ads

سليمان صالحي: رباب افغانانو جوړ كړى

(( د رباب  ساز د افغانستان د اصيلې موسيقۍ په جوړښت كې مهم رول لري او د افغانستان د محلي موسيقۍ مهمه برخه جوړوي.)) (( د رباب  ساز د افغانستان د اصيلې موسيقۍ په جوړښت كې مهم رول لري او د افغانستان د محلي موسيقۍ مهمه برخه جوړوي.)) دا د هغه افغان رباب غږوونكي سليمان […]

نویسنده: The Killid Group
29 غبرګولی 1389

(( د رباب  ساز د افغانستان د اصيلې موسيقۍ په جوړښت كې مهم رول لري او د افغانستان د محلي موسيقۍ مهمه برخه جوړوي.))

(( د رباب  ساز د افغانستان د اصيلې موسيقۍ په جوړښت كې مهم رول لري او د افغانستان د محلي موسيقۍ مهمه برخه جوړوي.))

دا د هغه افغان رباب غږوونكي سليمان صالحي خبره ده، چې په تنکۍ ځوانۍ كې يې رباب غږولو ته مخه كړې.

نوموړى  له تېرو درېيو كلونو را په دې خوا رباب غږوي او په دې هڅه كې دى، چې په مسلكي ډول رباب او د موسيقۍ ځينې نورې آلې هم زده كړي.

صالحي څه موده وړاندې د خپلو هنري فعاليتونو په اړه د نويو تجربو د ترلاسه كولو په خاطر هند ته تللى و او هلته يې د نوي ډيلي د موسيقۍ په “اګر” انسټيټيوټ كې د هندي رباب د زده كړې په وركشاپ كې ګډون وكړ.

صالحي په دې اړه چې څنګه يې رباب غږولو ته مخه كړه وايي: (( له كوچنيتوب څخه مې له محلي سندرو سره ډېر شوق درلود او تل  به مې محلي سندرې  اورېدې. زما دې شوق  زه درباب غږولو نړۍ  ته راوستم او تر دې دمه په دې برخه كې كار كوم.))

نوموړى، چې له تېرو دوه نيمو كلونو را په دېخوا په كابل كې د هند سفارت په هنري څانګه كې په زده كړو بوخت دى، د افغانستان  په محلي سندرو كې د رباب رول ډېر مهم بولي او وايي، چې له رباب پرته موسيقي نيمګړې ده.

صالحي رباب داسې راپېژني: (( رباب د موسيقۍ يوه مضرابي آله ده، چې له ډول او تبلې سره يوځاى او په يوازې توګه هم غږول كېږي، خو په يوازې توګه غږول يې دومره په زړه پورې نه وي.))

د نوموړي په وينا، رباب تر ډېره د توت له لرګي څخه جوړېږي او څلور برخې لري، چې د رباب  له  سر، سينې، غوږونو او كاسې څخه عبارت دي. هغه وايي: (( د رباب كاسه، چې پر سر يې د وزې څرمن وي، د غږ په توليد كې مهم رول لري.))

صالحي د رباب جوړولو اصلي ځاى افغانستان بولي او وايي: (( رباب د لومړي ځل لپاره په ۱۶۰۵ميلادي كال په غزني ولايت كې د يوه افغان له خوا، چې زيورالدين نومېده جوړ او بيا چنګېزخان ته د ډالۍ په توګه وړاندې شو. له هغې وروسته له غزني څخه د افغانستان نورو سيمو او بيا هند او ايران ته يوړل شو.))

د هغه په خبره، لكه څنګه، چې زموږ يو شمېر ګاونډي هېوادونه زموږ د ملي او فرهنګي شخصيتونو د خپلولو كاذبې او بې اساسه دعوې لري، همدارنګه د افغانستان د اصيلې موسيقۍ  دا مهمه آله هم د ځان بولي.

دغه رباب غږوونكى  پر رباب غږولو سربېره ارمونيه هم غږوي او تر څنګ يې د موسيقۍ په ملي انسټيټيوټ كې د يوولسم ټولګي زده كوونكى هم دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA