ads

عبدالله د جنرال عبدالرازق په ترور كې د بهرنيو ځواكونو د لاس لرلو اوازې رد كړې

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هغه ادعاوې او اوازې رد كړې، چې ګواكې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په ترور كې بهرني ځواكونه لاس لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 تله 1397
عبدالله د جنرال عبدالرازق په ترور كې د بهرنيو ځواكونو د لاس لرلو اوازې رد كړې

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هغه ادعاوې او اوازې رد كړې، چې ګواكې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په ترور كې بهرني ځواكونه لاس لري.
په ټولنيزو رسنيو كې داسې اوازې خپرې شوې، چې ګوندې عبدالرازق تېره اونۍ د كندهار ولايت مقام په ودانۍ كې د ولسي جرګې ټاكنو لپاره د امنيت د ټينګښت په هدف د جوړې شوې غونډې په مهال په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر سره د ډيورنډ فرضي كرښې په اړه تر لفظي شخړې وروسته په وسله وال بريد كې ووژل شو.
خو عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، دا ډول شايعات د دښمن ژرندې ته د اوبو پرېښودلو او له خطر سره د هېواد د راتلونكې د مخ كېدلو سبب كېږي او په دې كار سره بايد عمومي افكار مغشوش نه كړاى شي.
د اجرائيه رئيس په وينا، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو نه يوازې دا چې د ټاكنو د امنيت په ټينګښت كې يې له افغان سرتېرو سره همكاري وكړه، بلكې د عملياتو په وخت يې هم ملاتړ كوي.
بايد وويل شي، چې د جنرال عبدالرازق د وژنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى او ويلي يې دي، چې دغه كار د دوى يوه نفوذي كس كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA