ads

د خپلواکۍ لمر څرک

د خپلواکۍ لمر څرک د افغانستان د يوه حساس او مهم پړاو تاریخ دی. د هغه پړاو تاریخ چې زموږ د لیکوالو او مورخينو له خوا ډېر کم بحث پرې شوی او پرديو لیکوالو يې په اړه مغرضانه او دښمنانه بحثونه کړې دي، په تېره بیا ایراني ليکوالو. د خپلواکۍ لمر څرک د افغانستان د […]

نویسنده: The Killid Group
9 تله 1390
د خپلواکۍ لمر څرک

د خپلواکۍ لمر څرک د افغانستان د يوه حساس او مهم پړاو تاریخ دی. د هغه پړاو تاریخ چې زموږ د لیکوالو او مورخينو له خوا ډېر کم بحث پرې شوی او پرديو لیکوالو يې په اړه مغرضانه او دښمنانه بحثونه کړې دي، په تېره بیا ایراني ليکوالو.

د خپلواکۍ لمر څرک د افغانستان د يوه حساس او مهم پړاو تاریخ دی. د هغه پړاو تاریخ چې زموږ د لیکوالو او مورخينو له خوا ډېر کم بحث پرې شوی او پرديو لیکوالو يې په اړه مغرضانه او دښمنانه بحثونه کړې دي، په تېره بیا ایراني ليکوالو.

د خپلواکۍ لمر څرک ليکوال ارواښاد الحاج امان الله هوتک دی. دغه کتاب په لومړي ځل په ۱۳۶۸ لمریزکال په افسېټ ډول په کوزه پښتونخوا کې چاپ شوی دی. دا چې دغه کتاب د هوتکيانو د دورې په اړه ډېر نوي او جامع معلومات رانغاړلي او د ګڼو افغانانو توجه يې ځانته جلب کړه د دويم او درېيم ځل لپاره هم چاپ شو. د خپلواکۍ لمر څرک په دويم ځل په ۱۳۸۶ لمریز کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ۳۸۶ مخونو کې په ښه قطع او صحافت د چاپ په ګاڼه وپسولل شو او په ۱۳۸۷ لمریز کې دانش خپرندويې ټولنې هم چاپ کړ.

پر دې کتاب نومیالي ليکوال او محقق استاد حبیب الله رفيع يوه ګټوره سريزه کښلې او د هغه په ترڅ کې يې په شپاړسمه، اووه لسمه او اتلسمه پېړۍ کې چې د افغانستان په تاريخ کې ډېر بحراني او غيرعادي پېړۍ بلل کېږي لنډه رڼا اچولې او همدارنګه يې د دغه کتاب د ارزښت او په پر دې موضوع د نورو ليکل شوو اثارو په اړه معلومات ورکړي دي.

ليکوال خپل اثر د خپلواکۍ د لارې ستر مبارز سپه سالار سیدال خان ناصر ته په دې ټکو ډالۍ کړی دی: (( د غازي سپه سالار سیدال خان ناصر په نوم چې د افغاني عظمت په لاره کې يې توره او قلم په مېړانه او ایماندارۍ چلولي دي.))

د دغه اثر د بشپړېدو نېټه د ۱۳۶۸ لمریز کال د وري اتمه ښودل شوې ده. د کتاب په پای کې د يوې لنډې يادونې په ترڅ کې دا هم راغلي چې ښاغلی امان الله هوتک د ۱۳۷۹ لمریز کال د چنګاښ په دويمه نېټه په حق رسېدلی دی.

د خپلواکۍ لمر څرک په دريو څپرکو کې دی. په لومړی څپرکي يې د ميرويس نيکه په ژوند او پاڅون مستندې خبرې شوې دي، دويم څپرکې يې د شاه محمود هوتک سوبو ته ځانګړی دی او درېيم څپرکی يې د نادر يرغل بیانوي او د هوتکي دورې پر مشاهيرو رڼا اچوي. دغه کتاب يوه ضميمه هم لري چې له فقیر جميل بیګ سره د ميرویس نيکه ملاقات تر عنوان لاندې د نیکه يوه ښه ژوند پېژندنه ګڼل کېدای شي.

د دې اثر په ليکلو کې د کورنيو او بهرنيو اخځونو له نويو سرچينو او هغو رواياتو څخه چې د هوتکو له وخته بيا تر ننه پورې سينه په سينه رارسېدلي، ګټه اخيستل شوې ده. پېښې په داسې ډول بیان شوې دي چې سم له واره د سړي زړه ته پريوځي. د دې اثر يو غوره ارزښت دا دی چې د کلونو په اوږدو کې ایراني ليکوالو تل دا هڅه کړې چې د افغانانو د مېړانې دغه پېر تر انتقاد لاندې ونيسي خو ليکوال په پوره بې طرفۍ د قناعت بښونکو دلايلو په راوړلو سره، هغه انتقادونه رد کړي دي.

ليکوال د دغه تاريخ په لیکلو کې ساده ژبه کارولې او ټوله توجه يې د پېښو روڼ بیان ته وقف کړې ده. په دې برخه کې په زړه پورې خو لا دا ده چې دغه تاریخ له سره ترپايه په داستاني ژبه بیان شوی دی. د کتاب په ځينو برخو کې د يوې پېښې په بیان کې څو نورې پېښې رااخستل شوې دي، خو کمال يې دا دی چې اصلي پېښه په کې توضیح شوې ده.

زموږ د يو شمېر لیکل شوو تاریخي کتابونو پر نورو سربېره يوه نیمګړتیا دا وي چې مورخينو تر ډېره لفاظۍ ته ترجیح ورکړې او جمله بندۍ يې ستړي کوونکي وي، خو دغه اثر د تاریخ لیکنې د اصولو په پام کې نيولو سره داسې لیکل شوی چې په لوستلو سره يې لوستونکی دا احساسوي چې ګوندې يو څوک ناست دی او په مينه مينه ورته نکل کوي.

د یادونې وړ ده چې د دې کتاب متن د يو زیات شمېر تاریخي نارو په استناد لیکل شوی او د نورو نارو تر څنګ د ميرويس نيکه يوه ناره هم په کې خوندي شوې ده چې په دې ډول ده:

عرض مې نه لګي پر تا تمام پاچا

څو به کومه فریادونه

لیکوال ليکي چې دغه ناره په هغه خطي مجموعه کې خوندي ده چې د لیننګراد د ختيځ پوهنې په انستیتیوت کې ساتل کېږي او ښاغلي زلمي هيواد مل په ( د پښتو د ادبي تاریخ خطي منابع) نومې رساله کې رانقل کړې ده.

لیکوال میرویس نیکه په افغان مشرانو کې تر ټولو هغه با تدبیره مشر راپېژني چې د خپلو تدبیرونو په مټ يې دښمن رالاندې کړ او خپل ولس يې د پرديو له مظالمو وژغوره. دا کتاب دا راته وايي چې د ميرویس نيکه مبارزه په تدبير، تعقل، ارامۍ، سنجش او تفکر ولاړه وه.

دا اثر د لیکوال د ډېر زیات زیار ښکارندويي کوي، استاد رفیع لیکي چې په دې اثر کې له هغو پښتو ماخذونو چې قلمي او نادر دي هم استفاده شوې، د اروپايي لیکوالو اثار يې هم کتلي او د ایرانیانو د اثارو انتقادي مطالعه يې هم کړې ده. د استاد په وينا، دا اثر د هوتکو په دوره کې د افغاني واکمنۍ په باب تر ټولو پخوانيو اثارو بشپړ، جامع او هراړخيز دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA