د ننګرهار کرنيز چارواکي د بوټو کينولو د روان موسم پرمهال په دې ولايت کې د څه باندې څلورميلونه بېلا،بېل ډولو نيالګيو د کېښنولو خبرورکوي. د ننګرهار د کرنې سرپرست رېس انجينر ضياالحق صادقي وايي چې دا نيالګي د دوى د ادارې ترڅنګ د مرستندويو کرنيزوادارو له لوري د خلکو په واک کې ورکول کېږي.
د ننګرهار کرنيز چارواکي د بوټو کينولو د روان موسم پرمهال په دې ولايت کې د څه باندې څلورميلونه بېلا،بېل ډولو نيالګيو د کېښنولو خبرورکوي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست رېس انجينر ضياالحق صادقي وايي چې دا نيالګي د دوى د ادارې ترڅنګ د مرستندويو کرنيزوادارو له لوري د خلکو په واک کې ورکول کېږي.
د صادقي په ويناپه دې نيالګيو کې څه باندې يوميلون او اتيازره يې مېوه لرونکي او پاتې نور بې مېوې او زينتي بوټي دي.
د کرنې سرپرست رېس وايي چې په کېنول کېدونکو نيالګيو کې څه باندې يوسلو څلوېښت زره يې يوازې د دوى د ادارې له لوري وېشل کېږي اوکېنول کېږي.
د کرنې سرپرست رېس د کېنول کېدونکو نيالګيو مهمې سيمې د ننګرهار د خوګياڼو،کامې او بهسودو ولسوالۍ ګڼي او وايي ډېرنيالګي په همدې ولسواليو کې کېښنول کېږي.
چارواکو په نورو کلونو کې هم په همداسې ډېره کچه په ننګرهار کې د نيالګيو د کېنولو خبرورکاوه خو د ځينو کرنپوهانو په اند چې دې کار د نيالګيو پالنې ته د مسولو ادارو او خلکو د نه پاملرنې له امله پوره مثبته پايله نه ده ورکړې.
څه موده وړاندې په ننګرهارکې د امريکايي ځواکونو دځايي رغنيزې امريکايي ډلې مشرهم د چاپېريال ساتنې اوکرنې د ادارو په شان د دې ولايت د چاپېريال ساتنې او سمسورتيالپاره له خلکو د نيالګيو اېښودو غوښتنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ