ads

برېښنايي پېژندپاڼې به د جعل كارۍ مخه ونيسي

د مخابراتو وزارت وايي، په نږدې راتلونكې كې به د نویو تذکرو( د برېښنايي پېژندپاڼو) د وېش لړۍ په كابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پیل کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له تېرو دریو کلونو راهیسې پتېيلې ده چې د هېواد د وګړو لپاره پخوانۍ پېژندپاڼې چې دا مهال يې د وېش […]

نویسنده: The Killid Group
20 غویی 1390
برېښنايي پېژندپاڼې به د جعل كارۍ مخه ونيسي

د مخابراتو وزارت وايي، په نږدې راتلونكې كې به د نویو تذکرو( د برېښنايي پېژندپاڼو) د وېش لړۍ په كابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پیل کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له تېرو دریو کلونو راهیسې پتېيلې ده چې د هېواد د وګړو لپاره پخوانۍ پېژندپاڼې چې دا مهال يې د وېش پر چاره هم کلکې نيوکې کېږي، له دې وروسته کمپيوټري کړي.

د مخابراتو وزارت وايي، په نږدې راتلونكې كې به د نویو تذکرو( د برېښنايي پېژندپاڼو) د وېش لړۍ په كابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پیل کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له تېرو دریو کلونو راهیسې پتېيلې ده چې د هېواد د وګړو لپاره پخوانۍ پېژندپاڼې چې دا مهال يې د وېش پر چاره هم کلکې نيوکې کېږي، له دې وروسته کمپيوټري کړي.

تراوسه له خلکو سره هغه تذکرې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د بېلابېلو حکومتونو له لوري وېشل شوې دي، شته دي.

دا تذکرې د ظاهرشاه د سلطنت، د سردار داود د جمهوریت، د ثور د ۷مې نېټې له کودتا راوروسته د کمونیستي حکومتونو، د مجاهدینو د حکومت، د طالبانو، د موقتې، انتقالي او بالاخره په انتخابي دورو پورې اړه لري چې ډول ډول ډیزاین شوې دي.

د دغو زړو تذکرو کچه او طرحه د دې سبب شوې هم ده چې له یوې خوا د افغان تذکرو په جعل کولو لاس پورې شي او له بلې خوا د نړۍ هېوادونو ته د سفر او تګ پرمهال د هویت پېژندنې پرمهال افغانان له ستونزو سره مخ شي.

خو د نویو برېښنايي تذکرو له وېش سره ویل کېږي چې د هر ډول جعلکارۍ مخه به ونیول شي.

د وزارت چارواكي وايي چې دا به په دولتي ادارو كې د چارو د پرمختګ او عصري كولو په لور هم يو غټ او پرځای ګام وي چې په لومړي ځل د مركزي ادارې له لوري پورته كېږي.

د مخابراتو وزارت د چارواكو په  خبره، د  دې عصري برېښنايي پېژندپاڼو جوړول، به په هېواد كې د خلكو له لورې، د څوځلې پېژندپاڼو د جوړولو او هم  بهرنيانو ته د پېژندپاڼو د وركولو مخه ونيسي.

دوى وايي، د نویو برېښنايي پېژندپاڼو چارې په چټكۍ سره روانې دي او په راتلونكو څلورو مياشتو كې به دا لړۍ په رسمي توګه په هېواد کې پيل شي.

ویل کېږي چې دا نوې تذکرې به د یوه بانکي کارت په څېر وي چې نه يوازې به د هويت کارت په توگه کارول کېږي، بلکې د موټر د جوازسير او لاېسنس په توگه هم د کارېدنې وړ وي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت سرپرست وزير اميرزى سنګين وايي چې نوې پېژندپاڼې ډېرې عصري دي او په وينا يې څوك  نه شي كولى چې درغلي وکړي او د یوې پېژند پاڼې پرځای نورې هم واخلي، ښاغلی سنګین وايي:(( دغه راز  به د يوه تن له خوا د بل تن لپاره د پېژندپاڼې جوړول هم پاى ومومي.))

د اميرزي په خبره، نوې پېژندپاڼې له هر  ډول جعل كارۍ په بشپړه پاكې دي او د پېژندپاڼې اخيستونكي د ګوتې سكن  به  هم  په ټولو مركزونو كې اخيستل كېږي:(( نوې پېژندپاڼې به  ډېرې عصري وي، د پېژندپاڼو ورکولو ټول مرکزونه به د معلوماتي ټکنالوژۍ په مټ سره تړلي وي، کله  چې څوک د هېواد په هره سيمه کې پېژند پاڼه غواړي، په ټولو مرکزونو کې به د هغه د ګوتې سکن اخيستل کېږي، که هغه د دويم وار لپاره د پېژندپاڼې د اخیستو لپاره مراجعه وکړي، نو د کمپيوټر په وسيله به پېژندل کېږي، دا به په راتلونکې كې د پېژندپاڼو په برخه كې هر ډول جعل کاري ناممکنه كړي.))

د سنګين په وينا د  دې پېژندپاڼو په جوړولو سره به نه يوازې د جعلي پېژندپاڼو د جوړولو مخه ونيول شي، بلكې  نورې ګڼې آسانتیاوې هم لري:(( له دې سره به د جعلي پېژندپاڼو پر مخنيوي سربېره، د موټر د لايسنس، د وسايلو د راجسټريشن، د ډيجيټلي لاسليك او نورو مهمو چارو کې ترې اعظمي استفاده كېداى شي.))

هغه وايي، د نویو پېژندپاڼو د وېش دا لړۍ به په راتلونكو درې كلونو كې د هېواد ډېرى سيمو ته ورسېږي، خو په خبره یې پيل به يې له كابله كېږي: (( دا پېژندپاڼې به د ټاكنو پرمهال د زيات لګښت مخه هم ونيسي او خلك د دې پېژندپاڼو له مخې کولای شي چې د هېواد په هر ګوټ کې د خپل غوره کړي کاندید په ګټه رايه وکاروي.))

اميرزى سنګين وايي څو میاشتې وروسته به په لومړي پړاو كې په كابل كې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شي، په دوهمه مرحله كې به د دولس مياشتو په موده كې په ۲۵ ولايتونو كې دا توزيع وشي او درېيمه مرحله پاتې ولايتونه ترپوښښ لاندې نيسي.

نوموړى وايي په همدې هدف يې د ۱۱۱،۵ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت دغه تړون د جي ټي آر شرکت سره چې د نړۍ غوره شرکتونو ( IRIS )ماليزيا، هيونډای، کوريا او د انترسټ امريکا سره په يو کانسرسيوم کی ګډون لري، لاسليک كړى:(( په دغې پروژې کې پنځه ويشتو کمپنيو خپله ليوالتيا ښودلې وه، خو تر وروستۍ ورکړل شوې نيټې پورې يوازې پينځو کمپنيو خپل ليکلي وړانديزونه وزارت ته سپارلي وو:(( د تدارکاتو د قوانينو او کړنلارو د اغېزمنتوب د باوري کېدو په هدف د تسليم شویو  پروپوزلونو تر ژورې  تخنيکي  او مالي ارزونې وروسته دGTR    شرکت گټونکی وګڼل شو.))

د مخابراتو سرپرست وزير وايي د دې پروژې ټول لګښت د افغانستان دولت له پراختيايي بودجې ورکول کېږي :((  د نړی ډېر هېوادونه لاتراوسه  هم دغه پرمختللی سيسټم نه لري، افغانستان به په سيمه کې لومړی هېواد وي چې له دغه سيستم نه ګټه اخلي.))

اميرزي سنګين، په دې پېژندپاڼو كې د ګوتو، سترګو او نورو په اړه معلومات ساتل د نويو برېښنايي پېژندپاڼو له مهمو ځانګړتياوو وګڼل.

د ماليي وزارت مرستيال عبدالرزاق صمدي هم د برېښنايي پېژندپاڼو د پروژې اهمیت ته په اشارې وايي چې دا پروژه د هېواد په پرمختګ او وده كې مهم او ارزښتناك نقش لري:(( د  نويو برېښنايي پېژندپاڼو وېشل به د افغان ولس په ژوند کې يو مثبت بدلون وي او د افغان دولت سره به د سولې په راوستو او د ناامنۍ په ختمولو کې خورا زياته مرسته وکړي.))

د کورنيو چارو وزارت چارواكي هم د نویو برېښنايي پېژندپاڼو په جوړولو خوښ دي او وايي چې نوې پېژندپاڼې به له پوليسو سره مرسته وکړي چې مجرمين په آسانۍ وپېژني او د قانون منگلو ته يې وسپاري.

خو عام وگړي وايي، دا ټول هغه وینا او اټکلونه دي چې د نویو کمپيوټري پېژندپاڼو د پروگرام عملي کېدل به يې سم او يا هم ناسم جوت کړي.

د لوګر ولايت يو تن اوسيدونكى نجيب الله پيمان، كه څه هم د برېښنايي پېژندپاڼو جوړېدل ښه كار ګڼي، خو په وينا يې څوك هم دا تضمين نه وركوي چې دا پېژندپاڼې به جعلي نه جوړېږي:(( د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ښه کار دى، خو دا تضمين به څوک ورکوي چې دغه جعلي نه جوړېږي، ځکه د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو په مرسته دلته د هر کار د جعلکارۍ امکان شته.))

د كابل ولايت اوسيدونكى عبدالهادي هم د نويو پېژندپاڼو جوړيدل ضروري بولي او په وينا يې دا كار بايد ډېر مخكې شوى واى.

هغه وايي، د دې پېژندپاڼو په جوړېدو سره به د جعلي پېژندپاڼو كچه كمه شي او د دى له كمېدو سره به نور ډېر جعلي كارونه هم كم شي:(( بايد خپله دغه سيسټم ډېر خوندي وساتل شي چې د ورانکارو لاسته ونه لوېږي.))

هغه وايي، اوسنۍ پېژند پاڼي چاته د ښودلو نه دي او په وينا يې دا پېژندپاڼې به د جرمونو په مخنيوي کې هم مرسته وکړي او د افغانستان حيثيت به ورسره لوړ شي .

كه څه هم تمه كېده چې دا نوې پېژندپاڼې به د سرشمېرنې په پروسه کې چې په نژدې راتلونکې کې په امتحاني ډول تر سره کېږي، مرسته وکړي، خو د مرکزي احصايې اداره وايي، د پېژندپاڼو ورکړه بېله او سرشمېرنه بېله ده.

دا اداره وايي، کېداى شي پېژندپاڼې د سرشمېرنې د پروسې په پرمخ وړلو کې مرسته وکړي، خو د سرشمېرنې بديل کېداى نه شي.

دا مهال د تذکره( پېژندپاڼه) د يوه عادي کاغذ په توګه ورکول کېږي چې د چارو کتونکي يې د هېواد راتلونکې ته کلک زيان بولي.

سره له دې چې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره په بې قانونه ډول د پېژندپاڼو ورکول نه مني، خو خلک وايي، د هېواد پېژندپاڼې چې د اتباعو د هويت څرګندونه کوي، په دې وروستيو کې دومره بې ارزښته شوې دي چې ان د څو پېسو په بدل کې جوړېږي.

ځني نور بيا په دې اداره دا تورونه هم پورې كوي چې د واسطو له مخې خلكو ته پېژندپاڼې وركوي.

د غزني ښار اوسېدونكى لعل محمد وايي په خپلو سترګو يې لېدلې چې ځينې خلك په لږو پيسو یې په آسانۍ سره جوړولى شي

خو له دې ټولو سره سره په ننګرهار كې د آريانا خصوصي پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد او د سياسي چارو شنونكى شېر علم امله وال، د برېښنايي پېژندپاڼو د توزيع پروسه ستايي.

نوموړى وايي، د اوسنيو پېژندپاڼو نه هرڅوك ناوړه ګټه پورته كوي او په خبره يې بهرني وګړي يې په ډېره آسانۍ تر لاسه كوي: (( هرڅوك چې روپۍ وركړي، تذكره اخيستى شي.))

امله وال هم پر دولت غږ كوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د توزيع په پروسه كې دې له ډېرې ځيرنې كار واخلي.

ټاکل شوې وه چې دغه پيژند پاڼې د جمهوري ریاست له  ټاکنو مخکې وېشل شوې وای، خو د امکاناتو د نشتوالي له کبله دغه بهير وځنډېده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA