ads

استاد ګل زمان: كلاسيكې سندرې زيات مينه وال لري

استاد ګل زمان د افغانستان د اصيلې موسيقۍ يوه مشهوره او پېژندل شوې څېره ده، چې په دې برخه كې يې په سلګونه سندرې ويلې او د موسيقۍ په آسمان كې د يو ځلېدونكي ستوري په څېر ځېدلى دى. استاد ګل زمان د افغانستان د اصيلې موسيقۍ يوه مشهوره او پېژندل شوې څېره ده، چې […]

نویسنده: The Killid Group
16 زمری 1389

استاد ګل زمان د افغانستان د اصيلې موسيقۍ يوه مشهوره او پېژندل شوې څېره ده، چې په دې برخه كې يې په سلګونه سندرې ويلې او د موسيقۍ په آسمان كې د يو ځلېدونكي ستوري په څېر ځېدلى دى.

استاد ګل زمان د افغانستان د اصيلې موسيقۍ يوه مشهوره او پېژندل شوې څېره ده، چې په دې برخه كې يې په سلګونه سندرې ويلې او د موسيقۍ په آسمان كې د يو ځلېدونكي ستوري په څېر ځېدلى دى.

استاد ګل زمان د موسيقۍ په اړه په بېلابېلو كورنيو او نړيوالو فيسټيوالونو كې برخه اخيستې او پر نورو لقبونو سربېره يې د ښه هنرمند او استاد لقب هم ګټلى دى. د هغه په وينا، له كوچنيوالي يې له موسيقۍ سره مينه وه او كلاسيكې محلي سندرې به يې ويلې.

نوموړى وايي، چې له هماغه وخت نه يې خلكو سندرې ډېرې خوښې كړې او ترې ويې غوښتل، څو د وخت په راډيو ټلويزيون كې سندرې ووايي.

استاد ګل زمان وايي، چې ده هم د خلكو له غوښتنې سره سم او د هغوى په مرسته په 1343 كال كابل ته راغى او د همدې كال د اسد په شلمه نېټه يې په كابل راډيو كې د(غونډې منډې دا تورې زلفې جوړې كه په ټنډې د باغ ګلونه راوړه) فولكلوريكه سندره وويله.

استاد ګل زمان سربېره پردې، چې  د موسيقۍ د هنرمندانو د ټولنې مرستيال دى او  د ملي راډيو ټلويزيون په رياست كې د پښتو منتظم په حيث په كار بوخت دى د يو زيات شمېرهنرمندانو د سندرو لپاره كمپوزونه او نغمې هم جوړوي او د زيات شمېر هنري غونډو او فيستيوالونو د سمبالولو او تنظيم چارې هم د ده په غاړه دي.

استاد ګل زمان د موسيقۍ په برخه كې له څو تنو مشهورو استادانو لكه استاد زاخېل، استاد محمدعمر، استاد نبي ګل… څخه زده كړې كړې او په دې برخه كې يې ۶۴ تنه شاګردان روزلي، چې ښاپېرۍ نغمه، هما، ريتا وږمه، دين محمد غمخوار، بارام جان، عاشق الله او ګل روف يې د مشهورو شاګردانو په توګه يادولاى شو.

استادګل زمان وايي، ده د هېواد څلوراويا تنو سندرغاړو ته د 900 په شاوخوا كې بېلابېل كمپوزونه جوړ كړي او په ملي راډيو ټلويزيون كې د 600 په شاوخوا كې غږيزې او انځوريزې سندرې لري.

استاد ګل زمان د هغو سندرو د ګټې او زيان په اړه، چې ځوان سندر غاړي يې له بهرنيو جينكو سره وايي او هم يې په خپلو سندرو كې نڅوي وويل: دغه حالت هېڅكله هم زموږ موسيقۍ  ته په ګټه نه شي تمامېدلاى، بلكې دا ډول سندرې يوازې څو ورځې وخت لري او د پنځو يا لسو ورځو بازار وروسته يې څوك نه اوري.

استاد ګل زمان وايي، اوس هم ډېر خلك د ده  او نورو پخوانيو سندرغاړو د كلاسيكو سندرو فرمايشونه وركوي او كلاسيكې سندرې د خپل ارزښت له مخې ترټولو زيات مينه وال لري.

د نوموړي په وينا، هغه سندره غوراوی نه لري، چې په هغې كې يوې بهرنۍ نجلۍ نڅا كړې وي، بلكې غوره سندره هغه ده، چې د هېواد ملي ګټې او فرهنګ خوندي كړي او ډېر مينه وال ولري.

استاد ګل زمان زياتوي، چې يوې سندرې ته هغه وخت ښه سندره ويلى شو، چې د ښه شعر، غوره كمپوز او كلاسيكيت له مخې جوړه شوې وي او د هميشه لپاره خپل ماهيت او اصليت وساتلى شي.

له استاد ګل زمان نه مو وپوښتل، چې د يوې غوره سندرې د جوړېدو لپاره بايد كوم  كارونه تر سره شي؟

هغه يې په ځواب كې وويل: كه څوک وغواړي، چې غوره سندره جوړه كړي بايد د سندرې اساسي اجزاء( شعر، كمپوز، اواز او موسيقي) كيفيت ته ډېر پام وكړي.

دغه راز استاد ګل زمان په دولت غږ وكړ، چې د اصيلې موسيقۍ د پرمختګ لپاره هلې ځلې وكړي او د افغاني موسيقۍ نړيوال اعتبار وساتي.

نوموړى وايي، چې ده تقريبا په نهو نړيوالو فيسټيوالونو كې ګډون كړى او په هر فيسټيوال كې افغاني موسيقۍ دويم او درېيم مقام خپل كړى، چې دا ټول د افغانستان د كلاسيكې موسيقۍ ارزښت په ګوتو كوي.

استاد ګل زمان يو وخت د دېرې مجلس په نامه يو پروګرام درلود، چې اوس له منځه تللى، له نوموړي مو وپوښتل سره له دې، چې د دېرې مجلس ډېر مينه وال درلودل، ولې دا مجلسونه اوس نشته؟

هغه وايي: زه د ملي راډيو ټلويزيون په هغو پخوانيو چارواكو، چې نه يې غوښتل د افغانستان د اصيلې موسيقۍ دا مجلسونه خپاره شي نيوكه لرم او له نويو چارواكو غوښتنه كوم، چې د خلكو د فرهنګ د بقا او ودې په خاطر د دويم ځل لپاره د دغه مجلسونو د خپرېدو اجازه راكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA