د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې يوه طالب بندي درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، تېر ماښام يوه طالب بندي د لمانځه په مهال له يوه پوليس څخه کلاشينکوف اخيستى او پر پوليسو يې ډزې کړې دي.
نوموړى زياتوي، په ډزو کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د سيال په خبره، بريد كوونكى تښتېدلى او پوليس يې د نيولو هڅې كوي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ