ads

د محلي موسيقۍ د خونديتوب لومړى ګام

د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د خونديتوب په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مدني ټولنې په ګډه همكارۍ سيمینار او فیسټیوال د بابر بڼ په ملكه قصر كې پرانستل شو. د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د خونديتوب په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مدني ټولنې په ګډه همكارۍ سيمینار او فیسټیوال […]

نویسنده: The Killid Group
9 لړم 1390
د محلي موسيقۍ د خونديتوب لومړى ګام

د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د خونديتوب په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مدني ټولنې په ګډه همكارۍ سيمینار او فیسټیوال د بابر بڼ په ملكه قصر كې پرانستل شو.

د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د خونديتوب په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مدني ټولنې په ګډه همكارۍ سيمینار او فیسټیوال د بابر بڼ په ملكه قصر كې پرانستل شو.

دغه فيسټيوال او سیمینار چې دافغانستان د اصيلې موسيقۍ د خونديتوب په منظور جوړ شوى و ، د ګڼو دولتي چارواكو په ګډون د افغانستان د بېلا بېلو سيمو محلي سندرغاړو او د هنرمينه والو په كې ګډون كړى و.

د سمينار په پيل كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرسيدمخدوم رهين لنډه پرانستونكې وينا وكړه او د افغانستان د محلي موسيقۍ وده يې د افغانستان د فرهنګ د ودې لپاره اړينه وبلله.

ورپسې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت ستر سلاكار پوهنمل ډاكټر عبد الواحد نظري په خپله وينا كې د افغانستان د اصيلې موسيقي  پر وړاندې د پرتو ستونزو دله منځه وړلو لپاره د دا ډول سمينارونو جوړول  ارزښتمن وبلل او ژمنه يې وكړه چې دوى به د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د ودې په خاطر هر راز ممكنه هڅې تر سره كړي.

همداراز په دې سمينار كې  ګڼو نورو محلي سندرغاړو د افغانستان د بېلا بېلو سيمو محلي موسيقي (  لوګر، كندهار، پكتيا، غزني، هزاره جات، شمال او د قطغن د سيمې موسيقي) په اړه بېلا بېلې مقالې ولوستلې او په دې اړه ازاد بحثونه او نظرونه وړاندې شول.

د دې دوه ورځني سمينار په اړه چې د لړم په لومړۍ نېټه پيل شو د هنرمندانو د ټولنې مشر حيات ګرديزي  له كليد سره په ځانګړې مركه كې د دې سمينار  په جوړېدو خوښي وښوده اودا يې د افغانستان د محلي موسيقۍ په اړه د دولت لومړنى ګام وباله.

نوموړي هيله وښوده چې له دې وروسته به هر كال دا ډول سمينارونه داېروي چې له مخې به يې د افغانستان د محلي موسيقۍ پر وړاندې ټول خنډونه له منځه لاړ شي.

ګرديزي  د دغه پرانيستي فيسټيوال هدف د افغانستان د اصيلې موسيقۍ وده وبلله او زياته يې كړه:(( د دې فيستيوال د داېرېدو هدف دادى چې بېګانه موسيقي له هېواده وباسو او زموږ محلي موسيقي بېرته خپل ځاى ونيسي.))

د هنرمندانو د ټولنې مشرهمداراز وويل چې د ياد فيسټيوال په اړه يې د ټولو ولايتونو محلي سندرغاړو ته بلنه وركړې، څو د افغانستان ټول سندرغاړي خپلې ستونزې له يو بل سره شريكې كړي او د حل لپاره يې له چارواكو سره خبرې وكړي.

د افغانستان داصيلې موسيقۍ يو تن پېژندل شوى سندرغاړي وحيد قاسمي د ياد فيسټيوال دايرېدل د افغانستان اصيلې موسيقۍ ته د افغان دولت پاملرنه وبلله، نوموړي زياته كړه: (( د دا ډول سمينارونو په داېرولو سره موږ كولاى شو د افغانستان د اصيلې موسيقۍ هويت وساتو او د خپلې سيمه ييزې موسيقۍ سبكونه نورو ته ور وپېژنو.))

قاسمي افغانستان ته د پردي موسيقي راننوتل او همداراز د افغانستان د بېلا بېلو محلي موسيقيو له يوبل سره ګډېدل د افغانستان د سيمه ييزې موسيقۍ پر وړاندې يو ستره ننګونه وبلله او له هنرمندانو يې وغوښتل چې دخپلې سيمې محلي موسيقي حفظ  او له پرديو موسيقيو يې خوندي وساتي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA