ads

محلي موسيقي د نا بودۍ تر پولې

په دې وروستيو كې د افغانستان د محلي موسيقۍ په اړه د سندرغاړو او هنر د مينه والو لخوا اندېښنې زياتې شوي او ډېرى محلي سندرغاړي په دې اند دي، چې كه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د ساتنې په اړه ګام پورته نه كړي، ممكن د هېواد كليوالي موسيقي […]

نویسنده: The Killid Group
10 لړم 1390
محلي موسيقي د نا بودۍ تر پولې

په دې وروستيو كې د افغانستان د محلي موسيقۍ په اړه د سندرغاړو او هنر د مينه والو لخوا اندېښنې زياتې شوي او ډېرى محلي سندرغاړي په دې اند دي، چې كه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د ساتنې په اړه ګام پورته نه كړي، ممكن د هېواد كليوالي موسيقي له منځه

په دې وروستيو كې د افغانستان د محلي موسيقۍ په اړه د سندرغاړو او هنر د مينه والو لخوا اندېښنې زياتې شوي او ډېرى محلي سندرغاړي په دې اند دي، چې كه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د ساتنې په اړه ګام پورته نه كړي، ممكن د هېواد كليوالي موسيقي له منځه لاړه شي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې دې ستونزې ته په كتو دغه وزارت په پام كې لري څو د افغانستان اصيله موسيقي چې په كليو كې دود لري له موجودو ننګونو را وباسي او د خونديتوب لپاره يې لازم تدابير په پام كې لري.

له همدې كبله د لړم په لومړۍ او دويمه نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مدني ټولنې په ګډه همكارۍ د افغانستان د محلي موسيقۍ  په سيمينار او فيسټيوال كې د هېواد د بېلابېلو سيمو محلي سندرغاړو او مينه والو په دې اړه خپلې اندېښنې بيان كړې او د افغانستان د محلي موسيقۍ په اړه ليكل شوې مقالې يې واورولې.

په دې كنفرانس او فيسټيوال كې پر ګڼو لوړ پوړو دولتي چارواكو، محلي سندرغاړو، د مدني ټولنو استازو او ژورنالستانو سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم برخه درلوده.

رهين د دې غونډې جوړول او د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د سلګونو هنرمندانو راټولېدل يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او هيله يې وښوده چې له دې سيمينار څخه به ډېرې ګټورې نتيجې تر لاسه كړي. په دې فيسټيوال كې د دې غونډې سمبالوونكي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاكار پوهنمل ډاكټر عبد الواحد نظري په خپلو خبرو كې د افغانستان د اصيلې موسيقۍ پر وړاندې د پرتو ستونزو د له منځه تلو لپاره د دا ډول سيمينارونو جوړول ارزښتمن وبلل.

نظري وويل، په دې سمينار كې ۱۹ بېلابېلې څېړنيزې مقالې په پام كې نيول شوي دي چې د بېلابېلو ولايتونو د هنرمندانو، څېړونكو او د نظر د خاوندانوله خوا به په دې سمينار كې وړاندې شي او له مخې به يې د افغانستان د محلي موسيقۍ خونديتوب ته پام وشي.

د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې مشر حيات الله ګردېزى  ددې سمينار جوړېدل د افغانستان د محلي موسيقۍ په اړه د دولت لومړنى ګام بولي او وايي چې له دې وروسته به هر كال داډول سيمينارونه دايرشي، څو د افغانستان د محلي موسيقۍ پر وړاندې پراته خنډونه او ستونزې له منځه لاړې شي.

ګردېزي ددغه فيسټيوال د دايرېدو هدف د افغانستان د اصيلې موسيقۍ وده وبلله: ((د دې فيسټيوال د دايرېدو هدف دا دى چې بېګانه موسيقي له هېواده وباسو او زمونږ محلي موسيقي بېرته خپل اعتبار او خپل ځاى ونيسي.))

نوموړي وويل چې د ټولو ولايتونومحلي سندرغاړو ته  يې  په دې فيسټيوال كې د ګډون لپاره بلنه وركړې، څو د افغانستان د محلي موسيقۍ د هرې سيمې ستونزې مشخصې شي.

د افغانستان د محلي موسيقۍ يوبل تن سندرغاړى همايون چې د هزارګۍ موسيقۍ په لسګونه محلي سندرې لري وايي:(( ددې لپاره چې د هزاره جات محلي موسيقي هم د افغانستان د نورو سيمو د موسيقۍ په څېر له ستونزو سره مخ ده، دوى به هم دهزاره جاتو د سيمې د محلي موسيقۍ ډېرې ستونزې په ګوتو كړي.))

همايون وايي سره له دې چې هزاره ګي موسيقي د افغانستان د محلي موسيقۍ مهمه برخه جوړوي خو دا مهال د نا امنيو او يو لړ نورو ستونزو له كبله د له منځه تلو په حال كې ده.

د افغانستان د اصيلې موسيقۍ يو تن پېژندل شوى سندرغاړى وحيد قاسمي وايي: ((د افغانستان هره سيمه جلا محلي موسيقي لري چې هره يوه ځانګړى ارزښت لري او هره يو بايد له بلې هغې بېله وساتل شي.))

د قاسمي په وينا، كه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وغواړي چې د فغانستان اصيله موسيقي له موجودو ننګونو وساتل شي، نو د هرې سيمې د موسيقۍ آلات دې ثبت او وساتي. نوموړي وويل چې د افغانستان د محلي موسيقۍ لپاره دې ټول سندرغاړي خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

قاسمي له ټلويزيوني چينلونو او رسنيو وغوښتل چې د افغانستان محلي موسيقۍ ته خپل پام واړوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA