ads

اور له خپلې لمنې دی

د ټاکنو د شکایتونو کمسیون په درغلیو د تورنو ۴۱۳ تنه کاندیدانو دوسیې څارنوالۍ ته د سپارلو په موخه چمتو کړې دي او سر بېره پر دې د ټاکنو خپلواک کمسیون وايی چې د دغه کمسیون شاوخوا د ټاکنو د شکایتونو کمسیون په درغلیو د تورنو ۴۱۳ تنه کاندیدانو دوسیې څارنوالۍ ته د سپارلو په […]

نویسنده: The Killid Group
23 لړم 1389

د ټاکنو د شکایتونو کمسیون په درغلیو د تورنو ۴۱۳ تنه کاندیدانو دوسیې څارنوالۍ ته د سپارلو په موخه چمتو کړې دي او سر بېره پر دې د ټاکنو خپلواک کمسیون وايی چې د دغه کمسیون شاوخوا

د ټاکنو د شکایتونو کمسیون په درغلیو د تورنو ۴۱۳ تنه کاندیدانو دوسیې څارنوالۍ ته د سپارلو په موخه چمتو کړې دي او سر بېره پر دې د ټاکنو خپلواک کمسیون وايی چې د دغه کمسیون شاوخوا زر تنه هغه کارکوونکي یې د شکایتونو د اورېدو کمسیون ته معرفي کړي چې د سنبلې په ۲۷مه نېټه یې د ټاکنو په ورځ سرغړونې او درغلۍ کړې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمسیون ویاند نور محمد نور ویلي چې دا کسان یې د ټاکنو په بهير كې له لومړي سره تر ننه دغه کمسیون ته ور پېژندلي دي. د نور په وینا دا د ټاکنو د کمسیون هغه موقت کارکوونکي وو چې د رایې ورکولو په ورځ په محلونو کې پر دندو ګمارل شوي و. نور د دغو كاركوونكو د سيمې او هويت په اړه توضيحات نه دي په ډاګه كړي، خو دا يې ويلي چې په يادو كاركوونكو پورې د اړوندو محلونو رايې باطلې شوې دي.

خو د شکایتونو د ارزونې کمسیون غړي شاه سلطان عاکفي بيا ویلي چې لا يې په دې ارتباط  كوم لېست نه دى ترلاسه كړى، بل پلو د دغه کمسیون ویاند ضیاء رفعت په درغليو د تورنو كانديدانو د خبر وركولو پرمهال له كمسيون څخه غوښتي و چې د كمسيون په تقلب او انتخاباتي سرغړونو تورن كسان دې ور وپېژني.

همدارنګه د ټاکنو د خپلواک کمسیون مشر فضل احمد معنوي د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال ویلي و چې د کمسیون سلګونه تنو کارکوونکو هم درغلۍ کړې دې او ډېر ژر به د شکایتونو د اورېدو کمسیون ته ور وپېژندل شي. له پورتنيو تورونه او ثبوتونه ښكاري چې د سنبلې د ۲۷مې نېټې ټاکنې لکه څنګه چې ورته تمه کېده هومره هم له درغلیو پاکې نه برېښي او ان په ځینو سیمو کې د یو شمېر کسانو رایې یا خوړل شوې او یا هم شمېرل شوې نه دي.

د ټاكنو كمسيون د شاوخوا زرو تنو موقتو كاركوونكو په درغليو تورنېدل د ټاكنو په ورځ د درغلۍ، سرغړونې او تقلب يو بل اړخ دى او ښايي د پلټنو په پايله كې د دغو درغليو ځينې نور اړخونه هم را بربنډ شي.

د بېلګې په توګه باختر ورځپاڼې په پكتيا ولايت كې د يو بل حقيقت څرګندونه كړې او ليكي چې په دغه ولايت كې د محمد ابراهيم غښتلي په نوم يوه كانديد ادعا كړې چې د لومړنيو پايلو په نتيجه كې ناكام اعلان شوى، حال دا چې د لومړي يا دوهم كتار په برياليو نوماندانو كې راځي.

هغه يادې ورځپاڼې ته ویلي چې تر ډېرو لانجو وروسته يې د ټاكنو كمسيون د يو شمېر صندوقونو شمېرلو ته اړ كړ چې د دغه شمېر له مخې يې ۱۰۹۲ وركې شوې رايې پيدا او په دريمه ډله برياليو كانديدانو كې ودرېد.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA