ads

استاد عرفان: هندي او افغاني موسیقي کډ مشترکات لري

استاد عرفان د افغانستان او هندوستان د موسيقۍ همغږوونكې څېره ده، چې دا مهال په كابل كې د افغانستان په ملي انسټيټيوټ كې، چې  د غبرګولي په ۳۰ مه په كابل كې  پرانيستل شو د استاد په توګه دنده ترسره كوي. استاد عرفان د افغانستان او هندوستان د موسيقۍ همغږوونكې څېره ده، چې دا مهال […]

نویسنده: The Killid Group
3 زمری 1389

استاد عرفان د افغانستان او هندوستان د موسيقۍ همغږوونكې څېره ده، چې دا مهال په كابل كې د افغانستان په ملي انسټيټيوټ كې، چې  د غبرګولي په ۳۰ مه په كابل كې  پرانيستل شو د استاد په توګه دنده ترسره كوي.

استاد عرفان د افغانستان او هندوستان د موسيقۍ همغږوونكې څېره ده، چې دا مهال په كابل كې د افغانستان په ملي انسټيټيوټ كې، چې  د غبرګولي په ۳۰ مه په كابل كې  پرانيستل شو د استاد په توګه دنده ترسره كوي.  استاد عرفان په ۱۹۵۴ ميلادي كال د هند په “لكنو” ښار كې  په يوه هنرپاله او روڼ اندې كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي.

نوموړی چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې په کابل کې مېشت دی، کابل ته د خپل راتګ په اړه داسې وايي::((كله، چې خبر شوم، په افغانستان كې د ميوزيك ليسه د موسيقۍ  په انسټيټيوت بدلېږي او هلته د موسيقۍ په برخه كې د استادانو اړتيا شته، نو د همدې اړتيا پر اساس  او د افغانستان  د پوهنې وزارت په غوښتنه  د افغان ځوانانو د روزنې لپاره كابل ته راغلم، څو په دې اړه د موسيقۍ په برخه كې له افغانانو سره خپلې تجربې شريكې كړم.))

استاد عرفان،چې د سرود او سېتار د زده كړې مضامين تدريسوي وايي، چې د افغانستان او هندوستان موسيقي له يو بل سره  ډېرې نږدې اړيكې لري:((د موسيقۍ ډېر آلات لكه رباب له افغانانو هنديانو زده كړى. افغاني رباب او هندي رباب له يو بله توپير لري. هندي رباب، چې سيني نومېږي قايم يعنې ولاړ غږول كېږي او افغاني رباب پروت غږول كېږي.))

استاد عرفان وايي، له همدې كبله دى له افغانستان او افغانانو سره مينه لري او دېرش كاله وړاندې له استاد رابين چټرجي سره يوځاى د هند د سفارت په غوښتنه كابل ته راغلى و او په كابل كې يې د موسيقۍ په برخه كې يو شمېر شاګردان روزلي دي.

نوموړى وايي، اوس د دويم ځل لپاره غواړي افغان ځوانانو او ماشومانو ته د موسيقۍ په ورزده كولو كې خپلې هڅې جاري وساتي.

له استاد عرفان څخه مو وپوښتل، چې د سرود په اړه لنډ معلومات راكړي. هغه په دې اړه وويل:((سرود د موسيقۍ هغه آله ده، چې د رباب له مخې جوړه شوې ده. دغه آله د حضرت امير خسرو بلخي له خوا جوړه شوې ده، چې په افغانستان او هند كې ډېره دود ده او د موسيقۍ په جوړولو كې مهم رول لري.))

عرفان وايي، افغانان له هنر او موسيقۍ سره ډېره مينه لري او په دې برخه كې د هغوى استعداد او علاقه ښيي، چې  د افغانستان خلك فطرتا د هنر پلويان دي.

استاد عرفان د موسيقۍ په ملي انسټيټيوټ كې د ده د زده كوونكو د ستونزو په اړه وويل، چې د موسيقۍ د ملي انسټيتيوټ تخنيكي ستونزې تر ډېره حل دي، خو ځينې ستونزې لكه د استادانو كمښت او همدارنګه د ځينو بې وزلو او بې سرپرسته زده كونكو كورنۍ ستونزې شته، چې د ده په وينا د وخت په تېرېدو سره به حل شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA