د ننګرهار كروندګر، د بڼوالۍ پراخېدل په سيمې كې، ګټور كار بولي او له دې لارې د خپلو عايداتو زياتيدا ته تمه ښيي. د ياد ولايت كروندګرو چې په خپلو ځمکو کې د نورو سبزيو ترڅنګ ځينې مېوه لرونکي نیالګي کرلي، وايي چې د دغو نیالګ
د ننګرهار كروندګر، د بڼوالۍ پراخېدل په سيمې كې، ګټور كار بولي او له دې لارې د خپلو عايداتو زياتيدا ته تمه ښيي.
د ياد ولايت كروندګرو چې په خپلو ځمکو کې د نورو سبزيو ترڅنګ ځينې مېوه لرونکي نیالګي کرلي، وايي چې د دغو نیالګیو په کرلو سره كه له يوې خوا مېوه دانه ترلاسه کوي، له بلې خوا د سيمې د لا ښیرازۍ او پاکوالي علت ګرځي.
په ورته وخت کې دا کروندګر د ننګرهارد کرنې او مالدارۍ له رياسته غواړي چې د دې نیالګیو په لا زياتوالي او د ناروغيو د اخته کېدا پرمهال دې ورسره، مرسته وکړي.
د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د قاسم خان په نوم یو بڼوال له دولته د دې غوښتنې تر څنګ، له نورو کروندګرو هم د بڼوالۍ د دودیدا غوښتنه کوي.
نوموړی چې د خپلې کر لاندې ځمکې پر پوله ګرد چاپېره د زردالانو وڼې لري وايي چې د تېر په څېر له خپلې ځمکې د غنمو ښه حاص ترلاسه کوي او په دې وروستیو کې ډېر زردالان هم ټولوي چې اقتصاد یې تر په خوا ښه شوی.
نوموړى زياتوي: ((كه په خپله ځمكه كې زيار وايستل شي هم به وطن شين شوى وي او هم به مو ګټه وټه زياته شوې وي.))
۳۸ كلن شریف الله چې د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ اوسېدونكى دى وايي چې په خپله څلور جریبه ځمکه کې د زردالو او الوچو وڼې لري: (( اوس مې تر په خوا حاصلات او گټه څو چنده زياته شوې او سيمه هم ښايسته شوې ده.))
د چپرهار والسوالۍ اوسېدونكى غلام علي بزګر ٣ کاله مخکي د بادام نیالګي کرلي وه چې په دريم کال يې يو بوټي دوه کيلو بادام حاصل ورکړی: (( سږ کال يې هربوټي شپږ کيلو بادام کړي وه، سږ کال مې ٤٠٠ د مالټواو٢٠٠ د نارنجو او٦٠ بوټي د زردالو کرلي دي.))
د نوموړي په خبره چې دوه درې كاله وروسته به يې د حاصل اندازه ولګېږي.
بل بزګر اسدالله يوسفزى د غني خيلو ولسوالي اوسېدونكى وايي: (( ما ۷۵ جريبه باغ کرلى چې د ټولو ونو شمېر ٤٨٠ ته رسېږي، په دې کې نارنج، مالټه، بادام او انارشامل دي.
هغه وايي چې سږ کال يې نوې پنځه جريبه ځمکه کې د انارو نیالګي کرلي او په خبره غني خيلو ولسوالي کې سږکال ټول ټال ١٣٠ جريبه ځمکه د انارو په نیالګیو پوښ شوې چې درې کاله پس حاصل ورکولو ته جوړېږي.
بل لوري ته د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست هم په سيمه کې د بڼوالۍ دوديدا ته د بزګرو د هڅونې په هدف د خپلو ځينو مرستو يادونه کوي.
د ننګرهارد کرنې اومالدارۍ په رياست کې د ځنګلونو او باغدارۍ مسؤل عيسى جان عتيق عبدياني وايي: (( د يو شمېر مرستندويه ادارو په مرسته مو د پچيراګام، شينوارو، ښيوې، بهسود، سرخ رود او کامې ولسوالیو له کروندګروسره د مېوه لرونکو ونومرسته کړې.)) خو شمېره یې په ګوته نه کړه.
د ځنګلونو دې مسؤل دا ژمنه هم وکړه چې له کروندګروسره به د ونو په ساتلو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي: ((اکه بڼوال له کومې ستونزې سره مخ كېږي، زموږ ورسره د مرستې مسؤلیت لري.))
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد جاويد احمد همت ملکزی هم وايي چې د ننګرهار اب او هوا ته په پاملرنې د باغونو کرپه سيمه کې ډېر اغېز لري: (( ټول کروندګر یی باید پر ګټو وپوهول شي.))
ښاغلي ملکزي د بڼوالو د هغو غوښتنو ملاتړ وکړ چې باید اړوندې دولتي او نادولتي موسسې دې چارې ته ډېره توجه وکړي او د بڼوالو ستونزې دې ورحل کړي.
که څه هم د ننګرهار ولايت د پام وړ کرنيزې ځمکي لري، خو په ډېرو سيمو کې د اوبو نشت يا کمښت، هغه څه دي چې ډېری کروندګر ترې سرټکوي.
د کرنيزو چارو د کارپوهانو په وينا که افغان دولت د خپلو نړيوالو مرستنديانو پر مټ دغلته بڼوالي دود کړي، نو له يوې خوا به د کروندګرو عايد زيات شي او له بلې به د سيمې د ښېرازۍ تر څنګ د هېواد په کرنيز اقتصاد کې هم د پام وړ بدلون راشي.
د يادوني وړده چې په دې وروستیو کې په ننګرهارکي د مېوه لرونکو نیالګیو ترڅنګ د ګلابو بوټي هم کرل شوي چې کروندګر تري خوښ دي او حاجي صديق چې په ختيځ کې د باغدارانو د اتحادیې رئيس دى وايي، تېرکال په ننګرهارکې ۸ سوه زره نيالګي و چې سږکال دا شمېره څه دپاسه یو ملیون ته رسېدلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ