ads

د خاطر کليات

د پښتو د اوسني ادب د نغمو او رنګينو شاعر مصري خان خاطر اپرېدي دغه کليات په ۶۰۵ مخونو کې په ۱۳۸۲ لمريز کال د نياز امين او د خاطر د زوی جاويد خان اپرېدي په هڅو او د ښاغلي ارشاد خان په کتابت     د پښتو د اوسني ادب د نغمو او رنګينو […]

نویسنده: The Killid Group
24 تله 1389

د پښتو د اوسني ادب د نغمو او رنګينو شاعر مصري خان خاطر اپرېدي دغه کليات په ۶۰۵ مخونو کې په ۱۳۸۲ لمريز کال د نياز امين او د خاطر د زوی جاويد خان اپرېدي په هڅو او د ښاغلي ارشاد خان په کتابت

 

 

د پښتو د اوسني ادب د نغمو او رنګينو شاعر مصري خان خاطر اپرېدي دغه کليات په ۶۰۵ مخونو کې په ۱۳۸۲ لمريز کال د نياز امين او د خاطر د زوی جاويد خان اپرېدي په هڅو او د ښاغلي ارشاد خان په کتابت د خیبر پښتو ادبي جرګې له خوا په زرو ټوکو کې چاپ او خپور شوی دی.

خاطر د معاصر پښتو شعر له هغو څېرو څخه و چې په خپل هر شعر کې يې مينه او ژوند رانغاړه. د هغه د شعر خوږلني په دې کې ده چې ژورخيالونه په ساده خو ډېره آهنګينه ژبه بيانوي؛ په داسې ژبه چې هرڅوک پرې پوهېدای او خوند ترې اخیستی شي. خو دا خبره په دې معنی نه ده چې د خاطر په شاعرۍ کې ادبي صنعتونو ته کمه توجه شوې. د هغه شعرونه له ګڼو ادبي صنعتونو لکه تشبيهاتو، استعارو، کنايو او نورو برخمن دي. لاندې بيتونه د هغه په شعرونو کې زموږ د دې خبرې ښه ثبوت کېدای شي:

که دې غم په ما انبار وي پروا نشته

د ګلونو لاندې څانګه نه ماتېږي

درېغه چې دا ستا د اننګو خوله هم زه وای

پرخې ته چې ګورم د ګلونو په سرونو

خلک چې نښه ولي ګوري ورته

تا چې مخ پټ کړلو ګوزار دې وکړو

زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم

چا رڼا ليدلې په ړندو سترګو

د خاطر شعرونه د هغه په ژوند کې چاپ نه شول، خو د هغه تر مړينې وروسته په لر او بر کې يو شمېر فرهنګيانو د هغه د شعرونو ټولګې چاپ کړې. په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په شپېتمو کلونو کې د خاطر د شعرونو يوه مجموعه د منزلونو په نوم د ښاغلي بريالي باجوړي په هڅو چاپ او خپره شوه چې ډېر اوچت هرکلی يې وشو. تر دې بريده چې د يوې مياشتې په موده کې د خاطر د شعرونو دا مجموعه په بازار کې نه پیدا کېده. په پېښور کې هم څو ځله د خاطر د شعرونو ټولګې بيا بيا چاپ شوې او له هر ځل چاپېدو وروسته د بيا چاپ اړتيا يې احساسېده. د خاطر زوی جاويد اپرېدی د خاطر په کلياتو کې يو ځای ليکي چې له څلوېښت زرو ټوکو نه زيات د خاطر د شعرونو ټولګې چاپ شوې دي. خو هغه دا ګيله کوي چې ډېری کسانو دغه ټولګې د تجارت له مخې چاپ كړې دي او په ځينو مواردو کې يې د ډېرې بېړې له کبله د نورو شاعرانو شعرونه د خاطر په مجموعو کې راوړي دي.

جاويد ليکي چې د خاطر دغه کليات د هغه له يو خواږه دوست قيوم کوثر سره و. کله چې پر خاطر ناروغي زوروره شوه، د کوثر په غوښتنه يې خپل ټول شعرونه يې هغه ته ورکړل او هغه هم په ډېر امانت وساتل او بيا چې کله د خاطر زوی په ښه او بد پوه شو هغه ټول شعرونه يې ده ته وسپارل چې دغه کليات ترې جوړ شول. جاويد ليکي، دی په دې ګمان دی چې کېدای شي دا د خاطر ټوله شاعري نه وي، ځکه هغوی د وخت د تنګوالي له مخې په دې نه دي توانېدلي چې ټولې سرچينې پسې وګوري. د خاطر ډېر شعرونه د هنرمندانو په غږونو کې په کسټونو کې ثبت دي.

خاطر له لعل زاده ناظر نه د شعر اصلاح اخيسته او کله کله هم د پښتو غزل پلار امير حمزه خان شينواري د شعر په اصلاح کې ورسره مرسته کوله. لعل زاده ناظر د خاطر په شعرو شاعرۍ کې د اوچت خوند، لذت او امتياز خبره کوي. هغه ليکي:(( د خاطر په شاعرۍ کې چې کوم خوند او خواږه دي د بل چا په کلام کې نه ښکاري. همدا وجه ده چې خاطر په پښتونخوا کې تر عوامي سطحې پورې کوم شهرت موندلی، هغه د رحمن بابا نه پس بل چا نه دی موندلی.))

حمزه صاحب بيا په دې نظر دی چې د خاطر شعر د نغمو او رنګينيو شعر دی:(( د رنګ او دړې بيخي شاعر نه معلومېده، خو چې خپل غزل به يې ويل شروع کړل نو اورېدونکي به پوه شول چې رنګيني لګيا ده بهېږي.))

خاطر په ۱۳۰۸ لمريز کې د خیبر په ښکلې دره کې زېږېدلی و او د ډېر رنځ او خوارۍ له ګاللو وروسته په ۱۳۴۶ لمريز کې د نري رنځ له کبله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. د يادونې وړ ده چې تراوسه د خاطر دغه کليات درې ځلې چاپ شوی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA