ads

پر ۵۰۰۰ كروندګرو سرې او اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول

د هلمند په مركز لښكرګاه كې زرګونو كروند ګرو ته د كيمياوي سرو او اصلاح  شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه. د هلمند والي محمد گلاب منگل وايي، چې دغه لړۍ به  د لښكرګاه  اړونده سيمو كې پلي او شاوخوا پنځه نيم ز   د هلمند په مركز لښكرګاه كې زرګونو كروند ګرو ته […]

نویسنده: The Killid Group
5 لړم 1389

د هلمند په مركز لښكرګاه كې زرګونو كروند ګرو ته د كيمياوي سرو او اصلاح  شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه. د هلمند والي محمد گلاب منگل وايي، چې دغه لړۍ به  د لښكرګاه  اړونده سيمو كې پلي او شاوخوا پنځه نيم ز

 

د هلمند په مركز لښكرګاه كې زرګونو كروند ګرو ته د كيمياوي سرو او اصلاح  شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه.

د هلمند والي محمد گلاب منگل وايي، چې دغه لړۍ به  د لښكرګاه  اړونده سيمو كې پلي او شاوخوا پنځه نيم زره كروند گرو ته به كيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونه وركړل شي.

هغه د دې ترڅنګ وايي، چې د بديل معشيت پروګرام د عملي كولو وروسته به كروند ګر په خپلو ځمكوكي كوكنار نه  كري.

والي وايي، د وېش دغه لړۍ به په ډېره رڼه بڼه تر سره او له هر ډول درغليو به په کلکه مخنيوى وشي.

په دې اړه د هلمند  ولايت يو شمېر كروند ګر، چې كيمياوي سرې او  اصلاح شوي تخمونه يې تر لاسه كړي دي وايي، چي دوى له  دولت سره  ژمنه كوي، چې نور به په خپلو ځمكو كې هيڅ كله هم كوكنار نه كري، خو زياتوي، چې تر لاسه شوي كمياوي سرې او اصلاح  شوي تخمونه د دوى لپاره بسنه نه کوي.

د دې تر څنګ كروند ګر له خپلو ځمكو څخه د تر لاسه شويو محصولاتو لپاره د ساتني د ځايونه او ماركېټونو غوښتنه هم كوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه  لړۍ په تېرو دوو كلونو كې هم د دې ولايت په ځينو ولسواليو كې  عملي شوې ده، چې د كوكنارو په كر او توليد كې يې د ځايي چارواكو په وينا، پنځوس سلنه  کمښت راوستى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA