ads

د پكتيا ۳۵۰ زره نیالګي به څوک وساتي؟

سره له دې چې د پكتيا چارواكي پلان لري په دې ولايت كې درې سوه پنځوس زره نيالګي كېنوي، خو خلك وايي چې د دې نيالګيو كېنول بې له ساتنې، كومه ګټه نه لري. سره له دې چې د پكتيا چارواكي پلان لري په دې ولايت كې درې سوه پنځوس زره نيالګي كېنوي، خو خلك […]

نویسنده: The Killid Group
21 وری 1390

سره له دې چې د پكتيا چارواكي پلان لري په دې ولايت كې درې سوه پنځوس زره نيالګي كېنوي، خو خلك وايي چې د دې نيالګيو كېنول بې له ساتنې، كومه ګټه نه لري.

سره له دې چې د پكتيا چارواكي پلان لري په دې ولايت كې درې سوه پنځوس زره نيالګي كېنوي، خو خلك وايي چې د دې نيالګيو كېنول بې له ساتنې، كومه ګټه نه لري.

په دې ولايت كې د كرنې رياست له خوا د وېشل كېدونكو نيالګيو تر څنګ  د ګردېز په ښار كې د نيالګيو د پلور  بازار هم د تېر په پرتله ښه تود دی. د نیالګیو پلورونکي وايي چې د سوداګرو له خوا په لويه كچه راوړل شوي نيالګي، هره ورځ لسګونه كسان د ګرديز ښار د واټونو پر څنډه، پیري.

محمد عارف چې د ګرديز ښار په مركزي واټ يې د ډول ډول مېوو  تنكۍ لښتې درولې دي وايي چې سږ كال يې د نیالګیو د پلورنې  بازار د نورو كلونو په پرتله تود دى.

د محمد عارف په خبره، تېركال يې هم دا كارو بار و چې نيالګي يې پلورل، خو د سږکال په څېر ښه  نه خرڅېدل .

هغه وايي : (( خلګ وايي روان كال د آبادۍ دى، كېدای شي نيالګي ډېرې اوبه ونه غواړي.))

عبدالستار هم چې د عارف مخامخ څنډې ته، د نيالګيو خرڅولو كار و بار كوي وايي، يوه كمه اندازه نيالګي یې له پكتيا سره د پروت ولايت لوګر څخه راوړي او نور ټول په همدې ولايت كې بزغلي يا قوريې لري چې خلك يې د شنه كېدو كيفيت ډېر متاثر كړي: ((د تېر كال په پرتله مې څو چنده زيات نيالګي خرڅ كړي دي.))

خو په ښار كې يو شمېر خلك شكايت كوي چې د كرنې رياست له خوا هرکال نيالګي ويشل كېږي، خو څارنه یې د څارنې نه وي.

د محمد الله توتاخيل په وينا داسې خو تېر كال هم زرګونه نيالګي وكرل شول چې له كرل كېدو وروسته يې پالنه سمه نه كېده ټول وراسته  او وچ شول.

د محمد الله په وينا له يوې خوا كه د وچكالۍ او د اړينو اوبو د نشتوالي له كبله نیالګي  وچېږي ، خو له بلې خوا پالونكي او دولتي ادارې هم سر پسې نه ګرځوي.

په پكتيا كې د كرنې رئيس  انجنير نياز محمد ځدراڼ بيا د خلكو دا ادعاوې ردوي او وايي چې د نويو توزيع شويو نيالګيو څارنې او پالنې ته يې هم بشپړ تدابير نيولي دي.

رئيس وايې: (( د خلكو دا خبرې دروغ دي، كه دوه فيصده نیالګي له اېښودو ورسته وچ شي، نور يې  شنه كېږي او دا خو معمول دی، په دومره شمېر كې به لږې وچېږي هم.))

لعلي ځدراڼ وايي د نيالګيو، له توزيع وروسته يې هر ځل د نيالګيو څارنه كړې ده، نو ځكه يې د وچېدو په اړه د خلكو ادعاوې ردوي.

په پكتيا كې څارونكي د نهالونو د توزيع لړۍ او تود بازار ښه يادوي، خو وايي  چې د ونو  پالنې او څارنې ته دې ډېره پاملرنه وشي، څو اېښودل شوي نيالګي له وچېدو و ژغورل شي.

په كرنيزو چارو بلد انجنیر اسلام الدين برهان وايي: (( كه نیالګي اېښودل كېږي، نو پالنه يې له دې هم حتمي ده))

په پكتيا كې د نيالګيو د اېښودو لړۍ ته په كتنه كه چېرته یې پالنه په سم ډول وشي، نو د څارونكو په اند په نږدې راتلونكې كې به د دې ولايت د وهل شويو ځنګلي ونو جبران د ځنګلي نيالګيو او مېوه لرونكو باغونو په احداث سره شوی وي.

پکتيا د هيواد له ځنګلزارو ولايتونوهغه دی چې تر دې مهاله يې ګڼ ځنګلونه په بې پروايې سره وهل شوي او له لرګيو يې يوازې د سون لپاره کار اخيستل شوی.

د کرني ريس انجنیر لعلی وايي چې په دې ولايت کې له جګړو وړاندې څلورنيم سوه زره هکټاره ځنګلونه وو چې دا مهال يې نږدې ۱۳٪ پاتې دي

د پكتيا اقليمي شرايطو ته په كتنه په دې ولايت كې د ځنګلي او غرنيو ونو په كتار كې د نښتر، جلغوزيو، لمنځې، سرپو او په كمه اندازه ځينې نور ډولونه هم موجود و.

دغه راز د ياد ولايت  مېوه لرونكې ونې هم ښه حاصلات وركوي لكه  مڼې، انګور، زردالو، توت او ځينې نور يې چې د دې ولايت په اقتصادي وضعيت يې خورا ښه اغېز پرېښى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA