ads

نيکي هېلي: امريکا بشارالاسد د واک پرېښودو ته نه اړ باسي

په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازې نيکي هېلي وايي، واشنګټن د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد د واک پرېښودو ته نه اړ باسي او نوموړی به خپله واک پرېږدي.

نویسنده: mayar
2 تله 1397
نيکي هېلي: امريکا بشارالاسد د واک پرېښودو ته نه اړ باسي

په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازې نيکي هېلي وايي، واشنګټن د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد د واک پرېښودو ته نه اړ باسي او نوموړی به خپله واک پرېږدي.
هغې وويل، دوی بشارالاسد نه اړ کوي، چې له خپلې دندې تېر شي، خو ډاډه دي، چې خپله به واک پرېږدي.
مېرمن هېلي زياته کړه، د سوريې د جمهور رئيس له واکه ګوښه کېدل په وخت پورې تړلي دي.
لوېديځ هېوادونه په ځانګړي ډول امريکا له څو کلونو راهيسې د بشارالاسد د ګوښه کېدو غوښتونکې ده او ټينګار کوي، چې مشروعيت نه لري.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازې د ادليب د هوکړې په تړاو وويل، په دغه ولايت کې له وسلو د خالي سيمې رامنځته کولو په اړه د روسيې او ترکيې هوکړه يو ښه ګام دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA