ads

په نورستان كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوی

د ملي اردو چارواکي وايي، په نورستان کې د هوايي بريد له كبله پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
22 تله 1397
په نورستان كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوی

د ملي اردو چارواکي وايي، په نورستان کې د هوايي بريد له كبله پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد هارون يوسفزي کليد ته وويل، طالبانو تېره ورځ د نورګرام او دوآب ولسواليو پر لويه لار خلک پلټل، چې په مهال يې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې تر بريد لاندې راغلي دي.
د نوموړي په وينا، په دې بريد كې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
يوسفزي زياته كړه، د دغه هوايي بريد له كبله ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA