د ايټاليا د دفاع وزيرې اليزابت ترنتا تېره ورځ په كابل كې د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره په جلا توګه وكتل.د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ګلخانې ماڼۍ كې له مېرمن ترنتا سره وليدل.دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.د ايټاليا د دفاع وزيرې وويل، هېواد به يې د افغانستان د حكومت او خلكو ترڅنګ پاتې شي.بل پلو اجرائيه رياست كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون له غرمې وروسته له مېرمن ترنتا سره وكتل.هغې له افغانستان سره د ايټاليا د مرستو د دوام ډاډ وركړ او له ترهګرۍ سره په مبارزه كې يې د افغان ځواكونو قربانۍ وستايلې.د اجرائيه رياست په وينا، په دې ليدنه كې پر وروستيو سياسي بدلونونو، د ولسي جرګې او جمهوري رياست پر ټاكنو او له تروريزم سره د مبارزې پر ګټورو لارو بحث وشو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ