ads

د سقراط ژوند، اند او فلسفه

د سقراط ژوند، اند او فلسفه د اردو ژبي ليکوال ملک اشفاق لیکنه ده. دغه کتاب ځوان افغان لیکوال عطاالله حیران پښتو کړی دی. دغه ژباړه د ۱۳۹۰ لمریز کال په لومړيو کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی او په ۱۲۲ مخونو کې د سقراط ژوند، اند او […]

نویسنده: The Killid Group
27 وږی 1390
د سقراط ژوند، اند او فلسفه

د سقراط ژوند، اند او فلسفه د اردو ژبي ليکوال ملک اشفاق لیکنه ده. دغه کتاب ځوان افغان لیکوال عطاالله حیران پښتو کړی دی. دغه ژباړه د ۱۳۹۰ لمریز کال په لومړيو کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی او په ۱۲۲ مخونو کې د سقراط ژوند، اند او فلسفه راته بیانوي.

د سقراط ژوند، اند او فلسفه د اردو ژبي ليکوال ملک اشفاق لیکنه ده. دغه کتاب ځوان افغان لیکوال عطاالله حیران پښتو کړی دی. دغه ژباړه د ۱۳۹۰ لمریز کال په لومړيو کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی او په ۱۲۲ مخونو کې د سقراط ژوند، اند او فلسفه راته بیانوي.

که څه هم د کتاب صحافت په ښه شکل سره شوی خو يوه نیمګړتیا چې له پيله په کې د يادونې وړ ده، هغه په کتاب کې د راغلو لیکنو او بحثونو د فهرست نه راوړل دي.

په دې کتاب کې د سقراط پر اند و ژوند او فلسفي افکارو ښه په کوټلي ډول رڼا اچول شوې. د کتاب د ژباړې ژباړه روانه او ساده ده او د هرې کچې لوستونکي لپاره د پوهې وړ ده.

د لیکوال ملک اشفاق د لیکنې طرز ځکه د ستاينې وړ دی چې د سقراط په اړه يې هر څه په ساده ډول ويلي دي، حتی د هغه د فلسفي په بیانولو کې يې هم دغه هڅه کړې ده.

ليکوال په لومړي بحث کې د سقراط ژوند هېنداره داسې ځلوي:

د يونان ستر فیلسوف او د اخلاقو مبلغ چې لوی استاد يې هم بولي، سقراط په ۴۶۹ میلادي کال په اتن کې سترګې وغړولې. پلار يې سوفرونسکوس يو مجسمه ساز او ډبر توږی و. ليکوال وړاندې ليکي چې سقراط تر لومړنیو زده کړو وروسته د خپل پلار په پلونو پل کېښود او ډبر توږنې ته يې مخه کړه. خو د خپلو احساساتو له امله يې دا کسب په نيمه کې پرېښود.

د سقراط د مور په اړه لولو چې هغه فیناريټي نومېدله او ډېره پوهه او اخلاقي ښځه وه، هغې په داسې حال کې چې د خپل زوی ښه پالنه يې کوله پردي ماشومان يې هم روزل. فیناريټي سقراط ته رښتیا ويل او نيکي چارې ورښودلې.

ليکوال وړاندې وايي چې د اتن د قانون له مخې هر ښاري ته پوځي روزنه ضروري وه او سقراط د يو پوځي په توګه د سپارټا او اتن په جګړه کې برخه لرله او په هغه کې ډېر ښه وځليد. ليکوال تر څلوېښت کلنۍ وروسته د سقراط په شخصیت کې د هراړخيز بدولون یادونه کوي او ليکي سقراط په ډېر غور، فکر او بصیرت د خپلو فلسفي افکارو اورول پیل کړل او د يوه فلسفي په څېر يې د خلکو په زړونو کې ځای وموند. د لیکوال په وينا، د ده د سوال او ځواب حقیقت رښتيا ته د رسېدلو مرستندوی و.

سقراط د خپلې فلسفې د تدريس لپاره کومه لېسه او یا اکاډيمي نه درلوده، هغه به بازار ته وتو او هلته به يې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځوانانو ته لارښوونې کولې. ليکوال د سیسرو له قوله د سقراط د فلسفې په اړه وايي چې هغه فلسه له اسمان نه ځمکې ته راښکته کړه: تر دې وړاندې دا ډول فلسفه نه ده ليدل شوې. ځکه چې د هغه فلسفه حقیقت ته نږدې وه.

لیکوال د پخوانيو فلسفیانو په اړه په دې نظر دی چې که څه هم هغه فلسفې د فطرت په لټه کې وې خو سقراط د کایناتو، هندسې، فزیک، کیمیا او ریاضي په څېر علومو کې ډېر کار کړی. سقراط به ویل: داسې علم زده کړئ چې نورو انسانانو ته يې ګټه ورسېږي او د انسانانو ترمنځ یووالی لا پسې ځواکمن شي.

تر کومه چې په نورو تاريخي کتابونو کې راغلي دي، يونان يې ډېر ښکلي خلک وو، خو سقراط د هغوی په څېر نه و. ليکوال ليکي چې هغه تور او بد شکل درلود. ويل کېږي چې په ماشومتوب کې يو ټولګيوال ورته چونګښه ويل. ليکوال د سقراط د يوه نږدې ملګري ګرايټو خبره را اخلي او ليکي: سقراط ډېر زیات بې پروا او ټيټ قدی و. تل به يې بې ډوله جامه پر تن وه. پلنې شونډې، راوتې ملا، پلن تندی او غټې بې ډوله سترګې يې لرلې، ږېره يې هم ګډه وډه پرې ايښې وه. خو سقراط به ويل چې دا به د الله ج خوښه وه چې دا ډول څېره يې راکړې ده.

ګرايټو وايي: په دې بد رنګ او بې ډوله جسم کې دننه يو ډېر ښه نیک، رښتنی او مينه ناک روح و.

لیکوال د سقراط د فلسفې د راز په اړه وايي چې د هغه ژوند با اعتداله و، ځکه خو  د ده فلسفه له یوه خاص اعتدال څخه برخمنه وه. هغه به ويل: زه په يو شي ډېر ښه پوهېږم چې په هيڅ نه پوهېږم.

لیکوال وړاندې ليکي چې سقراط په دې نظر و چې علم تر هرڅه غوره دی، ټولې بدۍ چې دي له ناپوهۍ نه سرچينه اخلي، نو په همدې پار نيکي علم دی.

لیکوال په پای کې دې ټکي ته په اشارې سره چې د افلاطون له خولې يې لیکلی وایي چې سقراط پر هيواد مين شخص و او په سیاست کې يې ډېره ونډه درلوده او د خپلې پوهې، رښتينولۍ او زړورتوب له امله يې ځانته دښمنان هم درلودل. دلته د هغه لوی مخالف ایني ټس په ګوته کېږي. ويل کېږي چې پر سقراط دا تور لګول شوی و چې د ریاست له مشهورو دیوتاګانو مخالف دی او د ځوانانو اخلاق يې خراب کړي. مخالفینو يې غوښتل چې هغه ته د مرګ سزا ورکړي. په پای کې دغه ستر فلسفي په زندان کې د زهرو ډک جام په سر واړاوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA