ads

د بښنې نړيوال سازمان له آنګ سان سوچي خپله جايزه بېرته واخيسته

د بښنې نړيوال سازمان د وجدان نړيواله جايزه، چې په ۲۰۰۹م ميلادي کال کې يې په ميانمار کې د واکمن ګوند مشرې آنګ سان سوچي ته ورکړې وه، له هغې بېرته واخيسته.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 لړم 1397
د بښنې نړيوال سازمان له آنګ سان سوچي خپله جايزه بېرته واخيسته

د بښنې نړيوال سازمان د وجدان نړيواله جايزه، چې په ۲۰۰۹م ميلادي کال کې يې په ميانمار کې د واکمن ګوند مشرې آنګ سان سوچي ته ورکړې وه، له هغې بېرته واخيسته.
دا جايزه هغو کسانو او ډلو ته ورکول کېږي، چې بشري حقونو ته يې کار کړی وي.
د بښنې نړيوال سازمان له سوچي د دې جايزې د بېرته اخيستلو علت په ميانمار کې د مسلمان لږکيو په وړاندې د دغه هېواد د پوځ د ظلمونو په تړاو د نوموړې بې تفاوتي بللې ده.
د کاناډا پارلمان هم د روان ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې هغې ته د دې هېواد افتخاري ورکړل شوی تابعيت بېرته واخيست.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په اوړي کې د ميانمار پوځ روهينګيا مسلمان لږکي سخت وځپل او له همدې کبله شاوخوا ۷۲۰ زره روهينګيايان اړ شول، چې خپل هېواد پرېږدي.
ملګرو ملتونو د ميانمار دا عمليات نسل وژنه ياده کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA