ads

دوه افغان پوځي افسران پاکستان ته د جاوسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول

د هېواد په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو دوه افسران د پاکستان استخباراتي شبکې ای اس ای ته د جاسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 تله 1397
دوه افغان پوځي افسران پاکستان ته د جاوسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول

د هېواد په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو دوه افسران د پاکستان استخباراتي شبکې ای اس ای ته د جاسوسۍ په جرم په شل شل کاله بند محکوم شول.
د دې قول اردو د دويمې پلې لېوا د درېيم کنډک د وخت قوماندان ډګروال شامحمود او د همدغه کنډک د ثقيله ټولي قوماندان تورن نذير الله دوه کاله وړاندې ای اېس ای ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي وو.
د دغو دواړو د محکمې د قضايي پلاوي مشر جګړن نجيب الرحمن نديم دوی دواړو ته د همدې جرم له کبله شل شل کاله تنفيذي بند اعلان کړ.
نديم زياته کړه، دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د قضيې دواړه اړخونه کولی شي، د استيناف غوښتنه وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د دې قول اردو د څلورمې لېوا د يوه ټولي قوماندان د وسلو د غلا په جرم په لس کاله تنفيذي بند محکوم شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA