ads

د نثر ليکلو هنر

که څه هم يو زیات شمېر ژبپوهان په داسې حال کې چې په ليکوالۍ کې د مطلب د ښه رسولو او پر هغه د لوستونکو د ښه پوهېدو لپاره د ژبې پر ساده والي ټينګار کوي، ډېر ځله په ژبنيو څېړنو او مسایلو کې ژبه او د بيان طرز پخپله ترې دومره پېچلی شي چې […]

نویسنده: The Killid Group
17 تله 1390
د نثر ليکلو هنر

که څه هم يو زیات شمېر ژبپوهان په داسې حال کې چې په ليکوالۍ کې د مطلب د ښه رسولو او پر هغه د لوستونکو د ښه پوهېدو لپاره د ژبې پر ساده والي ټينګار کوي، ډېر ځله په ژبنيو څېړنو او مسایلو کې ژبه او د بيان طرز پخپله ترې دومره پېچلی شي چې د لوستونکو لپاره د هغه موضوع درک ډېر ستونزمن پرېوځي.

که څه هم يو زیات شمېر ژبپوهان په داسې حال کې چې په ليکوالۍ کې د مطلب د ښه رسولو او پر هغه د لوستونکو د ښه پوهېدو لپاره د ژبې پر ساده والي ټينګار کوي، ډېر ځله په ژبنيو څېړنو او مسایلو کې ژبه او د بيان طرز پخپله ترې دومره پېچلی شي چې د لوستونکو لپاره د هغه موضوع درک ډېر ستونزمن پرېوځي.

يو شمېر کسان ښايي دا استدلال وکړي چې د يوې علمي موضوع ليکل خپل اصول او قواعد لري، خو دا خبره ځکه ډېر زړه ته نه پرېوځي چې هره موضوع که هغه علمي وي يا نه وي، د دې لپاره لیکل کېږي چې په هغه برخه کې موجودې ستونزې هوارې کړي نه دا چې هغه لا نوره پسې پېچلې کړي.

پر نورو مواردو سربېره دا ستونزه زموږ د لوړو زده کړو په لیکل شوو ګرامري کتابونو کې محسوسه ده. يو شمېر دا شکایت کوي چې ګرامري مسايل په داسې سخته ژبه لیکل کېږي چې د ګرامري اصولو او قواعدو په څېر باید پر هغه د پوهېدو لپاره ورته اصول او قواعد هم په ګوته شي.

دلته خبره په دې نه ده چې سخت اصول او قواعد دي بلکې زموږ هدف دا دی چې د لیکلو طرز او د ژبې ښې او ساده کارونې ته ډېره توجه نه کېږي. دا مساله ځکه مهمه ده چې موږ په دېریو مواردو کې په دې اصل باندې په خپله ټينګار کوو، مثلا کله چې موږ غواړو د ماشومانو لپاره ليکل وکړو، د هغوی د عمر په نظر کې نيولو سره د لیکلو هغه اصل باید له پامه ونه غورځوو، چې له ماشومانو سره زموږ د ليکنو د موضوعاتو په پوهېدو کې مرسته کوي. پرته له دې زموږه هڅه به کومه مثبته پایله ونه لري.

خبره مو د ګرامر وکړه، دلته يوه بله خبره چې باید لږ ورته تم شو، دا ده چې زمو په لیکل شوو ګرامري کتابونو کې له پرونه تر ننه پورې کوم نوی او ځانګړی بدلون نه وینو، هماغه پرون چې څه ويل شوي هغه بیا تکراروو؛ حال دا چې په ژبنيو بحثونو کې داسې موارد شته چې پرون دومره توجه ورته نه ده شوې او زموږ په ننیو کتابونو کې هم ورته نغوته قدرې هم نه کېږي. یا دا چې پرون چا ورته کومه اصطلاح نه شوای ټاکلی او هسې څنګزن ځنې تېر شوي دي. دا یادونه هم ضروري چې باید وشي او هغه دا چې زموږ په کتابونو کې داسې ګرامري مسایل له نورو مسایلو سره په مثالونو کې تر یو بریده شرح شوي غوندې دي، خو ډېر بحث پرې نه دی شوی، لکه مښود او د عددي صفت متمم.

له نېکه مرغه زموږ ځينې اوسني دقیق ليکوال چې د خپلې ژبې په نسبت د ډېر مسوولیت احساس کوي، دغو ګرامري مواردو ته ځير شوي دي او د هغو د ښې تشریح او وضاحت ترڅنګه مناسب اصطلاحات ورته کاروي. استاد اسدالله غضنفر هغه دقیق لیکوال دی چې تر بل هر چا ډېر دغه ستونزه درک کړې او پرې بحث کوي.

غضنفر زموږ یو له هغو لیکوالو دی چې د ژبې پر ساده والي سربېره د هغه پر ښکلا هم ټينګار کوي. د نثر لیکلو هنر د ښاغلي استاد غضنفر هغه کتاب دی چې تر ډېره بریده د ګڼو ګرامري مسایلو چې په ظاهره به ځينو ته عادي ښکاره کېږي، لنډ خو جامع بحثونه کړي دي.

د نثر لیکلو هنر چې د ۴۴ مقالو ټولګه ده، همدا سږ کال له چاپه راووته، چې د لیکوال په وينا په تېرو پنځلسو کلونو کې يې لیکلې دي. د مقالو دغه ټولګه د سید نوراحمد لمر په زیار په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا د سیدانو د کلتوري ټولنې په مالي ملاتړ د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر پر لیکل شوو يادښتونو سربېره په ۳۳۷ مخونو کې چاپ شوې ده، چې چاپچارې يې د مومند خپرندويې ټولنې ترسره کړې دي.

په دې کتاب کې پر نظم او نثر دواړو خبرې شوې دي، خو ډېر بحث پر پښتو نثر او نثري ښکلاوو شوی دی. لیکوال لیکي چې دغه مقالې د پنځه لسو کلونو (له ۱۳۷۴ نه تر ۱۳۸۹) په اوږدو لیکلې دي او په کتابي شکل د دغو مقالو د چاپ په وخت کې يې په اکثرو مقالو کې بدلونونه هم راوستي دي. استاد غضنفر ليکي: (( ځکه د وخت په تېرېدو سره معلومات او نظرونه بدلېږي.))

د دې کتاب د پیل مقاله، کومه کلمه غوره کړو؟ نومېږي؛ او داسې ښکاري چې لیکوال پر دې هم ډېر فکر کړی چې کومې مقالې په سر او پای کې راشي. له لویه سره د دې کتاب د اکثرو مقالو موضوعات پر ادبیاتو راڅرخي او لیکوال غوره ګڼلې چې لومړۍ مقاله د (کلمې) د کارولو په اړه وي، ځکه په ادبیاتو(نظم او نثر) کې تر هر څه لومړی کلمات او د کارونې ځايونه يې ډېر مهم دي.

ادبیات د کلماتو يوه مجموعه ده او دا ضرور ده چې د هغو د کارونې او استعمال ځایونه مناسب غوره شي. خو پر ادبي موضوعاتو سربېره موږ په نورو لیکنو کې هم له دې ستونزې سره مخامخ يو او ډېر ځله ځينې کلمات د ظاهري مفهوم له مخې چې د لیکلو په وخت کې راته مناسبې ښکاري کاروو او د هغه معنی ته دومره توجه نه کوو.

په هره برخه کې ځينې کلمات خپلې معناوې، مثبت او منفي بار لري. لیکوال په دې مقاله کې خپل بحث د مترادفو کلمو له کارولو پیل کړی دی او وايي چې دغه کلمات د يو بل ځایناستي کېدای نه شي. لیکوال ليکي: (( ځينې مترادفې کلمې د شدت په لحاظ له یوبله فرق کوي، په عشق کې د محبت په نسبت شدت زیات دی.

د مينې لمن بیا ډېره پراخه ده، په مينه کې له علاقې او دلچسپې رانيولې د ادم او درخانۍ تر عشقه پورې د لېوالتيا ټول مراحل راتلای شي.))

خو ليکوال دا هم لیکي چې د وخت په تېرېدو سره د يوې کلمې معنی بدلېږي، پراخېږي او محدودېږي، مثبت او یا منفي اړخ پیدا کوي. دی د مثال په توګه د دريځ کلمه یادوي او وايي چې پخوا له دريځه مراد منبر و، خو اوس د ستېج او موقف په معنی مشهور دی.

لیکوال په دې مقاله کې نه يوازې دا چې په لیکنو کې د معنی رسولو لپاره د کمو پر دقیق انتخاب ټينګار کوي وايي چې په لیکنو کې رواني او موسقیت هم مهم دي او له دې کبله هم موږ اړ یو چې د کلماتو په انتخاب کې دقت وکړو. د دې مقالې په پای کې دا هم لولو چې د کلماتو تکرار کوم وخت ښه وي او کوم وخت نه وي. د لیکوال په باور په شعر کې د شاعر د احساساتو د رسولو لپاره د کلماتو تکرار ډېره مرسته کوي خو په نثر کې ممکن ډېره بې خوندي رامنځته کړي.

د دې کتاب بله مقاله، چې پر يوې مهمې ګرامري موضوع لیکل شوې، د عددي صفت متمم نومېږي؛ په دې مقاله کې موږ د لومړي ځل لپاره د عددي صفت د متمم اصطلاح اورو چې زموږ په پخوانيو لیکل شوو ګرامرونو کې نه ده راغلې.

لیکوال هم لیکي چې استاد صدیق الله رښتين په خپل کتاب(پښتو ګرامر) کې د عددي صفت د متمم اصطلاح نه ده راوړې خو د عددي صفت په بحث کې دې موضوع ته يوه لنډه اشاره کوي. غضنفر صاحب د استاد رښتين د دغه بحث یوه لنډه برخه داسې رااخستې: ځينې وختونه د معدود د څرګندتیا او وضاحت لپاره تر عددونووروسته يو شمېر مناسبې کلمې هم استعمالېږي، لکه: دوه تنه سړي، پنځه کسه هلکان، څلور سره غوایان، درې سره پسونه.))

استاد غضنفر لیکي چې په ځينو مواردو کې د عدي صفت د متمم راوړل اړین نه دي خو زموږ لیکوال يې له نورو ژبو د ترجمې په اساس استعمالوي، په داسې حال کې چې وضاحت په کې نه وي. د مثال په ډول لیکوال دا غوره ګڼي چې د لس سره غوايانو پر ځای لس غوایان ولیکو، ځکه په دې کې د دري ژبې د راس ترجمه ښکاري او دومره وضوح په کې نشته. لیکوال وړاندې ليکي، هغه شیان چې جوړه لري لکه عينکې، بوټونه او…په پښتو کې ورته د عددي صفت متمم جوړه لازم ښکاري: په لس جوړې بوټونو چې کومه وضوح شته په لس بوټونو کې نشته.

په دې کتاب کې د ځينو ګرامري مسایلو ترڅنګ د نثر او داستاني نثر په اړه هم جالب بحثونه راغلي او لیکوال د مشهورو پښتنو لیکوالو د نثر په ځانګړتیاوو او نیمګړتیاوو هم خبرې کړې دي چې تر ډېره بریده زموږ له نویو لیکوالو سره د ښې نثر ليکنې په برخه ښه مرسته کولای شي.

دغه کتاب په فرهنګي کړيو له زیات هرکلي سره مخ شوی او ځينو علمي موسسو هغه په خپل تدريسي نصاب کې هم شامل کړی دی.

شاعر او لیکوال علم ګل سحر د نثر لیکلو هنر کتاب د پښتو ادبیاتو او نثر لیکنې په ډگر کې یوه ستره بریا بولي او وايي چې دی په ډې باور لري چې دغه کتاب به د پښتو نثر لیکلو په برخه کې د یوه مهم بدلون سبب وګرځي. د ښاغلي سحر په وينا، استاد اسدالله غضنفر داسې څه لیکلي چې د لوستونکي په درد خوري او ټولنې ته ګټه رسوي: (( په دې کتاب کې هغه څه يې لیکلي چې هره شیبه زموږ لیکوال ورته ضرورت لري.))

سحر وايي چې په دې کتاب کې د سختو لغتونو د کارولو هڅه نه ده شوې، په ساده او خوږه پښتو لیکل شوی چې د هرې سویې لوستونکی ترې ګټه اخیستلای شي: (( زه چې کله د استاد غضنفر لیکنه لولم لکه چې یو شیرین زبانه سړی راته خوږې کیسې کوي او زه ترې هم خوند اخلم او هم معلومات. د نثر لیکلو هنر کتاب هم همداسې دی.))

ښه کيسه لیکوال او کره کتونکی ډاکتر محب الله زغم وايي چې دغه کتاب په مجموع کې دوه عمده بحثونه لري: لومړی، د نثر د هنري اړخونو په باره کې خبرې، دویم، کره کتنه. د زغم په نظر د نثر په باره کې بحثونه داسې مسایل بیانوي چې وچ تیوریکي بحثونه نه دي بلکې هغه مسایل دي چې هر نثر لیکونکی ورسره مخ کېږي: (( لوستونکی له دې مقالو څخه عملي استفاده کولای شي. مثلاً کله چې ما د ((او)) د بې ځایه استعمال په اړه مقاله ولوسته، خپلې پخوانۍ لیکنې مې بیا وکتلې، هلته بې ځایه ((او)) بیخي ډېر راغلي وو.))

د ښاغلي زغم په خبره، د دې کتاب د کره کتنې مقالې دوه ډوله دي: د ښوونځیو او پوهنتون پر درسي کتابونو او مونوګرافونو نقد، او د لویو لیکوالو د نثري لیکنو کره کتنه: (( په دې دواړو ډولونو کې استاد غضنفر لوستونکی له سالم او علمي نقد سره اشنا کوي.))

زغم وايي چې استاد غضنفر د هر نثر په کره کتنه کې د هغه ښېګڼې او کمزورۍ دواړه تشریح کوي. موږ معمولاً لویانو ته د کامل انسان مقام ورکوو، فکر کوو د دوی هر څه سم دي خو استاد راښيي چې لوی لیکوال هم تېروتنې کوي.

د زغم په اند د نثر لیکلو هنر په کتاب کې مقالې خورې ورې پرتې دي. که چېرې د یوه تصنیف لاندې تنظیم شوې وای لا به ښه وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA