ads

د باغدارۍ رغونه

باغداري د کرنې يو مهم سکټور بلل کيږي او د هېواد په ملي اقتصاد کې ستره ونډه لري. د ۱۳۵۰ كال په لومړۍ نيمايي کې د مېوو صادراتو د هېواد د ټولو صادراتو په سلو کې ۳۷ فیصده جوړول. یعنې تر جګړو په وړاندې کلونو کې په افغانستان کې له ۱۴۳ زره هکټاره ځمکې مېوې […]

نویسنده: The Killid Group
8 غبرګولی 1389

باغداري د کرنې يو مهم سکټور بلل کيږي او د هېواد په ملي اقتصاد کې ستره ونډه لري.
د ۱۳۵۰ كال په لومړۍ نيمايي کې د مېوو صادراتو د هېواد د ټولو صادراتو په سلو کې ۳۷ فیصده جوړول. یعنې تر جګړو په وړاندې کلونو کې په افغانستان کې له ۱۴۳ زره هکټاره ځمکې مېوې ترلاسه کېدې او د مېوو کلني توليدات ۹۲۰ زره ټنو ته رسېدل، خو اوس په دې اړه کومه دقیقه شمېره په لاس کې نشته، خو کند هار، هرات، ارزګان، زابل، غزني، وردګ، ننګرهار، پروان او ځينې نور ولایتونه د مېوو په توليد کې زيات مشهور دي.

د دې لپاره چې په افغانستان کې بڼوالي علمي بڼه غوره کړي او د مېوو د توليد اندازه يې د نړۍ  له نورو هېوادونو سره سيالي وکړي، ملتیار ګلاب په (( قوریه کې د زردالو روزنه)) تر سرلیک لاندې مقاله کې لیکي: (( بايد د روزنې، سمون او ساتنې لپاره عصري کرنيزه ټکنالوژي په کار واچول شي او ميوې  د غير زوجي تکثير په واسطه  تکثير شي او د تخم له تکثير څخه مخنيوی وشي،  ځکه تخم خپله نوعه نه ورکوي او بل دا چې ژر په حاصل نه راځي او دا هدف فني کدرونه او علمي نشرات غواړي، څو بزګران د بوزغلي لپاره د تخم جمع کول او د پيوند په مهارتونو وپوهول شي.)) اوس د بلخ ولایت مسوولین هوډ لري، چې په ۳ زره او ۲۰۰جريبه ځمكه كې مېوه لرونكي باغونه جوړ كړي.

د دغه ولايت د كرنې رئيس كاتب شمس وويل، دا کار د دوو پروژو له لارېPHBP  (د باغ جوړونې لومړنى پروګرام) او HLP (د بڼوالۍ او مالدارۍ پراختيايي پروګرام) ترسره کوي. له تېرو څو کلونو په بلخ کې۱۷۰۰جريبه ځمكه کې مېوه لرونكي باغونه جوړ شوي. د شمس په وينا،PHBP  پروژه د اروپايي ټولنې او HLP پروژه د نړيوال بانك لخوا تمويلیږي.

نړيوال بانك تر اوسه په بلخ كې د مېوه لرونكو باغونو پر جوړونه ۱۷مليونه ډالر لګولي. PHBP  پروژه له نړۍ او د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو مېوه لرونكي نيالګي ټولوي او د دغه ولايت د دهدادي ولسوالۍ د باغونو جوړونې فارم ته يې راوړي. همداراز HLP پروژه د بلخ ولايت په لسو ولسواليو كې د مېوه لرونكو باغونو د جوړونې په برخه كې كار كوي.

د دغې پروژې له مخې ۷۴۹ باغونه جوړ شوي دي.
د كرنې رئيس وويل: ((د دغې پروژې له مخې ۱۲۰۰نور باغونه هم جوړیږي. ))
نوموړي د يادې شوې پروژې د مسوولينو په وينا وویل، كه كروندګر وغواړي؛ نو د كال تر پايه پورې ورته ۲زره مېوه لرونكي باغونه جوړولى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA