ads

صياد د ټاکنو په کمېسيون شوې نيوکې رد کړې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ځينې کسان د ټاکنو پروسې په تړاو ناسم تبليغات کوي او د دې کمېسيون چارواکي د مديريت په نه لرلو تورنوي.
د ټاکنو خپلواك کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، ډېری هغه ستونزې چې په ټاکنيز بهير کې وليدل شوې، سبب يې د کمېسيون د مديريت کمزوري نه ده.

نویسنده: mayar
29 تله 1397

نوموړي زياته کړه، دوى له وړاندې سياسي ګوندونو ته عذر وړاندې کړی و، چې وخت کم دی او نه شي کولای د بايومټريک له سيسټمه لږ تر لږه د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو په خبره يې، د فشار له کبله دې كار ته اړ شول.
صياد دغه راز وويل، د قانون له مخې دوی مقيد شوي وو، چې په ټاکنيزو مركزونو د کارکوونکو په توګه ښوونکي استخدام کړي، خو هغوی ډېر وخت ته اړتيا لرله، چې د بايومټريک له سيسټم سره بلد شي.
د ده په وينا، ځينې هغه ښوونکي چې په لنډمهاله توګه د راى وركولو مركزونو ته ګومارل شوي وو، له ژمنو سره سره خپل كار ته حاضر نه شول، چې دا د ټاكنو خپلواك کمېسيون ستونزه نه ده او په دې برخه كې د پوهنې وزارت ملامت دى.
صياد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له زورواکۍ سر وټکاوه او زياته يې كړه، زورواکان د راى وركولو مرکزونو ته تللي، له بايومټريک کېدو پرته يې خپلې رايې کارولې، خو د نوموړي په خبره، په دې اړه وروسته فکر کېږي او رايې به يې باطلې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA