په فارياب كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په ترڅ كې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، دا عمليات د شنبې په ورځ د دولت اباد ولسوالۍ په مربوطاتو كې ترسره شوي، چې له كبله يې ۱۰ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
د هغه په وينا، په عملياتو كې د طالبانو څه باندې ۱۰ ميله بېلابېل ډوله وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
يورش همدارنګه د شيرين تګاب ولسوالۍ په فيض اباد دښته كې د لومړي نمبر لويې لارې په اوږدو كې د څلور كړۍ ماينونو د كشف او خنثى كولو خبر هم وركړ.
دى وايي، طالبانو د دغې لويې لارې د بندولو په هدف په ځينو برخو كې تيږې او جغل اچولي، خو امنيتي ځواكونه توانېدلي، چې ۶۰ فيصده ياده لويه لاره بياځلي پاكه كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ