ads

اروايي روغتيا

دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د اروايي ناروغيو او د هغو د علاج د لارو چارو د موندلو په اړه لیکل شوی دی. دا کتاب اروايي روغتيا نومېږي، چې ليکوالان يې هاري او بونارواوراسټريټ نومېږي او پښتو کوونکی يې ځوان او تکړه لیکوال او ژورنالست ښاغلی صالح محمد صالح دی.     دا ځل […]

نویسنده: The Killid Group
22 لړم 1390
اروايي روغتيا

دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د اروايي ناروغيو او د هغو د علاج د لارو چارو د موندلو په اړه لیکل شوی دی. دا کتاب اروايي روغتيا نومېږي، چې ليکوالان يې هاري او بونارواوراسټريټ نومېږي او پښتو کوونکی يې ځوان او تکړه لیکوال او ژورنالست ښاغلی صالح محمد صالح دی.

 

 

دا ځل هغه کتاب درپېژنو چې د اروايي ناروغيو او د هغو د علاج د لارو چارو د موندلو په اړه لیکل شوی دی. دا کتاب اروايي روغتيا نومېږي، چې ليکوالان يې هاري او بونارواوراسټريټ نومېږي او پښتو کوونکی يې ځوان او تکړه لیکوال او ژورنالست ښاغلی صالح محمد صالح دی.

دا ژباړه په ۱۳۸۲ لمریز کال د زرو ټوکو په شمېر، په سلو مخونو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا په ښکلي کچه چاپ شوی دی.

اروايي روغتيا په اتلسو څپرکو کې لیکل شوی او اره موخه يې دا ده چې يو څوک څه باید وکړي چې خواشيني او اندېښنه له ځانه لرې کړي.

په افغانستان کې د دېرش کلن ناتار له کبله په ملیونونه افغانان ټپيان او یا ووژل شول او په مليونه نور له هېواده مهاجرت ته اړ او هلته له بلا خواریو، ستونزو او زحمتونو سره مخ شول، هغه ولس چې د نړۍ تر نورو ولسونو يې ډېر ارام او خوندي ژوند درلود او په زړه ډېر ژوندي خلک ګڼل کېدل. دوامدارو جګړو او وژنو نه یوازې دا چې زموږ عزیزان له موږ نه واخستل بلکې له يوې داسې دوامدارې ناروغۍ سره يې لاس او ګریوان کړو چې رغېدل يې ډېر ستونزمن دي. دا ناروغي اراوايي ناروغي ده. هغه ناروغي چې نهيلي کوونکې ده او د کار او زیار انرژي راکې اوبه کوي. ځينې چې له دې کبله اندېښنه احساسوي دا پوښتي چې ایا د دې ناروغۍ علاج ممکن دی او که نه، ایا له دې ناروغۍ د خلاصون لاره شته او که نه؟

اروا پوهانو د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده او اسانه بولي، خو وايي چې علاج يې قوي هوډ ته اړتیا لري. د اروايي روغتيا کتاب پر همدې لارو چارو خبرې کوي او راته وايي چې څنګه باید پخپله د خپلو اروايي ناروغيو علاج وکړو.

ژباړن په همدې هدف دغه کتاب ژباړلی دی، ښاغلي صالح د کتاب په پیل کې پخپله سریزه کې ليکي، اروايي روغتيا په هغه چا کې وي چې په ژوند کې هره فیصله د عقل او فکر په مرسته کوي او د خپلو تېروتنو کچه راټيټوي، دغه شان د ژوند او روزګار ستونزې په ډېره اسانۍ سره حلوي او هيڅ وخت د ستونزو په وړاندې خپله روحيه نه بایلي … زموږ په ټولنه کې ګڼ شمېر داسې زلمي او ځوانان شته چې هسې بې ځایه له ژونده بېزاره دي، پرته له دې چې د دې بېزارۍ لپاره کوم پوخ دليل ولري. ځانوژنې ته هم غاړه ږدي. د ژباړن په نظر دغه شمېر کسان د نهيلۍ له کبله خپل پټ استعدادونه او روحي قوتونه له ګواښ سره مخامخوي، خو لکه څنګه چې ستونزې پیدا شوې دي، د حل اسانه لارې يې هم شته.

اروايي روغتيا کې ډېر بحث پر دې ستونزېې شوی چې ډېری خلک د صبر او زغم د نه لرلو له کبله حتی د ډېرو وړو ستونزو په وړاندې ځان مات ګڼي او په لوی لاس خپل ځان بدمرغه کوي. خو که د ستونزو په وړاندې له لږ صبر او زغم نه کار واخلي د حتمي بري په لور به ګام اوچتوي.

د اروايي روغتيا لومړی څپرکی د اروايي روغتيا پر نښو بحث کوي. په دې بحث کې لولو چې د اروايي روغتيا پېژندنه د شخص له ظاهري بڼې هم راڅرګندېدای شي او هغه داسې چې که چېرته يو کس د کومې خواشينۍ له کبله اغېزمن شو او بېرته عادي حالت ته راونه ګرڅېد، نو اراوايي ستونزه لري او که ژر بېرته خپل عادي حالت ته راستنېږي نو هغه کس اروايي روغتيا لري.

د دې بحث پایله دا ده چې د ژوند ستونزې او ناخوالي اروايي خواشينۍ رامنځته کوي خو که اروا روغه نه وي نو دغه ستونزې او خواشينۍ پر ځان واکمنوي.

د کتاب دویم څپرکې دا راته وايي چې اروايي روغتيا باید پخپل ځان کې ولټوو. په دې بحث کې راځي چې اروايي ناکراري تل د نرمښت د ځواک د نشتوالي له کبله رامنځته کېږي، یعنېې کله چې پر کوم چا خبره درنه تمامه شي او هغه کس ونه کړای شي دغه ستونزه په ښه توګه غوڅه کړي او له ناروا څخه تېر شي نو هغه د خپل باطن شعور ته سپاري، یعنې په ظاهره يې له ځانه لرې کوي خو په حقیقت کې په خپل ځان کې ځای ورکوي او د ځان ځورونې ته يې چمتو کوي.

د کتاب لیکوال له دې کبله اندېښنه څرګندوي او وايي چې د باطن په شعور کې دغه راټول شوي ټپونه زموږ ورځني ژوند ته لاره پيدا کوي، ناوړو سوچونو ته مو هڅوي، چې د نورو د کرکې او زموږ د ناکرارۍ سبب ګرځي.

دوی وايي د اروايي ناروغيو درملنه، عادي حالت ته د ګرځېدو او په چلندونو کې له نرمښت څخه د کار اخستو په واسطه کېدای شي. يعنې هغه ځواک چې موږ پرې د اروايي ناروغۍ علاج کوو زموږ په خپل وجود کې شته.

په ورپسې څپرکو کې پر دې خبرې کېږي چې اروايي سلامتیا کوم شرطونه او حالتونه لري او څنګه کولای اروايي روغتيا ترلاسه کړو. په درېيم څپرکې کې ويل شوي چې اروايي ناروغان له اړتیا پرته په بېړه او زیاتې خبرې کوي. د دې څپرکي بحث پر وينا راڅرخي او دا راته وايي چې زموږ د حالت بدلون زموږ له وینا څخه هم څرګندېدای شي. یعنې موږ د خواشینۍ او قهر په شېبه کې هغسې نه غږېږو لکه چې په عادي حالت کې خبرې کوو او پر خپلو خبرو مسلط یو، خو په دې حالت کې داسې الفاظ زموږ له خولې چې باید ونه ویل شي.

دا بحث  دا هم راته وايي چې اروايي ناروغ ته نباید د ملامتۍ ګوته ونيول شي، ځکه بيا له ځانه د دفاع هڅه کوي او حقایق راته نه بیانوي. هغه ته لارښوونه او نصیحت هم باید ونه شي او هغه باید ځان خپلواک او له لارښوونې بې نیازه وګڼي او ټولې تېرې شوې پېښې پخپله ژبه بیان کړي. د لیکوال په نظر که دا ټول شرطونه په ځای شي نو د ناروغ له باطن څخه به ناروغي راووځي او په دې ډول به هغه پېښه هم راته ووايي چې اروايي ستونزه يې ورپېښه کړې ده.

د دې کتاب په پنځم څپرکي کې د اروايي ناروغيو يو داسې ډول باندې بحث شوی چې ټولو ناروغانو کې شته، دا د يوازيتوب حس دی. دا ډول ناروغ ځان یوازې او پردی ګڼي او د ژوند د ټولو وسایلو پر شتوالي سربېره هم له ژوند څخه بېزاره وي. دا هغه ډول کسان دي چې پخپله خپلې ستونزې نه شي حلولای او د هر څه په اړه بدبینه وي او دا حالت يې خطرناکه ځکه وي چې په پایله کې له نړۍ او خلکو سره يې جګړې او دښمنۍ ته هڅوي.

په شپږم څپرکي کې د هدف درلودل ډېر مهم ګڼل کېږي، که څوک هدف ونه لري د خپل وجود په قفس کې زنداني دی او د زندان له څلورو دیوالونو پرته بل منظر نه لري. دا بحث دا ټينګار لري چې د هر چا فکري وده له ځانګړي کار سره د هغه په مينې پورې اړه لري. د کتاب ليکوال مينه هغه وزرونه ګڼي چې سړی تر نورو لوړ وي او توپير ورکوي.

په اووم څپرکي کې پر رضایت خبرې شوې دي او د لیکوالو په اند هر سړی هغه وخت پوره نیکمرغه ګڼل کېږي چې باطني رضایت ولري. د دوی په اند د رواني ناروغيو د درملنې لپاره لومړی اقدام دا دی چې ناروغ کس باید د ځان او دنیا په منلو قانع او راضي کړو، ځکه تر دې وروسته د ستونزو حل او د ژوند له پېښو سره مقابله اسانيږي.

باور د دې کتاب په اتم څپرکي کې د رواني روغتيا نښه ګڼل شوی. ځکه باور زموږ د ورځني ژوند پر ټولو افکارو او چلندونو اغېز لري. دلته ویل کېږي چې هغه کارکوونکی چې د باور خاوند وي تر نورو زیات کار کوي، ارام خوب لري. د دې کتاب د لیکوالو په اند ایمان او باور هغه څه دي چې موږ د پېښو له توپان څخه خوندي کوي حال دا چې بې باوره خلک په بې ځایه وسوسو او اندېښنو کې ډوب وي.

پر خپل نفس اعتماد د دې کتاب لسم څپرکی جوړوي. د دې بحث مقصد دا دی چې هر څوک باید په خپل قدر او اهمیت پوه شي، خپل وجود يې چې څنګه دی هغسې يې ومني او درناوی دې ورته ولري. ځان دې په ټولنه کې يو ګټور غړی وګڼي او په ټولنه کې دې د يوه کار د سرته رسولو لپاره چمتو شي. د کتاب لیکوال وايي هر هغه څوک چې پر خپل نفس اعتماد ولري، خپل فکر په ګټورو کارونو لګوي او پر نفس اعتماد، په اروايي سلامتیا او د شخصيت په وده کې زیات ارزښت لري.

په یوولسم څپرکي کې لارښوونه شوې چې انسان باید په خپل اصلاح لاس پورې کړي. په دې څپرکي کې دا ویل شوی که هرڅوک خپلو نیمګړتیاوو ته ځیر وي نو پرمختګ يې هم ضروري دی. لیکوال لیکي: هغه خلک چې خپلو نیمګړتیاوو ته په اندېښنه کې دي، تر هغه وخته چې خپله درملنه ونه کړي، زیاتې نورې ستونزې هم ويني، دوی بیا د خپلو نیمګړتیاوو د پټولو لپاره د نورو خلکو په تحقیرولو لاس پورې کوي او خپل زیات وخت په بې ځایه فکر او تصور کې تېروي، له دنيا څخه بېزاره، له ژوند سره بې مينې وی او له نورو څخه لريوالی غوره کوي.

خواشیني د دې کتاب بل په زړه پورې بحث دی. دا بحث دا راته وايی چې غوسه کول عادت دی او عادت د سړي دویم طبیعت جوړېږي او د دغه عادت سرچینه اروايی ناروغي ده چې د نورو ناروغيو په څير موږ ته مخه کوي که نه هيڅوک هم له موره خواشینی او غوسه ناک نه زېږی او هماغسې چې يوه ناروغي تداوي کېږي، د عات له منګولو هم ځانونه خلاصولای شو، ان د خواشینۍ او غوسې له عادت څخه هم.

وخت ښه تېرول د دې کتاب بل ښه بحث دی. دلته ویل کېږي چې وخت ښه تېرول زموږ په لاس کې دي، غوره دا ده چې د اراوايي روغتیا لپاره وخت ښه تېر کړو. د دې بحث هدف دا دی چېې دم غنیمت وګڼل شي او له ژونده ښه استفاده وشي.  پرته له دې لا نور د خواشینیو ښکار کېږي او له ژونده خوند نه شي اخستلای.

د کتاب اوولسم څپرکی دا بیانوي چې موږ هغه څه ته رسیدلی شو چې غواړو يې. د دې څپرکی عنوان دی، هغه څه به شو چې غواړو يې. خو که چېرته د تلقین ښکار نه شو. لیکوال لیکي د هر چا خوښي او خپګان د هغه طرز فکر دی. په سم فکر سره روغ او نیکمرغه یو، خو په ناسم فکر سره د ناروغیو او بدمرغیو په منګولو کې ښکېل پاتې کېږو: (( مه ویریږئ، راتلونکی هغسې انځور کړئ چې هیله يې لرئ، خو په دې شرط چې حدود او امکانات يې عقلاني وي او باور ولرئ که په دې لار کې خپ هوډ او خيال له لاسه ورنه کړئ نو له شک پرته چې هیله به مو ترسره شي.))

د کتاب وروستی څپرکي كې دا ویل شوي چې د ژوند بنسټ مينه ده او پرته له هغې هیڅ یو موجود هم ژوندی نه شي پاتې کېدای. د دې خبرې معنی دا اخستل شوې چې د بشر وده نامحدوده ده او ټول عمر د نورو دوستۍ او لاسنيوي ته اړتيا لري.

لیکوال ليکي، په هر هېواد او کورنۍ کې چې عقلاني وده بشپړه وي د مينې بازار تود او ژوند په کې نیکمرغه وي، ځکه چې انسان د ښوونې او روزنې په مرسته کولای شي د نورو په غوښتنو او اړتیاوو پوه شي، بیا خپله دنده وپېژني، دا اخلاقي روزنه ده چې انسان ته مېړانه، یاري او مرسته رسول وربښي چې دغه صفات د يوه نيک او مېړني سړي وي.

په کوټلي ډول که چېرته دغه کتاب په دقيق ډول ولوستل شي د هغو کسانو لپاره چې د اراويي ستونزو په جال کې بند دي، له دغې ناروغۍ څخه د ژغورون ښې لارې چارې ورپه ګوته کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA