ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۴ بهرنيان ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې څلور بهرنيان ووژل شول. ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي كسان بهرنيان دي، خو تر اوسه يې د هويت په اړه كره معلومات نشته.   د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې […]

نویسنده: The Killid Group
1 لیندۍ 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې څلور بهرنيان ووژل شول. ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي كسان بهرنيان دي، خو تر اوسه يې د هويت په اړه كره معلومات نشته.

 

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې څلور بهرنيان ووژل شول.

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي كسان بهرنيان دي، خو تر اوسه يې د هويت په اړه كره معلومات نشته.

چارواكو ويلي، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د ميرعلي په خدي سيمه كې يو موټر، چې له ميرعلي څه راتلو په نښه كړ او پرې يې دوه ميزايل ور وتوغول، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه ووژل شول او موټر هم په مكمل ډول له منځه لاړو.

د راپورونو له مخې په روانه اونۍ كې دا دويم ځل دى، چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې بهرنيان وژل كېږي.

تر دې وړاندې د نومبر په ۱۶مه په شمالي وزيريستان كې په ورته بريد كې د ۳ بهرنيانو په شمول ۱۸ تنه وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې امريكا د دغو خبرو نو له خپرېدا وروسته، چې ګواكې ترهګر غواړي په اروپايي ښارونو كې ترهګريز بريدونه تر سره كړي او پلان يې د پاكستان په قبايلي سيمو كې جوړېږي، په ورته بريدونو كې زياتوالى راوړى او داسې اوازې هم دي، چې امريكا غواړي د دغو بريدونو لمنه پراخه كړي.

بلخوا تېره ورځ پاكستاني چارواكو ويلي وو، چې دوى به كله هم اجازه ورنه كړي، چې د ورته بريدونو لمنه پراخه شي، ځكه د دوى په اند دا راز بريدونه د دواړو هېوادونو لخوا د ترهګرۍ پروړاندې روانو هڅو سره كومه مرسته نه شي كولاى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA