارنګه د سوغدیاني نه ور وړاندې ځمکو کې خپاره وو.

د هوما په اړه استاد وايي چې هوما یو ډول مشهور مشروب او څښاک وو او دغه خلک د دغو مشروبو په جوړولو کې په دنيا کې ډېر مشهور او روغتیا بښونکي وو. وايي چې مقدوني سکندر په همدغو شرابو پسې له یونانه راوخوځېد او د افغانستان په تنګو، تېرو او مهیبو درو کې يې د زرګونو يوناني زلمیو په قرباني کولو ځان بخدي يعنې باختر ته ورساوه.

استاد د ځينو مورخینو له قوله د ساکو د کلتور او عاداتو په اړه لیکي چې دوی به ږيرې پرېښودې، د دوی تېرې څوکې خولۍ غوږ پټې وې، پراخ کميس پرتوګ يې اغوستل، اس، غشي، لیندۍ يې دايمي ملګري وو او يوه ګرځند ښار په ډول يې کراچۍ لرلې. په دغه بحث کې وړاندې راځي چې د غوږ پټو خولیو، پراخ کيس پرتوګ نمونې لا تراوسه په کندهار کې لیدل کېږي، د اسونو رواج د بلخ د شاوخوا سیمو په خلکو او سلیمان خېلو ټینګ دی، پیش قوزې او تبرونه ګرځول لا تراوسه پښتنو نه دي پرې ایښي. البته د غشو او لیندیو ځای تمانچو او ټوپکو نیولی دی.

د لومړۍ برخې په وروستيو بحثونو کې ماویس او زرینه د ساک له مهمو مشاهيرو څخه ګڼل شوي دي. استاد لیکي چې ماویس د قبل الميلاد د لومړۍ پېړۍ په نيمايي کې د ساکو بادشاه و، دا هغه وخت و چې ساکو دوه حکومتي مرکزونه لرل، يو په ګندهارا او بل په ټکسيلا کې. د استاد په اند د ګندهارا مرکز ارغنداو و او دا يې اصلي مرکز و.

د زرينې په اړه استاد ليکي چې هغې د دويمې پېړۍ له اخر څخه د شپږمې پېړۍ تر نيمايي پورې د لرغوني افغانستان په خاوره کې يوه لویه اتحاديه جوړه کړه. وړاندې په دې اړه لولو: (( او بیا يې د پارفيا(پارتيا) پلو ته په ایرانیانو (ماد، او، پارسوا) نومونو باندې پر يرغلونو پیل وکړ. په مرغاو باختر او سوغد کې لوی تاريخي ديوالونه د تاریخي اسنادو په حيث د دغه عصر په جنګونو او دفاعي سنګرونو دلالت کوي.))

د کتاب په دویمه برخه کې پر دې بحث شوی چې ساک پښتانه دي او دا ځکه چې د دوی د پیدايښت اصلي ځای ايندوکښ لمنې دي او له دې ځايه خپاره شوي دي. استاد په دې بحث کې د هيرودت په قول لیکي: (( د سهاکو لومړی نیکه (ترګيتای) په يو وچ ډاګ کې پیدا شو، پلار يې اسمان او مور يې د سیند لور وه.))

استاد وايي چې د دې روايت معنی دا ده چې سهاک قام د وطن د ادې زوی دی او مهاجر نه دی راغلی. وړاندې په دې بحث کې دا هم لولو چې: (( د ترګيتای بابا د درې واړو زامنو نومونه په څرګند ډول نارې وهي چې موږ پښتانه يو، وګورئ: لورکزی، ارپوکزی او کولکزی. د بابا په نامه کې فکر په کار دی ځکه چې د درې زرو کالو وړاندې خبره ده.))

د دې برخې بل بحث د ساک او کاسي په اړه دی. استاد لیکي: (( د کاسي نوم د میلاد نه ۱۷۰۰ کاله مخکې تاريخ ثبت کړی دی، چې ترننه پورې د غرونو، دریابونو، قومونو او ملکونو په نومونو کې ژوندی پاتې دی، د لغمان د الیشینګ درې (کسیګر) او د کونړ د ګوریک نه ور بر (کاشکوټ) زموږ د سترګو لاندې د کاسي ياد تازه کوي. د کاسي په نامه اوس هم په غور، کوټه او د لويې پښتونخوا په سيمو کې ډېر پښتانه قومونه لرو چې ژبه يې لا اوس هم پښتو ده…))

دلته دا هم لولو چې کاسي د سهاک په شان د هند په ډېرو برخو کې واک درلود. استاد لیکي چې کاسي او ساکي پرته له دې چې اشتقاقا يوه کلمه معلوميږي که نسبتي (ی) وایستل شي نو (کاس ، ساک) به پاتيږي چې يو د بل مقلوب ښکاري.

استاد وروستۍ پایله دا راته مخ ته ږدي چې ساک او کاسي دواړه يو قام او پښتانه دي.

د دې برخې په پای کې پارتيان، سکايان، پهلوايان، کوشانيان، کابل شاهان او یفتلیان هغه قبيلې راپېژندل شوې دي چې له ساک قام څخه دي او يا د يو بل له ګډون څخه رامنځته شوي دي. د دې موضوع د لا روښانتيا لپاره د کتاب هغه لنډيز رااخلو چې په درسي بڼه ترتیب شوی دی.

استاد د کتاب په پای کې يوه غوره نتيجه ګيري کړې ده او لیکي چې(( د غور لوړه سطحه، د پامير، ايندوکښ او د سلیمان غره علاقه، د دغو غرونو، درې، لمنې، شمال او جنوب، شرق او غرب، له امو تر جېلمه د پښتنو تاريخي ځمکه ده. په دې سیمه کې (پخت:پکت)، کاسي، سهاک، سيتي، اسکايي، پارتي، يوچي، تخار، کوشاني، یفتلي، پهلوايان، رتبیلان او نور د اسلام تر ظهوره پورې او پس له اسلامه لويکان، برمکيان، غوریان، سوریان، لوديان، غلجيان، ابدالیان، هوتکیان، بارکزیان، سدوزیان، محمد زیان او نور(اوسیدلي دي))

د استاد په وينا، هغه څوک چې د پښتون، افغان او پټان په نامه يادېږي، دوی د ټولو قومونو، قبیلو او عشیرو سره د يوه اصل، یو قوم او ټبر ښاخونه او څانګې دي چې خپلې ژبې، مذاهب، ادیان، عادات، کلچر، تهذیب او تمدن لري. استاد لیکي: ((دوی پخپل اوږد تاریخ کې د قفقاز له لړۍ، د تورې بحیرې، خزر او د کسپین دریابګي د غاړو، چيني ترکستان، د چین او تبت د ځینو علاقو په شمول د سايبريا د لوړې د کانسک، د شط العرب او د هند دریاب ترمنځ د ګوجرات او کاټياوار پورې د مرکزي اسیا په لویه ساحه کې ژوند کړی او اوس هم په لوی تعداد موجود دي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA