د تونس د لرې كړاى شوي جمهور رئيس له تلو وروسته هم په دغه هېواد كې تاوتريخوالى روان دى. د تونس په مونتاشر ښار كې په يوه زندان كې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول.
د تونس د لرې كړاى شوي جمهور رئيس له تلو وروسته هم په دغه هېواد كې تاوتريخوالى روان دى.
د تونس په مونتاشر ښار كې په يوه زندان كې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول.
په تونس کې دا ټول تحولات وروسته له هغه پېښ شول، چې د دغه هېواد يوه قانون جوړونكي ارګان د پارلمان وياند د لنډمهالي حكومت د مشر او په ۷ ورځو كې د يوه قانوني جمهور رئيس د ټاكلو اعلان وكړ.
په تونس کې مظاهرې لومړی د وزګارۍ او د خوراکي موادو د لوړو بيو په وړاندې په اعتراض کې پيل شوې. خو وروسته په مرکز تونس کې په خونړيو او پراخو لاريونونو او چور، تالان بدلې شوې.
د اساسي قانون شورا وايي، چې د جمهوري رياست نوي انتخابات به په دوو مياشتو کې دننه وشي.
لويديځو هېوادونو د زين العابدين له ليرې کېدو وروسته په تونس کې د ډيموکراسۍ د ټينګښت غوښتنه کړې ده.
نوموړی د ده د ۲۳ کلنې واکمنۍ پرضد له پراخو مظاهرو وروسته سعودي عربستان ته وتښتېد.
د زين العابدين نژدې متحد فرانسې ده ته د سياسي پناه له ورکولو ډډه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ