د نايجيريا په مركز ابوجا كې د نوي عيسوي كال پرمهال په يوه كلپ كې چاودنې شوې،چې له كبله يې د رامنځته شوې مرګ په اړه بېلا نظرونه دي. ځايي پوليسو د ۴ تنو او د پوځ مشر د ۱۱ تنو د وژل كېدو پخلى كړى،
د نايجيريا په مركز ابوجا كې د نوي عيسوي كال پرمهال په يوه كلپ كې چاودنې شوې،چې له كبله يې د رامنځته شوې مرګ په اړه بېلا نظرونه دي.
ځايي پوليسو د ۴ تنو او د پوځ مشر د ۱۱ تنو د وژل كېدو پخلى كړى، خو د نايجيريا دولتي تلويزيون ادعا كړې، چې په چاودنه كې د وژل شويو كسانو شمېره ۳۰ تنو ته رسېدلې.
د نايجيريا د پوځ مشر رسنو ته ويلي چې يو شمېر ناوړه خلكو د نوي كال د خوشالۍ لمانځونكو د له منځه وړلو لپاره په يوه كلپ كې بم ځاى پرځاى كړى و.
د ده په وينا: چاودنه په يوې له ګڼې ګوڼې ډك بازار كې شوې، په كوم ځاى كې، چې پوځيان او ملكي خلك د ډوډۍ خوړلو او شرابو د څښلو لپاره راټول شوي وو.
د پوځ مشر د نايجيريا له اوسېدونكو غوښتي، چې هوښيار اوسي او خپل شاوخواته ته پاملرنه وكړي او هيڅ كس ته د داسې كار اجازه ورنه كړي.
د يادونې وړ ده، چې په نايجيريا كې په دې اونۍ كې څو چاودنې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ