ads

كتاب پېژندنه

دا د هند د نامتو لیکوال او عالم علامه سید سلمان ندوي سفرنامه ده چې ځوان لیکوال او ژباړن محمدعارف حقپرست ژباړلې او په جلال اباد کې مومند خپرندویې ټولنې په ۲۱۷ مخونو او زرو نسخو کې خپور کړی دی. د افغانستان یونلیک دا د هند د نامتو لیکوال او عالم علامه سید سلمان ندوي […]

نویسنده: The Killid Group
23 لړم 1389

دا د هند د نامتو لیکوال او عالم علامه سید سلمان ندوي سفرنامه ده چې ځوان لیکوال او ژباړن محمدعارف حقپرست ژباړلې او په جلال اباد کې مومند خپرندویې ټولنې په ۲۱۷ مخونو او زرو نسخو کې خپور کړی دی.

د افغانستان یونلیک

دا د هند د نامتو لیکوال او عالم علامه سید سلمان ندوي سفرنامه ده چې ځوان لیکوال او ژباړن محمدعارف حقپرست ژباړلې او په جلال اباد کې مومند خپرندویې ټولنې په ۲۱۷ مخونو او زرو نسخو کې خپور کړی دی.

د افغانستان په سفر کې له علامه سید سلیمان ندوي سره علامه اقبال او مسعود راس ملګري دي.

د دې مهم اثر د معرفۍ لپاره به دا کافي وي چې د ښاغلي حقپرست پر ژباړې د استاد آصف صمیم د سریزې دا څو ټکي ولولو:«په(سیرافغانستان) کې علامه ندوي د خپل درې کسیزعلمي او رسمي یون شېبه شېبه د یوه سترګوراو ځېرمن انځورکښ لیکوال په توګه قلمبند کړې ، پر نویو لیدلیو سیمو ، هرکلیوالو، رسمي او نارسمي ادارو، له موضوع سره د تړاو له مخې د افغانستان د نوي نظام پرمختیايي، اقتصادي او ښوونیز نظام، اداري تشکیلاتو، ادبي او هنري هڅو او له خپلو کوربنو او چارواکو سره د لیدنو کتنو یو خوندور جاج اخلي، شننه کوي. د خپلو کوربنو افغانانو د مېلمه پالنې بې کچه مننه کوي، د نوي دولت د ځینو انقلابي هڅو ملاتړ کوي او ډېر نورڅه خپلو لوستونکوته په ډېره پرېوللې او رڼه ژبه وړاندې کوي……»

کندهار د صفوي او مغولي امپراتوریو په منځ کې

«کندهارد صفوي او مغولي امپراتوریو په منځ کې» د حاجي فضل محمد پنهان اثر دی چې په ۱۲۷ مخونو کې یې د کندهارتاریخي پېښې او ځینې ستر شخصیتونه تشریح شوي دي.

د ښاغلي پنهان په دې اثر کې چې په خپل لګښت یې په زرو نسخو کې چاپ کړی، د کندهار د پېژندنې په څنګ کې په تاریخونو کې د کندهار د نامه یادونه شوې. وروسته د شاعرانو هغه شعرونه رااخیستل شوي چې د کندهار نوم یې په کې ذکر کړی.

د دې کتاب نورسرلیکونه په دې ډول دي:

ګورګین څوک و؟

د ملي قاید حاجي میرویس نیکه اخري وصیت

په هندوستان کې مغولي امپراتوري

لودي کورنۍ

د ظهیرالدین بابر بریالي کېدل او د سلطان ابراهیم لودي د شکست لاملونه

لوی احمدشاه بابا د نورو له نظره

د دې کتاب د پای په څلورو مخونو کې ماخذونه ذکر شوي دي.

“له ډیوې سره مزل”

له ډیوې سره مزل د هغه په زړه پورې کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت د قلم نړیوالې ټولنې له خوا د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر کې چاپ شوی.

له ډېوې سره مزل د اوسنیو افغان مېرمنو د لنډو کیسو ټولګه ده چې د مېرمن کلتوري- ټولنیز بهیر فعالې غړې لیکوالې او شاعرې آغلې وږمې فضلي تدوین کړی دی.

په دې کتاب کې د يو شمېر پښتنو مېرمنو شپږویشت لنډې کیسې خپرې شوې دي.

میرمن بهیر په پام کې لري، په راتلونکې کې د افغان مېرمنو لیکوالو نور کتابونه هم خپاره کړي.

مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۱۳۸۷ کال په پسرلي کې د یو شمېر افغان مېرمنو په نوښت جوړ شو چې تر اوسه یې د افغان مېرمنو یو شمېر آثار خپاره کړي دي.

خاموش فیلسوف

د افغان لیکوال او فیلسوف ارواښاد استاد اسد آسمایي د یاد غونډې د مقالو ټولګه د (خاموش فیلسوف) په نوم په دې وروستیو کې د پکتیا پېژندنې د علمي سمینار په ویاړ د پکتیا د اوښتون کلتوري ټولنې له خوا په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راووت.

دغه کتاب د هېواد نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالست علم ګل سحر تدوین کړی چې ټول ټال په کې څوارلس علمي مقالې د فلسفې او ادبیاتو په موضوع او دغه راز د استاد آسمایي د ناڅاپي مړینې په ویر کې د افغان کلتوري ټولنو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي.

د(خاموش فیلسوف) کتاب د کمپوز چارې علم ګل سحر او د پښتي ډیزاین یې تکړه لیکوال او شاعر محمد داود تپاند سرته رسولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA