ads

چاودنې ۱3 پاكستانيو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان دخيبر پښتونخوا په تورغر ولسوالۍ كې نن د يوې  چاودنې له امله ۱3پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته . د تورغر ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي فريد خان رسنو ته ويلي، چې ياد پوليس په يوه ټرك كې هنګو ته د روزنې لپاره روان وو، چې موټر يې د سړك دغاړې پر   د پاکستان […]

نویسنده: The Killid Group
9 تله 1390
چاودنې ۱3 پاكستانيو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان دخيبر پښتونخوا په تورغر ولسوالۍ كې نن د يوې  چاودنې له امله ۱3پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته . د تورغر ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي فريد خان رسنو ته ويلي، چې ياد پوليس په يوه ټرك كې هنګو ته د روزنې لپاره روان وو، چې موټر يې د سړك دغاړې پر

 

د پاکستان دخيبر پښتونخوا په تورغر ولسوالۍ كې نن د يوې  چاودنې له امله ۱3پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د تورغر ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي فريد خان رسنو ته ويلي، چې ياد پوليس په يوه ټرك كې هنګو ته د روزنې لپاره روان وو، چې موټر يې د سړك دغاړې پر  يوه ځاى پر ځاى شوي ماين وربرابر شو.
نوموړي زياته كړه، چې په دغې پېښې كې درې پوليس وژل شوي او  10 نور هغه يې ټپيان دي.
د فريد خان په وينا: ټپي پوليس يې د بټګرام ملكي روغتون ته ليږدولي او له ډلې يې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې له پېښې وروسته سيمه د پوليسو لخوا كلابند شوې، خو تر اوسه يې په تړاو د چا د نيولو خبر نه دى ترلاسه كړى او نه هم د پېښې پړه چا پرغاړه اخيستې.
د يادونې وړ ده، چې په پاكستان كې د نشنل عوامي حزب واك ته له رسېدو وروسته  تور غر سيمه پر ولسوالۍ بدله شوه، چې تر اوسه پكې له پوره امنيتي ځواكونه نه دي ځاى پرځاى شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA