ads

فرهاد دریا له کوڅې تر کلي

د افغانستان د موسيقۍ پېژندل شوې څېره فرهاد دريا غواړي، د موسيقۍ له لارې د ځوانانو په ژوند كې بدلون راولي. نوموړى وايي، موسيقي يې له خلكو سره د ارتباط لپاره تر ټولو غوره وسيله ده،   د افغانستان د موسيقۍ پېژندل شوې څېره فرهاد دريا غواړي، د موسيقۍ له لارې د ځوانانو په ژوند […]

نویسنده: The Killid Group
30 زمری 1389

د افغانستان د موسيقۍ پېژندل شوې څېره فرهاد دريا غواړي، د موسيقۍ له لارې د ځوانانو په ژوند كې بدلون راولي. نوموړى وايي، موسيقي يې له خلكو سره د ارتباط لپاره تر ټولو غوره وسيله ده،

 

د افغانستان د موسيقۍ پېژندل شوې څېره فرهاد دريا غواړي، د موسيقۍ له لارې د ځوانانو په ژوند كې بدلون راولي.

نوموړى وايي، موسيقي يې له خلكو سره د ارتباط لپاره تر ټولو غوره وسيله ده، نو له همدې كبله يې پتېيلې، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د هېواد بېلابېلو سيمو ته سفرونه وكړي، د كنسرتونو له لارې ځوانا ن راټول كړي، ورسره مخامخ خبرې وكړي او پر وړاندې  يې پرتې ستونزې معلومې كړي.

په هغه غونډه كې، چې د كابل په انټر كانټيننټل هوټل كې په دې اړه جوړه شوې وه دريا خبريالانو ته وويل:((ځوانان د ټولنې د ملا تير جوړوي او زموږ د هېواد د نفوسو غوڅ اكثريت همدا ځوانان دي، چې دا مهال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان  دي.))

د فرهاد دريا په وينا، غواړي د ځوانانو د ستونزو د كمولو په هدف يوه سروې، چې (ژوند ښكلى دى) نومېږي ترسره كړي.

هغه وايي، چې د ځوانانو د ستونزو له معلومولو وروسته به يادې ستونزې له سياستوالو سره شرېكې كړي، څو يوه مناسبه حل لاره ورته ولټول شي.

په همدې اړه كليد اوونيزې له  دريا سره ځانګړې مركه كړې، چې په ګډه يې  لولو:

كليد: څه احساس درته پيدا شو، چې د (ژوند ښكلى دى) په نوم سفر مو پيل كړ، داسې سفر، چې هغه په نوې موسيقۍ سره د ځوانانو د ستونزو يوه سروې وي؟

دريا: ولې وايم، چې ژوند ښكلى دى؟ ولې په دې اړه فكر كوم؟ كه فكر وكړو، څو لسيزې مو په جګړو كې تېرې كړې، زموږ ځوانان په همدې جګړو كې را لوى شول ، دغه ځوانان د ژوند په ښكلا نه پوهېږي، يوازې جګړه پېژني، تاسو پوهېږئ، چې جګړو مو ټولې ښكلاوې او رنګونه له منځه يوړل. زموږ ځوانان اوس يوازې د باروتو او د جنګ د لوخړو رنګونه ويني، ځكه نورې ښكلاګانې او رنګونه مو جګړو تباه كړي دي. له همدې كبله غواړم، ځوانانو ته وښايم، چې په نړۍ كې د باروتو پر خړ رنګ سربېره نور ښكلي رنګونه هم شته، چې په ليدلو يې سترګې او زړه خوښي حاصلوي او ژوند ښكلى كوي.

كليد: تاسو وويل، چې غواړم د موسيقۍ له لارې ځوانان د ژوند په خوند وپوهوم، نوې رنګينۍ او ښكلاوې ورته وښايم، د دې سفر لپاره ستاسو نوي كارونه څه شى دي؟

دريا: د دې سفر يا سروې لپاره ما اووه سندرې چمتو كړي، چې نوي تصويرونه او نوي پيغامونه لري.

په دې سندرو كې زما  لومړنۍ او مهمه سندره د پښتو او دري ژبو ګډه سندره، چې دوستي نومېږي او خلكو ډېره خوښه كړې ده.

كليد: كه ستاسو د دوستي سندرې په اړه راته ووايئ، چې ولې يې خلك ډېره خوښوي او د دې سندرې شعر او كمپوز د چا دی؟

دريا: دغه سندره د هېواد په دواړو ملي ژبو ويل شوې ده او لكه، چې له نامه يې ښكاري د دوستۍ او مينې پيغام لري. زموږ خلك له جګړو كركه لري او د دې سندرې دري برخه د حافظ شيرازي شعر دى او پښتو برخه يې د طائزي شعر دى، چې وايي 🙁 دا ژوند خو زموږ كم د محبت لپاره هم دى، حيران يم، چې نفرت ته وزګارېږي خلك څنګه) او كمپوز يې زما خپل دى.

كليد: كه په مجموع كې مو د اوو سندرو په اړه لنډ معلومات راكړئ، چې دا سندرې ټلويزيوني دي كه راډيويي؟

دريا: زما اووه واړه نوې سندرې ټلويزيوني(تصويري) دي او هره يوه يې جلا رنګ او پيغام لري.

كليد: تاسو د كوڅې په نوم د ماشومانو لپاره كار كولو او اوس د ځوانانو لپاره كار كوئ، ولې مو له ماشومانو څخه د ځوانانو د ژوند پر لور پام واړاوه؟

دريا: ژوند ښكلى دى، دا هم د كوچه يوه برخه ده او په دې سروې كې نه يوازې زه يم ، بلكې د كوڅې ټيم هم  له ما سره يوځاى دى او د ځوانانو او ماشومانو د ژوند د ښه والي هڅې كوو.

كليد: د دې سروې لپاره مو څو ولايتونو ته سفرونه كړي او څه لاسته راوړنې لرئ؟

دريا: د هېواد شاو خوا اتلسو ګڼ مېشتو ولايتونو ته مې سفرونه كړي، راته جوته شوې، چې  اوس مهال د هېواد د ځوانانو په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه په هېواد كې  د امنيت خرابوالى، بې كاري او اجباري ودونه دي. زه غواړم، چې د ځوانانو د دردونو او د دوی د غوښتنو د رابطې پل شم او غږ يې اوچت شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA