ads

سولې پروسې سره يو ځاى شئ ګنې …

د جمهوري ر ياست دويم مرستيال د وسله والو طالبانو مشرانو ته خبردارى وركړ، چې د سولې له پروسې سره دې يوځاى شي، ګنې د اسامه له سرنوشت سره به مخ شي.     د جمهوري ر ياست دويم مرستيال د وسله والو طالبانو مشرانو ته خبردارى وركړ، چې د سولې له پروسې سره دې […]

نویسنده: The Killid Group
21 غویی 1390
سولې پروسې سره يو ځاى شئ ګنې …

د جمهوري ر ياست دويم مرستيال د وسله والو طالبانو مشرانو ته خبردارى وركړ، چې د سولې له پروسې سره دې يوځاى شي، ګنې د اسامه له سرنوشت سره به مخ شي.

 

 

د جمهوري ر ياست دويم مرستيال د وسله والو طالبانو مشرانو ته خبردارى وركړ، چې د سولې له پروسې سره دې يوځاى شي، ګنې د اسامه له سرنوشت سره به مخ شي.

په همدې حال كې د سولې د عالي شورا مشر وايي، كه چيرې له وسله والوطالبانو سره د سولې پروسه چټكه نه شي، نو لرې به نه وي، چې ناامنۍ لا پراختيا ومومي.

د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد كريم خليلي، د سې شنبې په ورځ د سولې له پروسې او سوله ييز ژوندانه ته د طالبانو د بېرته راستنېدو د بهير د اروزنې په اړه دوه ورځني كنفرانس ته په وينا كې وويل، چې طالبان دې نور د سولې له پروسې ملاتړ او د هېواد په بيا رغونه كې ګډون وكړي او دا ښه چانس او فرصت دى، چې دوى د اسامه له وژنې عبرت واخلي، ګنې د دوى مشران به د اسامه له سرنوشت سره مخ شي.

خليلي زياته كړه، چې په هېواد كې يو شمېر څرګندې ستونزې شته، چې د ترهګرۍ د پيا وړتيا لامل ګرځي او يواځې سياسي روغه جوړه ترهغې نه شي كولاى مثبتې پايلې ولري، چې فرهنګي، پراختيايي او نور خدمات پراختيا ونه مومي او  له وسله والو طالبانو سره سوله  په هر اړخيزو برخو كې د تېرو لسو كلونو د لاسته راوړنو د بايللو په مانا نه ده، بلكې وسله وال طالبان د اساسي قانون په منلو سره كولاى شي، خپلې مشروع غوښتنې له افغان دولت سره شريكې كړي او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته به خاصه پاملرنه كېږي.

په دې كنفرانس كې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني خبردارى وركړ، كه چېرې له وسله والو طالبانوسره د سولې بهير ته جدي پاملرنه او پروسه چټكه نشي نو ناامنۍ، جګړې او ځانمرګي بريدونه به لا ډير او د وسلو او نشه يي توكو قاچاقبران او بلاخره بهرنۍ لاسوهنې به د دې لامل شي، چې ناامني آن ګاونډيو هېوادونو ته وغځېږي.

استاد رباني زياته كړه، چې په تېر يوه كال كې د دوى شورا يو لړ لاسته راوړنې درلودې، چې د دوى په هڅو په بادغيس، بغلان، كندز او يو شمېر نورو ولايتونو كې وسله والو طالبانو خپلې وسلې پرځمكه ايښي دي او پر نورو هم غږ كوي، چې د جګړې دوام نور مشروعيت نه لري.

استاد رباني همداراز وويل، له طالبانو سره سوله د ټولو افغانانو جدي هيله او غوښتنه ده، خو هغه څوك چې د مخالفې سياسي ډلې يا اپوزيسيون په نامه مخالفت څرګندوي، هغوى د سولې له بهير څخه ناسم برداشت او فهم لري او داشان دريځونه كم عمره، صليقه يي او تېرېدونكي دي.

څو ورځې وړاندې ډاكتر عبدالله عبدالله او د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح د يوې غونډې په ترڅ كې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه خپل مخالفت څرګند كړى و.

په همدې حال كې د ماليې وزارت چارواكو خبر وركړ، چې نړيوالو مرستندويو هېوادونو د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره ټولټال ۱۴۱ ميليونه ډالره د مرستې ژمنه كړې، چې تراوسه ۸۵ اتيا ميليونه ډالر يې افغان دولت ته سپارل شوي او د سولې د عالي شورا ټوله بوديجه دوه ميليونه او اته لكه ډالره ده، چې په همدې خاطر په دې كنفرانس كې د سولې د عالي شورا مشر او د جمهوري رياست دويم مرستيال له نړيوالو مرستنديو هېوادونو وغوښتل، ترڅو د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په هدف خپلې كړې ژمنې عملي او له دغې شورا سره نورې مالي مرستې هم وكړي.

دا په داسې حا ل كې ده، چې  په دې ورستيو كې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې د طالبانو بريدونو زوراخستى، چې ښه بېلګه يې د كندهار د شنبې، يكشنبې  او دوشنبې د ورځو نښتې دي، چې دوه شپې او دوه ورځې  يې دوام درلود، چې په دغه ولايت كې  يې له افغان ځواكونو سره د خپلې پياوړتيا په هدف ځواك څرګند كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA